تازه خبرونه
په دوحه کې د حکومتي او طالب پلاویو ځانګړې خبرې پیل شوې

نن شنبه د چنګاښ ۲۶ غرمه مهال د قطر په دوحه کې د ملي پخلاینې عالي شورا د مشر عبدالله عبدالله پر مشرۍ د حکومتي او د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر ملا عبدالغني پر مشرۍ د طالب پلاويو تر منځ خبرې پیل شوې.
عبدالله عبدالله ويلي؛ په هېواد کې د روان بحران د پای ته رسولو لپاره پوځي حل نشته او باید سیاسي هڅې تر سره شي.
هغه وایي: د افغانستان ستونزې ته نظامي حل نشته او سیاسي حل ته د رسیدو لپاره باید ټولې هڅې د جګړې پر پای او د افغانانو ګډ راتلونکي راوڅرخي.
عبدالله زیاته کړې، چې اوس په هېواد کې د سولې لپاره سیمه ییز او نړیوال چاپېریال رامنځته شوی او دواړه خواوې باید نرمښت وښیې.
عبدالله وايي، چې که جګړه روانه وي؛ خلک به د تاوتریخوالي قرباني شي.
هغه وایي؛ مونږ ټول پوهیږو، چې د افغانستان خلک د اوسني تاوتریخوالي قربانيان دي. دا مهمه نده، چې د افغانستان اسلامي جمهوریت زور وکاروي او که د طالبانو تحریک؛ خو د افغانستان خلک په جګړه کې ځاني اومالي زیان ویني.
عبدالله ټینګار کړی، چې له دې فرصته باید ګټه پورته شي.
د غه راز د طالبانو مرستیال او د قطر د دفتر مشر ملا عبدالغني برادر ویلي، چې د اسلامي نظام د رامنځته کولو لپاره ځانګړیو ګټو او ځان غوښتنو ته اړتیا نشته.
ملا برادر زیاته کړې، هیڅوک به قومي، ژبني او سیمه ییزو تعصبونو راپارولو ته اجازه نلري.
هغه ویلي؛ دغو موخو ته د رسېدو لپاره باید له جزئیاتو تېر شو؛ زغم ولرو، ډاډمن اوسو او د ملي یووالي لپاره کار وکړو.
ملا برادر زیاته کړه، چې د افغانستان په خبرو کې که څه هم هیڅ پرمختګ ندی شوی؛ خو څوک باید مایوسه نشي.
هغه زیاته کړه، چې مونږ باید د خپلو افکارو، مذهب او باورونو پر بنسټ یو نظام ولرو او د بهرنيو افکارو له پلي کولو ډډه وکړو.
نوموړي پر بشپړ ټینګار څرګنده کړې: مونږ پرمختګ غواړو، ښه او آرام ژوند غواړو، خو د خپلو اسلامي ارزښتونو، خپلواکۍ او آزادۍ پر بیه نه؛ دا د ولس د زړه هغه آواز دی؛ چې ټول پرې پوهېږو.
د یادونې ده، چې دا دوه ورځنۍ خبرې پر لنډمهاله اوربند، د طالب بندیانو خوشې کولو او انتقالي ادارې راڅرخي.