تازه خبرونه
په دوحه کې یوه میاشت ځنډول شوې د سولې خبرې بیا پیل شوې

د دوشنبې پر ورځ ( د کب ۴) په دوحه کې له میاشتني ځنډ، تاوتریخوالي او د بهرنیو ځواکونو پر راتلونکي له نړیوال بحٍث او خبرو وروسته د افغانستان جمهوريت پلوي پلاوي او طالبانو ترمنځ د سولې خپلمنځي خبرې پیل شوې.
په دوحه کې د طالبانو ویاند محمد نعیم د دوشنبې پر شپه ناوخته په خپل ټویټ کې په ډاګه کړه، چې دواړو ډلو سره ولیدل.
هغه په دې اړه ډېر څه ندي څرګند کړي؛ خو څرګندوي، چې چاپېریال مینه ناک و او دا ژمنه شته، چې خبرې باید وغزیږي او لومړی ګام به یې د اجندا ټاکنه وي.
هغه په ډاګه کړې؛ نن ماښام د دواړو ډلو د مشرانو او د خپلمنځي خبرو اترو د غړیو تر منځ له مینې په ډک چاپېریال کې غونډه وشوه. د غونډې ګډونوالو د خبرو اترو د غزېدو پر اړتیا ټینګار وکړ او ډلو ته یې دنده وسپارله، چې اجنډا ترتیب کړي او نورو ناستو زمینه برابره شي.
دا خبرې له هغې وروسته پیل شوې، چې د جنورۍ په میاشت کې خبرې د درې اوونیو له رخصتیو وروسته ناڅاپه ودرول شوې؛ خو تېره اوونۍ دا پوښتنې راپورته شوې، چې آیا د خبرو اترو بهیر پرې شوی او که څنګه؟!
اوس تمه ده، چې دواړه خواوې به له خپلو نوملړونو سره سمې ناسته وکړي او هغه څه، چې غواړي پرې وغږېږي؛ په ډاګه او بیا هوکړې ته ورسیږي.
دمګړۍ د افغانستان د جمهوریت پلوي پلاوي لومړیتوب اوربند ته اورکم دی او طالبان د بهرنیو ځواکونو پر وتلو او د دوحې د هوکړې پوره پلي کول غواړي.
تازه خبرونه
د افغانستان او ازبکستان د کرنې په سکټور کې به همکاري پراخه شي
د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ وزارت چارسمبالي( سرپرست) عطاءالله عمري د ازبکستان د کرنې له وزیر ابراهیم عبدالرحمن اوف سره په تاشکند کې کتلي او د کرنې او مالدارۍ په برخو کې یې د همکاریو پر پراخېدو ټینګار کړی.

ازبکستان د کرنې د سکټور په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره همکارۍ ته لېوالتیا څرګنده کړې او د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا یې خبرې کړې دي.
د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ وزارت چارسمبالي( سرپرست) عطاءالله عمري د ازبکستان د کرنې له وزیر ابراهیم عبدالرحمن اوف سره په تاشکند کې کتلي او د کرنې او مالدارۍ په برخو کې یې د همکاریو پر پراخېدو ټینګار کړی.
عطاءالله عمري د پانګونې فرصتونو ته په نغوته (اشاره) کې ډاډ ورکړی، چې افغان لوری به پانګوالو ته اسانتیاوې برابرې کړي.
د ازبکستان د کرنې وزیر د کرنیزو توکو د تبادلې، تخمونو برابرولو او تخنیکي همکاریو ژمنه وکړه.
د ازبکستان لوري دا هم ویل، چې هېواد یې چمتو دی د کرنې په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره همکاري وکړي.
د کرنې وزارت رهبرۍ د ازبکستان د کرنې وزارت ترڅنګ د اوبو او انرژۍ وزارت له چارواکو سره هم کتلي او هغوۍ ژمنه کړې، چې د افغانستان د اوبو په مدیریت کې به پانګونه او همکاري وکړي.
د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند غلام محمد کاظم وایي: ((د واړو خواوو د غیر معیاري توکو د لېږد، نباتي کرنتین او حیواني روغتیا په برخو کې د همکارۍ پرېکړه کړې ده. د هېواد د کرنې وزیر په کرنه، مالدارۍ او نورو برخو کې د پانګونې پراخ فرصتونه ازبکستاني لوري ته تشریح کړل او ډاډ یې ورکړ، چې افغانستان به پانګوالو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي)).
د اقتصادي چارو ځیني شنونکي هم وايي، چې له افغان لوري سره د کرنې او مالدارۍ په برخو کې د ازبکستان همکاري او پر ظرفیتونو ګډه پانګونه کولی شي د کرنې او مالدرۍ سکټور د پراختیا لپاره زمینه برابره کړي. ازبکستان ډېرو کرنیزو توکو ته اړتیا لري او افغانستان کولی شي د پنبې، وریجو، مېوو او سبو د تولید په برخه کې اغېزناک رول ولوبوي.
دغه راز ازبکستان چمتو دی، چې اصلاح شوي کرنیز تخمونه افغانستان ته ورکړي، چې بزګران یې وکري او له حاصلاتو وروسته یاد هېواد چمتو دی، چې بېرته دغه تولیدات وپېري.
د اقتصادي چارو شنونکی قطب الدین یعقوبي وایي: (( له افغان لوري سره د کرنې او مالدارۍ په برخو کې د ازبکستان همکارۍ او د دې سکټور پر شته ظرفیتونو ګډه پانګونه کولی شي د کرنې او مالدرۍ ته د پراختیا زمینه برابره کړي)).
د افغانستان د کرنې وزارت پر مشرۍ تللي پلاوي د لیدنو پر مهال ژمنه کړې، چې د نباتي کرنټین او د حیواني روغتیا په برخو کې به د بندرونو له لارې نږدې همکاري کوي، چې سریع الفساد محصولاتو ته لازمې اسانتیاوې برابرې شي.
تازه خبرونه
په تورخم کې راستنېدونکو ته منظم، چټک او معیاري خدمتونه وړاندې کېږي
د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر د خبرپاڼې له مخې؛ د دې ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریيس بازمحمد عبدالرحمن زیاته کړې، چې په تورخم کې ټولو راستنېدونکو افغان کډوالو ته منظم، چټک او معیاري خدمتونه وړاندې کېږي.

