سیمه ییز خبرونه
په راتلونكي لمريز كال كې به د غزني په ځینو سیمو کې امنیتی کمرې و لګول شي
په غزنې كې د بيا رغاونې ولايتي ډله غواړي، چې په راتلونكي لمريز كال كې د دې ولايت په بېلابېلو سيمو كې امنيتي كمرې ولګوي. ويل كېږي، چې دا كمرې په لسو ځانګړنو سره د دې وړتيا هم لري، چې شكمن ټيليفونونه كنټرول كړي.
چارواكي وايې، غزني د افغانستان لومړنى ولايت دى، چې دا سيسټم په كې په راتلونكي لمريز كال كې لګول كېږي، او يو ميليون ډالر لګښت پرې راځي.
په غزني كې د بيا رغاونې د ولايتي ډلې امنيتي مسئول لیشینگ تناس وايې:
دا سيستم ډير پر مختللى دى، چې لس مهمې ځانګړنې لري.
د هغه په وينا، د مشكوكو ټيليفونونو كنټرول، د طبيعي پېښو وړاندوېنه، او د شكمنو او وېره اچوونكو كسانو پېژندنه د دې سيستم مهمې برخې دي.
د بيا رغاونې ولايتي ډلې د اور وژنې په برخه كې د پوليسو د روزنې پړاو پېل كړى دى.
د غزني د بيا رغاونې د ولايتي ډلې ترينر ماریوس مور وایی:
د زدكړو هر پړاو درې مياشتې دوام كوي او د غزني تر څنګ د نورو ولايتونو څخه افراد د زدكړو لپاره دې ولايت ته راځي.
په غزني كې د امنيتي كمرو په وسيله د مونيتورينګ سيستم لومړنى هغه دى، چې مونږ يې جوړوو، دا سيسټم مونږ تر اوسه په ځينو هېوادونو كې جوړ كړى دى او دا سيستم په كابل كې له لګول شويو امنيتي كمرو هم پرمختللى دى.
نوموړی زیاتوی، چې دا د خوښۍ ځاى دى، چې مونږ دلته راغلي يو او افغان وروڼه زمونږ له تجربو څخه زده كړې كوي، مونږ دا دندې له دوی سره شريكوو.
كوم پوليس، چې پدې ځاى كې فني زده كړې كوي، دا طريقه ډېره نوې او ګټوره بولي.
مسئولين د مركز غزني او اړوندو ولسواليو د امنيتي حالت په كنټرول كې دا سيستم ډېر ګټور بولي.
سیمه ییز خبرونه
د ایران اټومي پروګرام د نهستنېدو نقطې ته نږدې کیږي – مکرون
هغه په بېلابېلو هېوادونو کې د فرانسې د سفیرانو غونډې ته ویلي: فرانسه باید د ایران په اړه د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ادارې سره ستراتیژیکې خبرې اترې ولري.
د دوشنبې پر ورځ ( د مرغومي اوولسمه ) د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون ادعا وکړه، چې د ایران اټومي پروګرام د نهستنېدو نقطې ته نږدې کیږي.
هغه په بېلابېلو هېوادونو کې د فرانسې د سفیرانو غونډې ته ویلي: فرانسه باید د ایران په اړه د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ادارې سره ستراتیژیکې خبرې اترې ولري.
دې لوړپوړي فرانسوي چارواکي ادعا کړې: " مشران باید له ځانه وپوښتي، چې آیا دوی د ۲۰۲۵ کال له اوکټوبر څخه مخکې د ایران پروړاندې د بندیزونو د بیالګولو لپاره میکانیزم رامنځته کړی او که نه."
د فرانسې ولسمشر د ایران د اټومي پروګرام ګړندیتوب او په اوکراین کې له جګړې څخه ملاتړ ته په نغوته(اشاره) کې ویلي، چې ایران په منځني ختیځ کې تر ټولو ستراتیژیکه او امنیتي ننګونه ده.
