سوداگري
په روسیه کې د آریانا افغان الوتکې درولو مالي زیانونه اړولي
آریانا افغان هوایي شرکت څرګنده کړې، چې د روسیې د ګمرک مسوولینو د آریانا افغان هوایي شرکت یوه الوتکه درولې، چې له کبله یې ورته یو اعشاریه دوه میلیون ډالر تاوان رسېدلی دی.
د آریانا افغان هوایي شرکت مسوولین وایي، چې یوه الوتکه یې روسیې د ګمرکي ستونزو له کبله درولې ده.
د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ د آریانا افغان هوایي شرکت دغه بوینګ ۷۳۷ ډوله الوتکه ۲۴ ورځې مخکې د روسیې ګمرک له دې کبله درولې، چې له اجازې پرته یې د دې هېواد له هوایي ډګره الوت کاوه.
دوي د روسیې دا اقدام د ټولو هوایي قوانینو خلاف بولي.
آریانا هوایي شرکت ویلي؛ د روسیې د ماليې وزارت ورته ویلي، چې الوتکې خپل ګمرکي حساب په وخت ندی پاک کړی؛ نو له دې کبله درول شوې.
آریانا افغان هوايي شرکت وايي، چې د اسنادو د تصفېې په برخه کې د روسیې له یوه خصوصي شرکت سره تړون لري. د الوتکې له درېدو سره سم دغه شرکت مسوولینو ماليې وزارت، هوايي چلند اداره او بهرنیو چاروزارت خبر کړي؛ خو ټولو ډیپلوماټیکو هڅو پایله نده ورکړې.
دې شرکت اوس یو وکیل نیولی او غواړي، چې محکمي ته چمتووالی ونیسي.
د آریانا افغان هوایي شرکت مسوولین ویلي روسیې ورته ویلي، چې په روانه زېږدیزه میاشت کې به د الوتکې د ناقانوني کړني د محکمي بهیر پیل شي.
د آریانا افغان هوايي شرکت استازی رویین قیومي وایي: له مونږ څخه دوی د یو اشاریه شپږ میلیون ډالرو جریمي د ورکړې غو ښتنه کړې او ترڅنګ يې دوسیه هم محکمې ته استول شوې. مونږ هم وکیل نیولی؛ خو ستونزه په آریانا افغان هوايي شرکت کې نده.
د افغانستان د هوايي چلند ادارې مشر ويلي، چې د درېیم ځل لپاره یې هم روسیې ته د الوتکې د آزادولو وړاندیز کړي، چې ښايي له محکمې وروسته الوتکه آزاده شي.
د هوايي چلند د ادارې لوی مشر محمد قاسم وفايي زاده وایي: مونږه له روسیې سره د الوتکې د پرېښودو لپاره اړیکه نیولې؛ خو فکر کوم موضوع سیمه ییزې محکمي ته وړاندې شوې ده.
د افغانستان د هوايي چلند ملاتړ ټولنې مسوولینو هم د روسېې لخوا د آریانا افغان هوايي شرکت د الوتکي درول له هوايي قوانینوسره په ټکر کې بولي.
د افغانستان د هوايي چلند ملاتړ ټولنې مشر محمود شاه حبیبي ویلي: هغه تېروتنه، چې آریانا يي یادوي؛ د الو تکې درول په کې سم کار ندی او که خبره همداسې وي آریانا باید بېرته د خپلو مالي زیانونو د جبران لپاره د روسې پر ګمرک عارضه شي.
د هوايي چلند د ملاتړ ټولنې د مسوولینو په وینا؛ آریانا افغان هوايي شرکت څلور الوتکې درلودې، چې یوه يي باختر شرکت اخیستې یوه يې په روسیه کې درول شوې او اوس له یوې الوتکې سره هڅې لري.
سوداگري
ماليزيايي پانګوال دې په افغانستان کې پانګونه وکړي – عزيزي
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي نورالدین عزیزي د مالیزیا د بهرنیو چارو، دفاع، کورنیو چارو وزارتونو او د افغانستان لپاره د دې هېواد د لومړي وزیر د دفتر له استازې ډاکټرې شازلینا بنت زین العابدین سره وکتل.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ويلي؛ په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا، د دواړو لوریو دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو کنفرانس، د افغانستان او مالیزیا تر منځ د سوداګرۍ توازن او د افغانستان د محصولاتو لکه غالۍ، پنبه او کاني ډبرو لپاره بازار موندلو خبرې شوې دي.
ویل کیږي، چې په دې لیدنه کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي په افغانستان کې د سیمې د هېوادونو د پانګونې پر زیاتوالي ټینګار کړی او د مالیزیا له پانګوالو غوښتل شوي، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
سوداگري
د اوسپنې پټلۍ له لارې ترکیې ته د افغانستان صادرات پیل شول
د افغانستان کورنیو چارو وزارت ويلي، چې ترکیې ته د افغانستان صادرات د هرات – خواف د اوسپنې پټلۍ له لارې پیل شوي دي.
