تازه خبرونه

په تېرو دوه ورځو کې له ۳۰۰ ډېر افغان کډوال له ترکیې جبري وایستل شول

د دغه وزارت د څرګندونو له مخې؛ دغه کډوال په استانبول کې مېشت ول او ځینو یې اسناد هم درلودل.

Published

on

(Last Updated On: )

د کډوالو او راستنېدونکیو چارو وزارت څرګنده کړی، چې په تېرو دوه ورځو کې ۳۲۵ افغان کډوال له ترکیې څخه جبري ویستل شول او بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي.

د دغه وزارت د څرګندونو له مخې؛ دغه کډوال په استانبول کې مېشت ول او ځینو یې اسناد هم درلودل.

د مهاجرینو او راستنېدونکیو چارو وزارت مرستیال عبدالرحمن راشد په کابل هوايي ډګر کې د راستنېدونکیو کډوالو د ښه راغلاست پرمهال ویلي، چې دغه وزارت به د افغان مهاجرینو د ستونزو د حل لپاره د ترکیې له حکومت سره اړیکه ونیسي.

ویل کیږي، چې د مهاجرت نړیوالې ټولنې له هر راستانه شوي مهاجر سره ۱۵۰ یورو مرسته کړې ده.

Trending

Exit mobile version