مکرون ادعا کړې: " ایران د فرانسې، اروپا، ټولې سیمې او نورو خواوو ته اصلي ستراتیژیکه او امنیتي ننګونه ده او دا به یې د امریکا له نوي حکومت سره د خبرو اصلي موضوع وي."
سیمه ییز خبرونه
د سوریې د نوي حکومت چارواکو قطر ته په سفر کې د امریکا د بندیزونو د لغو کولو غوښتنه وکړه
د سوریې د بهرنیو چارو وزیر اسد حسن شیباني د یکشنبې پر ورځ( د جدې شپاړلسمه ) قطر ته د سفر پرمهال د دې هېواد له لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني سره د دوحې وکتل.
د سوریې د نوي حکومت لوړ پوړو چارواکو قطر ته په سفر کې د امریکا بندیزونه د خپل جنګ ځپلي هېواد د بیارغونې په لار کې یو خنډ وباله او یو ځل بیا یې له واشنګټن څخه وغوښتل، چې دغه بندیزونه لغو کړي.
د سوریې د بهرنیو چارو وزیر اسد حسن شیباني د یکشنبې پر ورځ( د جدې شپاړلسمه ) قطر ته د سفر پرمهال د دې هېواد له لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني سره د دوحې وکتل.
شيباني له ناستې وروسته خبريالانو ته وويل: « بنديزونه [د امريکا لخوا] د سوريې د خلکو د چټک پرمختګ او ودې پر وړاندې يو خنډ دی، چې د نورو هېوادونو خدمتونو او ګډون ته پر تمه دي. »
هغه زیاته کړې: "مونږ یو ځل بیا له امریکا غواړو، چې دا بندیزونه لرې کړي؛ هغه بندیزونه، چې اوس د سوریې د خلکو پر وړاندې دي، نه هغه څه، چې مخکې ول: د بشارالاسد د رژیم پر وړاندې بندیزونه."
د سوریې کورنۍ جګړه، چې په ۲۰۱۱ کال کې د بشار الاسد د حکومت پر ضد د دغه هېواد د خلکو له سولهییزو مظاهرو سره پیل شوه؛ تر اوسه له ۵۰۰ زره ډېر کسان وژل شوي او شپږ میلیون بې ځایه شوي دي.
په پای کې وسلوال مخالفان وتوانیدل؛ په ۱۱ ورځنيو عملیاتو کې، چې په حیرانونکي بڼه له ادلب او حلب څخه پیل شول د لیندۍ پر اتلسمه دمشق ته ورسېدل او په سوریه کې یې د بشارالاسد د کورنۍ ۵۰ کلنه واکمني پای ته ورسوله.
د لیندۍ پر دېرشمه د امریکا لوړپوړو ډیپلوماټانو سوریې ته سفر وکړ او د تحریر الشام له قومندان احمد الشرع سره یې، چې په محمد جولاني مشهور و؛ وکتل.
امريکا له دې مخکې د هغو معلومات په بدل کې، چې د الشرع د نيولو لامل شي؛ تر ۱۰ ميليون ډالرو پورې جايزه اعلان کړې وه، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې باربرا لیف دمشق ته د سفر پر مهال دغه جایزه لغو اعلان کړه.
د سوریې بهرنیو چارو وزیر دوحې ته په سفر کې بیا هم ټینګار وکړ، چې قطر به د دغه هېواد په نوي پېر کې د سوریې ملګری وي.
دا د سوریې د بهرنیو چارو د وزیر په توګه له ټاکل کیدو وروسته د شیباني دوهیم رسمي سفر دی.
نوموړی مخکې له دې د سعودي عربستان له چارواکو سره د لیدو لپاره د مرغومي پر دولسمه ۱۲ د دغه هېواد پر لوري روان شو.
قطر ته په دې سفر کې له شیباني سره د دفاع وزیر مرهف ابو القصره او د سوریې د استخباراتو د ادارې مشر انس الخطاب هم ملګري دي.
