تازه خبرونه
په تېرو ۸ کلونو کې له مدیتراني څخه تېریدونکي ۲۵۰۰۰ کډوال مړه شوي ـ اردوغان

د ترکیې ولسمشر طیب اردوغان د یکشنبې پر ورځ د کډوالو نړیوال فیستیوال د پای ته دسیدو پر مهال په یوه ویډیوي وینا کې څرګنده کړه، چې په تېرو اته کلونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون نږدې۲۵۰۰۰ کسان له مدیترانې بحیرې څخه د تېریدو پرمهال مړه شوي دي.
د آنادولو خبري سرچینې د څرګندونو له مخې؛ طیب اردوغان نه یوازې هغه حالت روښانه کړ، چې کډوال له مدیترانې څخه د تېریدو پرمهال ورسره مخ دي، بلکې هغه له خلکو وغوښتل، چې د مهاجرینو په اړه خپل تعصبونه یوې ډډې ته کړي او هغه مرستې له پامه ون غږورزوي، چې دې خلکو، هېوادونو او ټولنو ته یې رسوي.
د خپلې ویډیو وینا پر مهال اردوغان څرګنده کړه: هغه مهاجرین، چې له مدیترانې څخه د تېریدو په وخت کې مړه شوي وه؛ هغه خلک دي، چې د خوندي راتلونکي لپاره يې له هیلو ډک سفر پیل کړی و او پر مرګ پای ته رسیدلی دی.
د آنادولو خبري اژانس د اردوغان د څرګندونو له مخې لیکلي: د سوريې د ۱۰۰۰۰ ماشومانو برخلیک، چې په اروپا کې یې پناه غوښتې وه؛ ناڅرګند پاتی دی.
اردوغان ویلي، چې کډوالي یوه نړیواله مسله ده او میلیونونه خلک د جګړې، ترهګرۍ او فقر له کبله د خپلو کورونږ پریښودلو ته لړ شوي دي.
هغه څرګنده کړې، چې نن ورځ په نړۍ کې شاوخوا ۲۵۰ میلیون مهاجر دي او همدا شان له ۷۱ میلیون ډېر بې ځایه شوي دي.
ترکیې په نړۍ کې د مهاجرو ترټولو د لوی شمېر کوربتوب روانه ساتلی.
هما اوس په ترکیه کې د سوریې ۶.۳ میلیون او د نورو هېوادونو ۳۳۰ زره کډوال راجستر شوي دي.
د مهاجرت نړیوال فستیوال دغه ننداریزه نه یوازې د ترکیې د فرهنګ او ګرځندوی وزارت لخوا ملاتړ شوې، بلکې او د کورنیو چارو وزارت او د ترکیې د ولسمشرۍ څارنې لاندې تر سره کیږي.
په دې فلمي فیستیوال کې هغه فلمونه او مستند فلمونه وړاندې کیږي، چې د مهاجرت ژمنې او ننګونې پر ګوته کوي او هغه ځانګړی ګډون، چې کډوال په نوې ټولنې کې تر سره کوي؛ د فستیوال موخه داده، چې په دې اړه ډېرو بحثونو ته لار اواروي.
.
د سږني غوره فلم جایزه د یکشنبې پر ورځ د لارښود واد الکاتب او اډوارډ واټس لخوا “د سما” په نوم فلم تر لاسه کړې ده.
…
تازه خبرونه
د غبرګولي پر اوومه د ۱۴۰۴ کال د کانکور ازموینه اخیستل کیږي
د دې ادارې چارواکو ویلي، چې د سږ کال کانکور ازموینه به د غبرګولي پر اوومه پیل شي او د چنګاښ تر شلمې پورې به روان وي.

د ملي ازموینو ادارې د یکشنبې پر ورځ (د غویی اوومه) په یوه خبري کنفرانس کې د ۱۴۰۴ کال د کانکور ازموینې نېټه او جزئیات اعلان کړل.
د دې ادارې چارواکو ویلي، چې د سږ کال کانکور ازموینه به د غبرګولي پر اوومه پیل شي او د چنګاښ تر شلمې پورې به روان وي.
د دې ادارې د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ سږ کال به د کانکور ازموینه په پېنځه پړاوونو کې ترسره شي.
د ازموینو اداره وايي، چې د سږ کال د کانکور ازموینې لپاره ښه چمتووالی نیول شوی او د موجوده نصاب پر بنسټ، د پوهنې وزارت په پښتو، فارسي، عربي او انګلیسي ژبو کې نوي او معیاري پوښتنې جوړې کړې دي.
د ورکړ شویو جزئیاتو له مخې؛ لومړۍ پړاو به د غبرګولي پر اوومه، اتمه او نهمه ترسره او دوهیم پړاو به د همدې میاشتې پر اتهءویشتمه، نههویشتمه او دېرشمه ترسره شي.
ویل کیږي، چې د کانکور ازموینې درېیم پړاو به په تخار، جوزجان، بادغیس، کندوز، سرپل، هرات، بلخ، فاریاب، سمنګان او بدخشان ولایتونو کې ترسره او څلورم پړاو به په کابل کې ترسره شي.
د ازموینو ادارې ویلي؛ پېنځم پړاو، چې د چنګاښ پر شلمه به په کابل ولایت کې ترسره شي؛ په ځانګړي توګه د دیني مدرسو، ځانګړو ښوونځیو (څوارلسم پاس)، ولایتي غیر حاضر، بهرنیو فارغانو او د شپې ښوونځیو لپاره دی.
تازه خبرونه
د ثور اوومه د یرغل او اتمه یې پر وړاندې د آزادۍ ورځ ده – اسلامي امارت
د غویی د اوومې او اتمې تاريخي ورځو په اړه افغانستان اسلامي امارت په نننۍ( د غویی اوومه) خپره شوې خبرپاڼه کې څرګندوي: «د ثور پر اوومه شوروي اتحاد د لښکرو لخوا د وخت د حکومت پرضد نظامي کودتا وشوه او د يو مسلمان ملت پر حريم د تېري لپاره زمینه مساعده شوه.»

