تازه خبرونه
په تېر کال کې ۳۵۷۳ بېلابېل پوځي وسایط ورغول شول

(Last Updated On: )
ملي دفاع وزارت څرګنده کړې؛ په تېر یوه کال کې د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو په د لوژستیکي ملاتړ په مرکز کې ۳۵۷۳ ډوله پوځي وسایط رغېدلي او ګټې اخیستنې ته چمتو شوي دي.
د قول اردو د مسوولينو د څرګندونو له مخې، دغه وسايط او تجهيزات د پخوانۍ ادارې د وتلو پر مهال ویجاړ شوي وه.
دغه راز د قول اردو مسوولينو زیاته کړې، چې دغه وسايط بيت المال دی او د رغونې او ساتنې په برخه کې به یې هېڅ ډول هڅې ونه سپموي.
د ملي اردو په ۳۱۳ مرکزي قول اردو کې ۱۱ ضربتي تانکونه رغېدلي او ګټې اخیستنې ته چمتو شول.
دا په داسې حال کې ده، چې د ملي دفاع وزارت د مسلکي او تخنيکي کارکوونکیو لخوا د وسايطو او تجهيزاتو د رغولو او فعالولو کار روان دی.