د بشارالاسد لخوا د لاریونکوونکو له پراخه ځپلو او د سوریې د کورنۍ جګړې له پیلېدو وروسته؛ قطر له دمشق سره خپلې اړیکې پرې کړې او د مخالفانو ملاتړ یې پیل کړ.
بالاخره له دیارلس کلونو وروسته قطر په دمشق کې د لیندۍ پر شلمه خپل سفارت بیا پرانیست.
د قطر بهرنيو چارو وزير محمد الخليفي د مرغومي پر شپاړلسمه دغه هېواد ته د سوريې د لوړ پوړي پلاوي سفر ته په نغوته( اشاره ) کې وويل؛ شيباني په سوريه کې د نږدې راتلونکي لپاره د لارې یوه روښانه نقشه وړاندې کړه او په دې اړه يې د نوي حکومت لخوا په نږدې راتلونکي کې د ډاډمنو ګامونو پورته کول تشریح کړل.
الخلیفي ټینګار وکړ: مونږ د سوریې په چارو کې د هر ډول بهرنۍ لاسوهنې د مخنیوي لپاره همکاري کوو.
له دې مخکې د مرغومي پر څلورمه د سوریې بهرنیو چارو وزیر ایران ته خبرداری ورکړی و، چې د سوریې د خلکو ارادې او حاکمیت ته درناوی وکړي او په دغه هېواد کې د ګډوډۍ له خپرولو ډډه وکړي.
سیمه ییز خبرونه
په پاکستان کې د چاودنې له کبله ۳۶ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
چارواکو د نوم نه ښودلو پر شرط شینهوا ته ویلي؛ پېښه د دغه ولایت په تربت ولسوالۍ کې پر یوه کاروان د برید له کبله رامنځته شوی، چې په کې یو بس هم پر نښه شوی دی.
د پاکستان رسنیو او چارواکو ويلي؛ د پاکستان په سوېل لویديځ بلوچستان ايالت کې د شنبې پر ورځ په يوه چاودنه کې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي او ۳۲ نور ټپيان دي.
چارواکو د نوم نه ښودلو پر شرط شینهوا ته ویلي؛ پېښه د دغه ولایت په تربت ولسوالۍ کې پر یوه کاروان د برید له کبله رامنځته شوی، چې په کې یو بس هم پر نښه شوی دی.
په ځايي راپورونو کې ویل شوي، په برید کې یو لوړ پوړی پولیس افسر او د هغه د کورنۍ غړي ټپیان دي او نږدې روغتون ته لېږدول شوي دي.
د بلوچستان ازادي غوښتونکي پوځ د ټولنیزو رسنیو په یو پوسټ کې د برید پړه منلې؛ خو پاکستاني چارواکو د برید پخلی ندی کړی.
-
تازه خبرونه2 days ago
آریانا ټلویزیون د کرکټ ۲۰ اوریز نړیوال لیګ د درېیم پړاو سیالۍ خپروي
-
تازه خبرونه4 days ago
مونږ په افغانستان کې د عملیاتو حق لرو – پاکستان
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
د سوریې د نوي حکومت چارواکو قطر ته په سفر کې د امریکا د بندیزونو د لغو کولو غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه4 days ago
د کاناډا لومړی وزیر ښايي استعفا وکړي
-
تازه خبرونه2 days ago
روسیې له افغانستان څخه د امریکا د وتلو له کبله پر اوکراین برید وکړ- ټرمپ
-
نړۍ4 days ago
د غزې په تړانګه کې د اسرائیلو د بریدونو له کبله ۷۰ کسان وژل شوي
-
تازه خبرونه2 days ago
داعش په افغانستان کې احیا شوی- مایکل مککال
-
تازه خبرونه3 days ago
له افغانستان څخه د وتلو بښنه نهغواړم؛ ځکه امریکایان له مونږ څخه جګړه نهغواړي – بلینکن