تازه خبرونه
په دایکندي ولایت کې ماین چاودنې د ۵ ماشومانو په ګډون ۱۴ کسان وژلي

(Last Updated On: )
کورنیو چارو وزارت څرګنده کړې، چې پېښه نن سهار ۹:۰۰ د دایکندي ولایت د کجران ولسوالۍ د دشت سلیمان آباد په اړوند سیمه کې پر یو فلاینکوچ موتر د سړک غاړې ماین چاودنه تر سره شوې.
د دغه وزارت د څرګندونو له مخې؛ ماین د طالبانو لخوا ځای پر ځای شوی و.
دې وزارت زیاته کړې، چې په دغه موتر کې ۱۷ مسافر سپاره ول، چې په کې ۱۴ کسان مړه او درې نور ټپیان شوي دي.
یاد وزارت وايي، په مړو کې اووه ښځې، پېنځه ماشومان او دوه سړي شامل دي.
په ټول هېواد کې له تېرو دوه میاشتو راپدیخوا تاوتریخوالی ډېر شوی؛ په ځانګړي توګه د عامه سړکونو په اوږدو کې د ماینونو ښخول، چې د پوځيانو په پرتله یې ډېر ملکي وګړي وژلي دي.