تازه خبرونه

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له ۶۵۰۰ ډېر افغان کډوال پاکستان شړلي

Published

on

(Last Updated On: )

پاکستانيو رسنیو د چارواکو د څرګندونو له مخې څرګنده کړې، چې له تېرو ۲۴ ساعتونو راپدیخوا له پاکستان څخه د بې اسناده افغان کډوالو د نیولو او شړلو په لړ کې ۶۵۸۴ نور افغان کډوال افغانستان ته شړل شوي دي.

د پاکستانيو رسنیو د راپور له مخې؛ د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې په لویه کچه د ناقانونه افغان کډوالو د ایستلو لپاره لنډمهاله ترانزیتي کمپونه جوړ شوي دي.

پاکستان رسمي اعلان وکړ، چې په ټول هېواد کې د بې اسنادو افغان کډوالو لټون کوي.

د اعلان شویو څرګندونو له مخې؛ په پاکستان کې له څلور میلیون ډېر افغان کډوال میشت دي، چې شاوخوا یو میلیون او اووه سوه زره یې د اوسېدو اسناد نه‌لري.

دوه ورځې مخکې د تورخم له لارې ۷۱۳۵ افغان کډوال افغانستان ته را شړل شوي دي.

له دې مخکې د اسلامي امارت د مهاجرینو چارو وزارت د پولو په اړوند خدماتي سیمو کې له ۱۲۰ زره څخه د زیاتو افغان مهاجرینو شتون اعلان کړی و او ویلي یې ول، چې دا ټول له پاکستان څخه پر زوره ایستل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې له پاکستان څخه د مهاجرینو د شړلو د پالیسۍ په اړه د ملګرو ملتونو او د اسلامي امارت د چارواکو غبرګون منفي دی او خلکو هم د پاکستانيو پولیسو پر ناوړه چلند نیوکې کړي او وایي پوځیانو لوټ کړي دي.

Trending

Exit mobile version