اسلامي امارت له نن پوره ۴۷ کلونه مخکې د ۱۳۵۷ لمريز لېږدیز کال د غویی(ثور) اوومه او ورپسې د افغانستان پرحریم د شوروي اتحاد تېری غندي او د غویی اتمه بیا د هېواد د آزادۍ تاریخي ورځ بولي.
د غویی د اوومې او اتمې تاريخي ورځو په اړه افغانستان اسلامي امارت په نننۍ( د غویی اوومه) خپره شوې خبرپاڼه کې څرګندوي: «د ثور پر اوومه شوروي اتحاد د لښکرو لخوا د وخت د حکومت پرضد نظامي کودتا وشوه او د يو مسلمان ملت پر حريم د تېري لپاره زمینه مساعده شوه.»
د اسلامي امارت د خبرپاڼې له مخې؛ «دا کار د دې لپاره وشو، چې د افغانستان خاوره خپله مستعمره او خلک يې د ځان غلامان وګرځوي او خپله مفکوره پرې تحميل کړي؛ خو د افغانستان آزادي غوښتونکو مسلمانانو پر تش لاس د شلمې پېړۍ د شوروي استعمار خوب رښتيا کېدو ته پرې نښود؛ په ميړانه يې پوره (۱۴) کاله مبارزه وکړه او بالاخره يې د ۱۳۷۱ لمريز لېږدیز کال د غویی پر اتمه خپله آزادي او استقلال تر لاسه کړ.»
د خبر پاڼې له مخې: هغه مهال د افغانستان مظلوم او ځورېدلي خلک خوښ ول، چې د خپل څوارلس کلنې مبارزې د ثمره يې تر لاسه کړه او نور به په وطن کې د آزادۍ، آرامۍ او د خپلې خوښې شرعي نظام تر سيوري لاندې ژوند ته پرېښودل شي؛ خو «څو جاه طلبو او د قدرت تږيو يې يو ځل بيا سپېڅلي آرمانونه د تنظیمي جګړو او خپلمنځي اختلافاتو په اور کې لولپه کړل» او د افغانستان د خلکو سترې هيلې او د سوچه شرعي نظام د راتګ او استحکام اميدونه خاورې شول.
ویل کیږي، چې اوس اسلامي امارت د خپل هېواد د خپلواکۍ د اعادې، وحدت او اتفاق راوستلو، د هرج و مرج له منځه وړلو او شرعي نظام د نفاذ لپاره رامنځتهشوی او خپلهدف ته رسیدلی دی. اوس د دې وخت دې، چې له دې شرعي نظام څخه کلکه ساتنه وشي او د یو باثباته او د اسلامي نظام د لرونکي افغانستان د دوام او قوام لپاره ټول افغانان سره یو موټی او متعهد واوسئ.
تازه خبرونه
په کاناډا کې د ونکوور پر فلیپیني ننداریزو مراسمو د یوه موټر ورختلو مرګ او ژوبله رامنځته کړه
پولیسو په ایکس پاڼه کې د موټر چلوونکی له نیولو خبر ورکړی دی.

پولیسو د یکشنبې پر ورځ ویلي، چې یو موټر چلوونکی د کاناډا په لویدیځ ښار کې د ونکوور د سړک غاړې پر فلیپیني ننداریزو مراسمو خپل موټر وروړ او یو شمېر کسانو ته یې مرګ او ژوبله واړوله.
پولیسو په ایکس پاڼه کې د موټر چلوونکی له نیولو خبر ورکړی دی.
یوه عیني شاهد ویلي، چې پر ګڼه ګوڼه له ورختلو مخکې یې په دې ننداریزه سیمه کې یو تور موټر په بې نظمه حالت کې ولیده.
د وینکوور سان ورځپاڼې ویلي، چې زرګونه خلک په سیمه کې ول.
-
لوبی4 days ago
د افغانستان الف کرکټ لوبډلې د سریلانکا پر وړاندې ماتې وخوړه
-
سیمه ییز خبرونه5 days ago
په هندي کشمیر کې وسلوالو له ۲۰ ډېر سیلانیان ووژل
-
سوداگري3 days ago
د پاکستان او ازبکستان استازو پر افغان – ټرانس پروژې خبرې وکړې
-
سوداگري1 day ago
د کرنې مرستیال وزیر په یوه نندارتون کې د ګډون لپاره ایران ته روان شو
-
د هوا حالاتو بدلونونه4 days ago
یوې ۶.۲ درجې زلزلې استانبول ولړزاوه
-
تازه خبرونه3 days ago
افغان بېسیم د ننګرهار په کوزکوڼر ولسوالۍ کې یو نوی سایټ فعال کړ
-
تازه خبرونه3 days ago
طارق علي بخیت د افغانستان په اړه له جاپاني چارواکو سره وکتل
-
ساینس او ټیکنالوژي4 days ago
چین او روسیه ممکن په سپوږمۍ کې د اټومي انرژۍ بټۍ جوړه کړي