تازه خبرونه
په خوست او پکتیکا ولایتونو کې له پرونۍ زلزلې ۲۰ کسان ټپیان او ۶۰۰ کورونه ویجاړ شوي
د پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت وايي؛ په افغانستان کې تېره ورځ زلزلې يو ځل بيا د خوست سپېره او د پکتيکا ولايت ګيان ولسوالۍ ولړزولې؛ شل کسان ټپيان شوي او له ۶۰۰ ډېر کورونه ویجاړ دي.
د دوشنبې ورځې له ماسپښین وروسته د پکتیکا ولایت ګیان او د خوست ولایت سپیره ولسوالۍ یو ځل بیا د ریښتر پر کچه ۵.۱ درجې زلزلې ولړزولې.
مسوولین وايي، چې تازه ۵ اعشاریه یوې درجې زلزلې د پکتیکا په ګیان او د خوست په سپیره ولسوالیو کې شل کسان ټپیان کړل او شپږ سوه هغه کورونه یې بشپړ ویجاړ کړل، چې په تېره زلزله کې یې زیان لیدلی و.
د پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت د عامه پوهاوي او نشراتو مشر محمد نسيم حقاني ويلي؛ د دوشنبې پر ورځ د چنګاښ پر ۲۷ په پکتیکا او خوست ولایتونو کې له رامنځته شوې زلزلې څوک مړه شوي ندي؛ خو ٢٠ کسان ټپيان دي او له ٦٠٠ ډېر کورونه ويجاړ شوي.
د پکتیکا د ګيان ولسوالۍ يو شمېر اوسیدونکي وايي، چې له زيانمنو شويو خلکو سره دې د کورونو د جوړولو په برخه کې مرستې وشي.
د پکتیکا په دې لیرې پرته سیمه کې کابو یوه میاشت مخکې د ریښتر په کچه شپږ اعشاریه دوه درجې زلزلې سلګونه کسان مړه او زرګونه کورونه یې ونړول.
د پوهنتون استاد ځمکپوه بهرام بیرم ويلي؛ د زلزلې د زیانونو د مخنیوي لپاره باید جدي تدابیر ونیول شي او پخپل وخت خلکو ته مرستې ورسیږي.
د طبیعي پیښو د مدیریت څانګوال سید عبدالباسط رحماني ټینګار کوي، چې په دې زلزله ځپلو سیمو کې د باکیفیته کورونو جوړولو ته اړتیا ده.
دې زلزلې د خوست سپیره ولسوالۍ هم لړزولې ده او خلکو ته یې مالي زیانونه اړولي دي.
د پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت وايي؛ اسلامي امارت د زیانمن شویو خلکو لپاره د سرپناه جوړولو پر پروګرام کار روان دی.
د پېښو پر وړاندې د مبارزې په چارو کې د دولت د وزارت د نشراتو رییس محمد نسیم حقاني ویلي؛ اسلامي امارت پر یوه داسې پلان کار کوي، چې له مخې به یې ډېر ژر زیانمنو کسانو ته د دایمي سرپناه د جوړولو چارې پیل شي.
له سیمې څخه تر لاسه شوي راپورونو په ډاګه کړې، چې د دوشنبې له ورځې راپدیخوا په دې ولسوالیو کې درې ځلې زلزله شوې ده. د سیمې خلک په وېره کې دي او د ستونزې د بنیادي حل غوښتنه کوي.
تازه خبرونه
کابل ښاروالۍ د شهرنو پارک د بیارغونې بنسټیزې چارې پیل کړې
کابل ښاروالۍ د یکشنبې پر ورځ( د لیندۍ دېرشمه ) په ایکس پاڼه کې لیکلي: پا ۹۰ زره ۶۶۳ مټر مربع ځمکه کې جوړ دا پارک د کابل یو پخوانی تفریحي ښاري پارک دی، چې اوس په کې د بیارغونې بېخبنایي او بنسټیزې چارې پیل شوې دي.
کابل ښاروالۍ ویلي، چې د خصوصي او عامه مشارکت پروژې په چوکاټ کې یې د څه باندې یو میلیارډ او ۹۰۴ میلیون افغانیو پر ارزښت د شهرنو پارک د جوړولو چارې پیل کړې دي.
کابل ښاروالۍ د یکشنبې پر ورځ( د لیندۍ دېرشمه ) په ایکس پاڼه کې لیکلي: پا ۹۰ زره ۶۶۳ مټر مربع ځمکه کې جوړ دا پارک د کابل یو پخوانی تفریحي ښاري پارک دی، چې اوس په کې د بیارغونې بېخبنایي او بنسټیزې چارې پیل شوې دي.
