تازه خبرونه
په تېر کې مو قوانین له اروپايي، امریکايي او بریټانوي سرچینو تدوین شوي ـ د اسلامي امارت رهبر
په دې کتنه کې هغه ویلي، چې اوسنی نظام د قرآن او شریعت پر بنسټ ولاړ دی او قوانین مو د شریعت پر بنسټ جوړېږي.

(Last Updated On: )
د افغانستان اسلامي امارت رهبر د هېواد شمالي ولایتونو ته د خپل سفر په لړ کې د تخار ولایت له سیمهییزو چارواکو او علماوو سره وکتل.
په دې کتنه کې هغه ویلي، چې اوسنی نظام د قرآن او شریعت پر بنسټ ولاړ دی او قوانین مو د شریعت پر بنسټ جوړېږي.
د اسلامي امارت رهبر پر نړیوالو قوانینو نیوکه کړې او څرګندوي، چې دا قوانین د انساني غوښتنو پر بنسټ جوړ شوي دي.
هغه زياته کړې؛، د هېواد قوانين پخوا له اروپايي، امريکايي او بریټانوي سرچينو څخه تدوین شوي او اوس دغه قوانين د “کتاب الله، فقهې او حديث پر بنسټ تدوینیږي.