تازه خبرونه
په تېر یو کال کې ۳۷۰ افغان شخصیتونه هېواد ته راستانه شول

د افغان شخصيتونو د اړيكو كميسيون وياند باختر آژانس ته ويلي، چې د دغه كميسيون له جوړيدو څخه تراوسه پورې د وزيرانو، مرستيالانو، د پارلمان د غړیو، د ملي امنيت د كاركوونكیو، خبريالانو او سياسي شخصيتونو په ګډون ۳۷۰ کسان هېواد ته راستانه شوي دي.
د دغه کمیسیون ویاند احمدالله وثیق ويلي؛ هر هغه څوک، چې هېواد ته راستنېدل غواړي له دغه کمیسیون سره دې اړیکه ونیسي.
د احمد الله وثیق د څرګندونو له مخې؛ له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمیسیون د اسلامي امارت د مشر د حکم پر بنسټ جوړ شوی او تر وروستي افغانه به د بېرته راستېدو هڅې روانې ساتي.
هغه وايي: مونږ د تماس شمېرې اعلان کړې، هر څوک، چې غواړي هېواد ته راستانه شي؛ زنګ وهلی شي.
احمدالله وثیق د اشرف غني د راتګ په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي: باید ووایو، چې اشرف غني تر اوسه له کمیسیون سره اړیکه نده نیولې.
هغه زیاته کړې، چې د افغانستان اسلامي امارت له امیر محمد اسماعیل خان څخه وغوښتل، چې په خپل هېواد کې پاتې شي؛ خو هغه په خپل هېواد کې د اوسیدو پرځای بهر ته ولاړ.
احمدالله وثیق څرګنده کړې، چې اسلامي امارت هېواد ته راستانه شویو مخکښو او مسلکي کسانو ته په نظام کې دنده ورکوي او په بیا راتګ کې یې هیڅ خنډ نشته.
وثیق د ځینو رسنیو هغه ګنګوسي هم رد کړي، چې ګواکې اسلامي امارت هېواد ته د داکتر عبدالله عبدالله د سفر مخه نیولې او ویلي یې دي: داسې اوازې دي، چې عبدالله عبدالله هیڅ هېواد ته د سفر حق نلري. په داسې حال کې، چې داکتر عبدالله عبدالله څو څو ځله بهر ته سفرونه کړي او بېرته راستون شوی دی.
هغه وايي؛ هغو خبريالانو څخه یې، چې له هېواده وتلي دي؛ د راستنېدو بلنه ورکړې، چې یو شمېر یې تر اوسه افغانستان ته راستانه شوي هم دي.
احمد الله وثیق یو ځل بیا له هېوادوالو په ځانګړي توګه له سیاستوالو، مخورو او علمي شخصیتونو وغوښتل، چې په هېواد کې پاتې شي او د افغانستان د سوکالۍ او سرلوړۍ لپاره له خپلو هېوادوالو سره په ګډه کار وکړي.