تازه خبرونه
په دوحه کې له امریکايي پلاوي سره دوه ورځنۍ خبرې مثبتې وې – امیر خان متقي
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ويلي؛ په دوحه کې له امریکايي پلاوي سره دوه ورځنۍ خبرې ډېرې مثبتې وې او دواړه لوري په سیاسي، اقتصادي او امنیتي برخو کې همغږي دي.
امیرخان متقي له الجزیرې خبري چینل سره په خبرو کې ویلي، چې په دغو خبرو کې د افغانستان ملي حاکمیت ته پر درناوي ټینګار شوی او اسلامي امارت له امریکا غوښتي، چې بندیزونه دې لغو او د افغانستان بانک پیسې دې آزادې کړي.
امیر خان متقي زیاته کړې؛ چارسمبالی حکومت به اجازه ورنهکړي، چې د افغانستان خاوره د امریکا په ګډون د کوم هېواد پر ضد وکارول شي.
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالی امیرخان متقي وايي: مونږ له امریکايي پلاوي سره په لیدنه کې دوی ته ډاډ ورکړ، چې د افغانستان له خاورې به د امریکا په ګډون د متحدینو او شریکانو پر وړاندې کار وانهخیستل شي؛ په افغانستان کې سراسري امنیت ټینګ شوی او امریکا پهدې خبره خپله هم اعتراف کوي. د داعش پر وړاندې مبارزه له لاسته راوړنو ډکه ده، چې نړیوال هم پر دې موضوع متفق دي. ناامنۍ په بې مخینې توګه کمه شوې؛ امنیتي او دفاعي ځواکونو د افغانستان په ګوټ ګوټ کې بشپړ امنیت ټینګ کړی او د هېواد له ثبات او حاکمیت څخه ساتنه کوي.
د بشري حقونو د درناوي ترڅنګ د امریکا له اندېښنو څخه یوه هم له افغان زندانونو څخه د امریکايي بندیانو خلاصون دی. دا هغه څه دي، چې په دوحه کې د امریکايي پلاوي او امارت ترمنځ په خبرو کې پرې بشپړ ټینګار څرګند شوی دی.
که څه هم دا نه ده څرګنده، چې څومره امریکايي وګړي په افغانستان کې بندیان دي؛ خو له دې مخکې د امریکا بهرنیو چارو وزیر ویلي وه، چې په افغانستان کې شاوخوا ۱۷۵ امریکايي وګړي شته، چې ځینې یې د ۲۰۲۱ ز. کال په اګست میاشت کې د جمهوریت له سقوط وروسته افغانستان ته داخل شوي وه.
امیرخان متقی وايي: مونږ غواړو، چې په افغانستان کې د بهرنیو بندیانو مسله په داسې بڼه حل کړو، چې ټولې خواوې پرې راضي وي. له امریکايي پلاوي سره په خبرو کې د امارت پر چارواکو د سفر د محدودیتونو پر لرې کولو او له هېواده بهر د افغانستان بانک د کنګل شوې شتمنۍ پر راستنولو ټینګار وشو او باور لرو، چې دغه اقدامات به د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور په رامنځته کولو کې مهم رول ولوبوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي د قطر په بهرنیو چارو کې د دولت له وزیرې سره وکتل او له افغانستان سره یې د قطر د همکاریو د دوام او د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستانه اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې.
تازه خبرونه
له ۲۰۰ ډېر له بنده خوشې شوي کډوال هېواد ته راستانه شول
د کندهار او نیمروز ولایتونو د کډوالو چارو ریاستونو د بیا میشتېدنې ریاستونو د څرګندونو له مخې؛ ۲۲۴ کسان په پاکستان کې له دوه میاشتو بند تېرولو وروسته د سپین بولدک له لارې او ۴ نور هېوادوال په عراق کې د درې میاشتو بند له تېرولو وروسته د نیمروز له لارې خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي؛ په روانه اوونۍ کې ۲۲۸ افغان کډوال، چې په عراق او پاکستان کې بندیان ول؛ خوشې شوي او افغانستان ته راستانه شوي دي.
