تازه خبرونه
په تېرو لس میاشتو کې ۲۵۰ زره افغانان پاکستان ته کډوال شوي

(Last Updated On: )
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ويلي، د ۲۰۲۱ زېږدیز کال له اګست میاشتې راپدیخوا ۲۵۰ زره افغانان پاکستان ته کډوال شوي دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ مرستیالې کیلي کلیمنتس تېره اوونۍ د کډوالو د وضعیت د ارزونې لپاره لومړی کابل ته راغله او بیا یې اسلام اباد ته سفر وکړ.
دغې ټولنې ويلي؛ میرمن کیلي کلیمنتس په اسلام آباد کې د بهرنیو چارو له وزیر او یو شمېر پاکستانيو چارواکو سره په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه خبرې کړې دي.
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د جمعې پر ورځ ناوخته څرګنده کړې، چې دا مهال په پاکستان کې ۱.۳ میلیون راجستر شوي او ۱.۵ میلیون نور ناراجستر شوي افغانان اوسیږي. په داسې حال کې، چې د تېر کال د زمري له ۲۴ / د اګست ۱۵ وروسته ۲۵۰ زره نور هم پرې ورزیات شوي دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ د څرګندونو له مخې؛ د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر بلاول بوټو زرداري او د کډوالو او سرحدونو چارو له وزیر محمد طلحه محمود سره په لیدنه کې د سولې پر اړتیا او د یوه تلپاتې حل په اړه خبرې کړې دي.
پاکستانيو چارواکو ژمنه کړې، چې د افغان کډوالو ماشومانو ته به د زیږون کارتونه او د زدکړو زمینه هم برابره کړي.
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له پاکستان غښتي، چې په دغه هېواد کې د افغان کډوالو په اړه پخپلو ژمنو عمل وکړي او ورته یې د نړیوال ملاتړ غوښتنه هم وکړه.
هغې ویلي، افغانان باید وویني، چې دوی یوازې ندي او نړیواله ټولنه د دوی تر څنګ ولاړه ده او د کډوالو د ځای پر ځای کولو په برخه کې د پاکستان د ژمنې ستاینه کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د تېر حکومت له سقوط او د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته یو شمېر افغانان د پاکستان په ګډون ایران، امریکا او ځینو اروپايي هېوادونو ته کډوال شول.