د ښاروالۍ د څرګندونو له مخې؛ د شهرنو پارک پر ۱۴،۳۲ سلنه برخه د لوړپوړیز سوداګریز مارکیټ، تر ځمکې لاندې مارکیټ، د ښځو لپاره ځانګړي مارکیټ، تفریحي ځایونو، رسټورانټونو، جومات، د لامبو وهلو حوض، پارکینک، ورزشي او فرهنګي سیمو او د فاتحې سالون د جوړولو چارې پیل کړې، چې د درې کلونو په موده کې به بشپړې شي.
کابل ښاروالۍ ویلي، چې د دې پارک یوه برخه یې د نیالګیو کېنولو، زرغونو سیمو، د چاپېریال ساتنې سیسټم، پوښلو او آزادو تفریحي امکاناتو جوړولو لپاره ځانګړې کړې ده.
همدارنګه کابل ښاروالۍ ښاریانو ته د یادې پروژې له بشپړېدا سره عمومي برخو ته په وړیا توګه له لاسر سی هم ډاډ څرګند کړی دی.
ویل کیږي، چې د یادې پروژې عواید د ۳۰ کلونو لپاره تنظیم شوي، چې د پارک له سوداګریزو تاسیساتو څخه به ۳۰ سلنه عواید د کابل ښاروالۍ بانکي حساب ته ورځي او قراردادي شرکت د یاد پارک د تاسیساتو د پلورلو، ګروۍ، سرقلفۍ او انتفاعي ګټې اخیستنې حق نلري.
تازه خبرونه
په سالنګ کې د ټرافیکي پېښې له کبله ۴۹ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس وایي: “په دې پېښه کې ۵ مسافر مړه او ۴۴ نور ټپیان شول. د سالنګ د لویې لارې د ساتنې او ساتنې ریاست پرسونل او چارواکي په چټکۍ سره د پېښې ځای ته رسېدلي او ټپیان یې د خنجان کلینیک ته وړي دي.”
تازه خبرونه
په کابل منډيي کې د اورلګېدو د خپرېدا مخه ونیول شوه
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع زیاته کړې؛ په اورلګېدو کې ۱۰ ګودامونه او ۸ دوکانونه وسوځېدل. د لومړنیو څرګندونو له مخې؛ د پېښې زیان شاوخوا ۷۰۰ زره ډالر اټکل شوی، خو د اور وژنې پولیسو پخپل وخت د نږدې ۱۵۰ میلیون افغانیو پر ارزښت د توکو د سوځېدو مخه ونیوله.
د کورنیو چارو وزارت ويلي، چې نن سهار د اور وژنې او پېښو ته د رسېدنې عمومي ریاست غړيو په کابل منډيي کې د بوټانو له یوه مارکېټ څخه د اور د خپرېدا مخه نیولې ده.
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع زیاته کړې؛ په اورلګېدو کې ۱۰ ګودامونه او ۸ دوکانونه وسوځېدل. د لومړنیو څرګندونو له مخې؛ د پېښې زیان شاوخوا ۷۰۰ زره ډالر اټکل شوی، خو د اور وژنې پولیسو پخپل وخت د نږدې ۱۵۰ میلیون افغانیو پر ارزښت د توکو د سوځېدو مخه ونیوله.
عبدالمتین قانع وایي: د اورلګېدو لامل د برښنا شارټي وه؛ اور چټک کنټرول شو او د نور زیان مخه ونیول شوه.
ځایی دوکاندارانو ویلي، چې اورلګېدنه د سهار شاوخوا ۴ بجې رامنځته شوې وه.
-
تازه خبرونه4 days agoهند یو ځل بیا د افغانستان له روغتیایي برخې څخه د ملاتړ ډاډ څرګند کړ
-
تازه خبرونه4 days agoپه بدخشان کې د چینایي وګړو د شکمنو وژونکو پر ځاله افغان ځواکونو پرېکنده برید کړی
-
تازه خبرونه5 days agoد افغان کډوالو جبري ستنېدا دې ودرول شي
-
تازه خبرونه5 days agoد افغان ښځو کاري بندیزونو مو بشري مرستې له خطر سره مخ کړي- م.م
-
تازه خبرونه5 days agoعلماء دې خلکو ته د اسلامي نظام او ملي ګټو پر ساتلو ټینګار وکړي – ملا برادر
-
روغتيا4 days agoافغانستان په سنتي طب کې د هند همکارۍ وغوښته
-
تازه خبرونه4 days agoپه کابل کې د قرغزستان د سوداګرۍ خونې له پرانیستې سره سم د اقتصادي همکاریو نوی پړاو پیل شو
-
تازه خبرونه1 day agoافغانان باید د یو کس د جرم بیه پرې نکړي – د بوش بنسټ