د کندهار او نیمروز ولایتونو د کډوالو چارو ریاستونو د بیا میشتېدنې ریاستونو د څرګندونو له مخې؛ ۲۲۴ کسان په پاکستان کې له دوه میاشتو بند تېرولو وروسته د سپین بولدک له لارې او ۴ نور هېوادوال په عراق کې د درې میاشتو بند له تېرولو وروسته د نیمروز له لارې خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
یاد کسان د سپین بولډک او نیمروز د بیا میشتیدنې ریاستونو له نوملیکنې او د وزارت همکارو ادارو څخه د مرستې ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي ځایونو ته ولېږدول شول.
تازه خبرونه
په افغانستان کې ټولګډونه حکومت جوړول د جګړې د مخنیوي لپاره اړین دي – ایران
ایرواني د چارشنبې پر ورځ( د لیندۍ نولسمه / د ډسمبر لسمه ) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې «په افغانستان کې وضعیت» تر سرلیک لاندې وینا کې ویلي: « د داسې یو ټولګډونه حکومت جوړول، چې رښتیا هم د خلکو استازیتوب وکړي؛ د تلپاتې سولې او ثبات، د جګړې د بیا راڅرګندېدو او د پراخو کډوالو د بهیر د مخنیوي، امنیتي تضمین، اقتصادي پرمختګ او د بشري حقونو په ځانګړي توګه د ښځو او نجونو د حقونو د درناوي لپاره اړین دي.»
تازه خبرونه
د افغانستان علماوو له هېواد او شرعي نظام څخه د دفاع فرضیت اعلان کړ
د هغه پرېکړه لیک له مخې، چې آریانا نیوز ترلاسه کړی راغلي؛ تېره ورځ په کابل پوهنتون کې د هېواد له زر ډېرو عالمانو او مشایخو د افغانستان د حریم د نقض په غبرګون کې یو پرېکړه لیک وړاندې کړ، چې په کې راغلي؛ له خپلو حقونو، ارزښتونو او شرعي نظام دفاع فرض عین ده او د تېري پر وړاندې دفاع مقدس جهاد دی.
د افغانستان د ټولو ولایتونو یو شمېر علماوو د اسلامي نظام د دفاع او حريم د ساتنې په اړه د خپلې ناستې پرېکړه اعلان کړې ده.
د هغه پرېکړه لیک له مخې، چې آریانا نیوز ترلاسه کړی راغلي؛ تېره ورځ په کابل پوهنتون کې د هېواد له زر ډېرو عالمانو او مشایخو د افغانستان د حریم د نقض په غبرګون کې یو پرېکړه لیک وړاندې کړ، چې په کې راغلي؛ له خپلو حقونو، ارزښتونو او شرعي نظام دفاع فرض عین ده او د تېري پر وړاندې دفاع مقدس جهاد دی.
په دې پرېکړه لیک کې ټينګار شوي؛ هیچاته به اجازه ورنکړ شي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي او که څوک دغې پرېکړې ته پاملرنه نهکوي؛ اسلامي امارت حق لري، چې پر وړاندې یې تصمیم ونیسي.
د عالمانو په دې غونډه کې له اسلامي امارت غوښتنه وشوه، چې د اسلامي امارت د رهبر د سپارښتنې له مخې هیچاته اجازه ورنهکړ شي، چې نورو هېوادونو ته د پوځي هڅو د ترسره کولو لپاره ولاړ شي.
دا غونډه په داسې وخت کې ترسره کېږي، چې د امنیتي مسلو په اړه د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی بېساري کچې ته لوړ شوی دی.
-
نړۍ3 days agoټرمپ د بېړنۍ ویزې ته د ۱ میلیون ډالرو طلايي کارت پروګرام پیل کړ
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoپه پاکستان کې ۱۰ پوځیانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
-
تازه خبرونه5 days agoد پاکستان د درملو صادرات له ۲۰۰ میلیون ډالرو زیان سره مخ شول
-
سوداگري5 days agoد پاکستان او افغانستان سوداګر میلیارډونه ډالر زیانمن شول
-
تازه خبرونه4 days agoافغانستان د بې نظمه او جرم ځپلو هېوادونو په نوملړ کې راغی- ټرمپ
-
تازه خبرونه4 days agoیوناما د افغانانو د حقونو د ساتنې غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه3 days agoپه افغانستان کې ټولګډونه حکومت جوړول د جګړې د مخنیوي لپاره اړین دي – ایران
-
څار5 days agoڅار: د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د ناستې ارزونه