د ننګرهار په تورخم کې د عمري کمپ له لارې راستنېدونکي کډوال پخپل وخت ثبتېږي، خواړه ترلاسه کوي، نغدي مرستې ورکول کېږي او د ملي دفاع وزارت له لوري خپلو اصلي سیمو ته انتقالېږي.
د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر د خبرپاڼې له مخې؛ د دې ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریيس بازمحمد عبدالرحمن زیاته کړې، چې په تورخم کې ټولو راستنېدونکو افغان کډوالو ته منظم، چټک او معیاري خدمتونه وړاندې کېږي.
نوموړي ویلي؛ د کډوالو د سم مدیریت، اسانتیاوو او همغږۍ لپاره نه ستړې کېدونکي ګامونه اخيستل کيږي او د ملي او نړیوالو بنسټونو همکاري هم پیاوړې شوې ده.
دغه راز د یادې سرچینې د څرګندونو له مخې؛ د ننګرهار عامې روغتیا رییس امین الله شریف په دې اړه د EPR غونډې پرمهال ډاډ څرګند کړ، چې په تورخم کې به راستنېدونکو هېوادوالو ته روغتیايي خدمات نور هم پراخ شي.
ویل کیږي، چې راستنېدونکي کډوال هم له برابر شویو خدمتونو خوښ دي او د حکومت له اقداماتو مننه کوي.
تازه خبرونه
د افغان کډوالو پر وړاندې دې د پاکستانيو پولیسو ناوړه چلند ودرول شي
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ امیرخان متقي په خپلو خبرو کې د افغان مهاجرینو پر جبري ایستنې او د ځینو ارګانونو له لوري له مهاجرینو سره په نامناسب چلند خپله خواشیني څرګنده کړه او روان ناسم چلند یې پاروونکې او د دواړو هېوادونو د اړیکو پر زیان وباله او د دې وضعیت د بدلولو غوښتنه یې وکړه.

له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو د بهیر له ګړندۍ کېدو وروسته د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي(سرپرست) امیر خان متقي په کابل کې د پاکستان د سفارت له شارژدافیر سره په دې اړه خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ امیرخان متقي په خپلو خبرو کې د افغان مهاجرینو پر جبري ایستنې او د ځینو ارګانونو له لوري له مهاجرینو سره په نامناسب چلند خپله خواشیني څرګنده کړه او روان ناسم چلند یې پاروونکې او د دواړو هېوادونو د اړیکو پر زیان وباله او د دې وضعیت د بدلولو غوښتنه یې وکړه.
د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ په کابل کې د پاکستان سفارت چارسمبالي عبیدالرحمن نظاماني د بهرنیو چارو وزارت له چارسمبالي امیرخان متقي سره د لیدنې پرمهال د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر سیاسي او اقتصادي مسائلو هر اړخيزې خبرې کړې دي.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: د پاکستان سفارت چارسمبالي ویلي، چې د اسلامي امارت تشویش درک کوي او یاده موضوع به له اړوند ارګانونو سره شریکه کړي.
د اړوند څرګندونو له مخې؛ هره ورځ سلګونه کورنۍ له پاکستان څخه جبري ایستل کیږي او افغانستان ته ننوځي، چې تر اوسه پورې په تېرو لس ورځو کې نږدې ۵۰ زره کورنۍ بېرته هېواد ته راستنې شوې دي.
اسلامآباد ويلي، چې د امنیتي پېښو د کمولو لپاره د افغان کډوالو د شړلو هوډ لري؛ خو کابل وايي، چې افغانان د پاکستان په ناامنۍ کې ښکېل ندي.
ویل کیږي، چې د دواړو لوریو لخوا د متقابلو اغېزمنو اقداماتو پر کولو او د لوړ پوړیو پلاوو پر تګ راتګ ټینګار وکړ.
-
تازه خبرونه4 days ago
د امریکا د استازو جرګې د نوې لایحې له مخې اسلامي امارت نړیوالو مرستو ته لاسرسی نشي موندلی
-
نړۍ5 days ago
ټرمپ د تعرفو په اړه خپل دریځ بدل کړ
-
تازه خبرونه4 days ago
یوناما په افغانستان کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د پایلو په اړه خپل راپورخپور کړ
-
نړۍ2 days ago
د اوکراین د شخړې د حل لپاره خبرې ښې روانې دي – ټرمپ
-
سیمه ییز خبرونه5 days ago
په منځني ختیځ کې د بي -۲ الوتکو ځای پرځای کول به د ایران لپاره پیغام وي که نه – پنټاګون
-
تازه خبرونه4 days ago
اسلامي امارت د مسکو په اړه مثبت نظر لري – روسيه
-
تازه خبرونه4 days ago
د افغانستان د همغږۍ ډلې غونډه د ترکیې پر کوربتوب جوړه شوه
-
نړۍ14 hours ago
اروپايي ټولنه د فلسطین له ادارې سره مالي ملاتړ زیاتوي