سوداگري

په روسیه کې د آریانا افغان الوتکې درولو مالي زیانونه اړولي

Published

on

(Last Updated On: )

آریانا افغان هوایي شرکت څرګنده کړې، چې د روسیې د ګمرک مسوولینو د آریانا افغان هوایي شرکت یوه الوتکه درولې، چې له کبله یې ورته یو اعشاریه دوه میلیون ډالر تاوان رسېدلی دی.

د آریانا افغان هوایي شرکت مسوولین وایي، چې یوه الوتکه یې روسیې د ګمرکي ستونزو له کبله درولې ده.

د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ د آریانا افغان هوایي شرکت دغه بوینګ ۷۳۷ ډوله الوتکه ۲۴ ورځې مخکې د روسیې ګمرک له دې کبله درولې، چې له اجازې پرته یې د دې هېواد له هوایي ډګره الوت کاوه.

دوي د روسیې دا اقدام د ټولو هوایي قوانینو خلاف بولي.

آریانا هوایي شرکت ویلي؛ د روسیې د ماليې وزارت ورته ویلي، چې الوتکې خپل ګمرکي حساب په وخت ندی پاک کړی؛ نو له دې کبله درول شوې.

آریانا افغان هوايي شرکت وايي، چې د اسنادو د تصفېې په برخه کې د روسیې له یوه خصوصي شرکت سره تړون لري. د الوتکې له درېدو سره سم  دغه شرکت مسوولینو ماليې وزارت، هوايي چلند اداره او بهرنیو چاروزارت خبر کړي؛  خو ټولو ډیپلوماټیکو هڅو پایله نده ورکړې.

دې شرکت اوس  یو وکیل نیولی او غواړي، چې محکمي ته چمتووالی ونیسي.

د آریانا افغان هوایي شرکت مسوولین ویلي روسیې ورته ویلي، چې په روانه زېږدیزه میاشت کې به د الوتکې د ناقانوني کړني د محکمي بهیر پیل شي.

د آریانا افغان هوايي شرکت استازی رویین قیومي وایي: له مونږ څخه دوی  د یو اشاریه شپږ میلیون ډالرو جریمي د ورکړې غو ښتنه کړې او ترڅنګ يې دوسیه هم محکمې ته استول شوې. مونږ هم وکیل نیولی؛ خو ستونزه په آریانا افغان هوايي شرکت کې نده.

د افغانستان د هوايي  چلند ادارې  مشر ويلي،  چې د درېیم  ځل لپاره یې هم روسیې ته د الوتکې  د آزادولو وړاندیز کړي، چې ښايي له محکمې وروسته الوتکه آزاده شي.

د هوايي چلند د ادارې لوی مشر محمد قاسم وفايي زاده وایي: مونږه له روسیې سره د الوتکې د پرېښودو لپاره اړیکه نیولې؛ خو فکر کوم موضوع سیمه ییزې محکمي ته وړاندې شوې ده.

د افغانستان د هوايي  چلند ملاتړ ټولنې مسوولینو هم د روسېې  لخوا د آریانا افغان هوايي شرکت د الوتکي  درول له هوايي قوانینوسره په ټکر کې بولي.

د افغانستان د هوايي چلند ملاتړ ټولنې مشر محمود شاه حبیبي ویلي:  هغه تېروتنه، چې آریانا يي یادوي؛ د الو تکې درول په کې سم کار ندی او که خبره همداسې وي آریانا باید بېرته د خپلو مالي زیانونو د جبران لپاره د روسې پر ګمرک عارضه شي.

د هوايي چلند د ملاتړ ټولنې د مسوولینو په وینا؛ آریانا افغان هوايي شرکت څلور الوتکې درلودې، چې یوه يي باختر شرکت اخیستې یوه يې په روسیه کې درول شوې او اوس له یوې الوتکې سره هڅې لري.

Trending

Exit mobile version