یاد وزارت په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې ترکیې ته د افغانستان صادرات د هرات- خواف اوسپنې پټلۍ له لارې په ارامه فضا کې پیل شول.
د کورنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې د یوې میاشتې لپاره به هره ورځ یو ریلګاډی او له هغې وروسته به هره ورځ دوه هغه حرکت ولري.
د کورنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ امنیت د عامه ساتنې ملي ادارې د امنیتي ساتونکیو لهخوا خوندي کیږي.
د خواف- هرات ریل پټلۍ پروژه نه یوازې دا، چې ایران او افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې نښلوي، بلکې د چین، ازبکستان، افغانستان، ایران، ترکیې او اروپا ترمنځ دوه زره کیلومټره دهلیز هم بشپړوي.
همدا راز افغانستان د نړۍ ازادو اوبو ته له لاسرسي پرته په وچه کې د پروت هېواد په توګه د ایران د اوسپنې پټلۍ او د ایران د سویلي بندرونو له لارې اروپا ته خوندي لار مومي.
ویل کیږي، چې دا د اوسپنې پټلۍ د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ لپاره ستراتیژیکه لار ده او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ۶ میلیون ټنو مالونو د لیږد وړتیا رامنځته کوي.
تازه خبرونه
په بیجینګ کې د چین او افغانستان درېیمه اقتصادي ناسته تر سره شوه
په بیجينګ کې د افغانستان اسلامي امارت او د چين ولسي جمهوريت د بهرنيو چارو وزارتونو د اړوند سياسي څانګو پر مشرۍ د بشري مرستو او اقتصادي بيارغونې پر ميکانيزمونو درېيمه ناسته ترسره شوه.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې په دې ناسته کې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت پر استازیو سربېره د صنعت او سوداګرۍ، کانونو او پټروليم، د کډوالو او بېرته راستنېدونکیو چارو او د طبيعي پېښو پر وړاندې د امارت وزارت استازو ګډون کړی و.
دغه راز په دې ناسته کې د چين د سوداګرۍ، طبيعي سرچينو، د چين نړيوالې پراختيايي ادارې او نړيوالې همکارۍ ادارو استازو هم برخه اخیستې وه.
د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې ناسته کې له تېرو دوه نيمو کلونو راپدیخوا د طبيعي پېښو، جبري راستانه شویو کډوالو او روغتيا په برخه کې د مرستو پر میکانیزمونو بیا کتنه وشوه.
افغان پلاوي د چين د مرستو د ګټورتوب لپاره خپل وړانديزونه او سلا مشورې چينايي اړوند لوري ته وړاندې کړل.
چينايي لوري ژمنه کړې، چې له افغانستان سره به د چين بشري مرستې د افغان لوري د اړتياوو او لومړيتوبونو له پام کې نيولو سره تنظيم کړي. دغه راز به له افغانستان سره د جبري راستانه شویو کډوالو د مېشتېدو په برخه کې د چين د سل میلیون يوانو په مرستو کې د افغان لوري وړانديزونه هم په پام کې ونيول شي.
د چين سره صليب ټولنې ژمنه کړې، چې په چين کې به د افغان ماشومانو د زړه ناروغيو د درملنې د بيا پيل زمينه هم برابره کړي.
د عبدالقهار بلخي د څرګندونو له مخې؛ د افغانستان د اقتصادي بيارغونې ميکانيزم په چوکاټ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پر زياتوالي په ځانګړي توګه چين ته د زیاتو افغان توکو د صادرولو د زمينې برابرولو، وړتیا لوړونې او په افغانستان کې د کانونو او معاصرې سوداګرۍ په برخه کې د چين د پانګونې د فرصتونو په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې.
دواړو لوريو چين ته د افغانستان د جلغوزو له صادراتو وروسته د انارو د صادراتو زمينې د برابرولو د هرکلی ترڅنګ په افغانستان کې د نفتو د استخراج کچې لوړولو او د لوګر مس عینک کان د استخراج د پيلولو په برخه کې د وروستيو پرمختګونو په اړه خبرې وکړې او ټينګار وشو، چې د چارو د چټکتيا پر طرحو به غور وشي.
افغان لوري د چين پر ملاتړ د افغانستان د حکومت په ګڼو وزارتونو او ادارو کې د ملکي مامورينو د وړتیا لوړونې لپاره له روزنيزو پروګرامونو او افغانانو ته د سکالرشپونو د لړۍ له پراخولو هرکلی وکړ.
ویل کیږي، چې په دې ناسته کې د واخان اقتصادي دهلیز د اهميت او احتمالي ګټو او د دې کوريډور د پرانيستو پر امکاناتو هم بحثونه شوي دي.
-
تازه خبرونه2 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ4 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
نړۍ2 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
تازه خبرونه4 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
لوبی3 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
لوبی2 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
تازه خبرونه2 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