تازه خبرونه
په تېرو شپږ میاشتو کې د ۵۰۰۰۰ افغان ټپیانو درملنه شوې – د سره صلیب راپور

په افغانستان کې د سره صلیب کمېټې په خپل یوه تازه راپور کې په ډاګه کړې، چې له تېرو شپږ میاشتو راپدیخوا د پنځوس زره ټپیانو درملنه شوې ده.
په هېواد کې د جګړو له کبله د ملکي ځاني زیانونو له زیاتوالي سره سم د سره صلیب نړیوالې کمېټې په خپل یوه تازه راپور کې څرګنده کړې، چې په تېرو شپږ میاشتو کې يې د نږدې پنځوس زره ملکي وګړیو درملنه کړې او دا هغه کسان دي، چې په جګړو کې ټپیان شوي.
دې بنسټ په خپل یوه تازه راپور کې افغانستان یو له خطرناکو هېوادونو نومولی دی.
په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې د ویاند مرستیال حمیدالله حسن زاده ویلي؛ افغانستان یو له هغو خطرناکو هېوادونو څخه دی، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون په کې ملکي ځاني زیانونه ډېر دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ هره ورځ په افغانستان کې د جګړو له کبله نږدې دوه سوه تنه ټپیان کېږي، چې بیا بېړنۍ درملنې ته اړتیا پیدا کوي.
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د جګړې له اړخونو غواړي، چې د نښتو پرمهال د ملکي خلکو ژوند ته پوره پاملرنه وکړي.
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د رسنیو مشر ذبیح الله فرهنګ هم په جګړو کې د ملکي تلفاتو اوښتل د اندېښنې وړ بولي او د جګړو له اړخونو غواړي، چې له ملکي کسانو قرباني وانخلي.
سره صلیب په داسې حال کې ملکي تلفات د اندېښنې وړ ښودلي، چې تېره ورځ مازیګر مهال د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې پر یوه کور د هاوان مرمۍ د لګېدو له کبله پېنځه ماشومان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
د دې ولایت چارواکو يې پړه پر طالبانو اچولې؛ خو طالبانو تراوسه په دې اړه څه ندي ویلي.