Connect with us

سوداگري

په تېرو دوه اوونیو کې ۶۹۸ ټنه وچه میوه صادره شوې – اسلامي امارت

خپور شوی

د

(Last Updated On: ليندۍ ۱, ۱۴۰۰)

د افغانستان اسلامي امارت د ویاند مرستیال په ډاګه کړی، چې د روان کال په وروستیو دوه اوونیو کې (۶۹۸) مټریک ټنه وچه میوه له افغانستان څخه اروپايي هېوادونو، آسیا، آمریکا او آسترالیا ته صادره شوې، چې ۵۸۵ ټنه یې ممیز دي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال احمدالله وثیق ویلي؛ يادو هېوادونو ته په ټوليزه توګه د ٦٩٨ مټريک ټنه وچې مېوې صادر شوي، چې ٥٨٥ مټريک ټنه يې مميز دي.

احمدالله وثیق له افغانستان څخه بهر د وچې میوې صادرول د هېواد د اقتصادي ودې لپاره مهم ګام وباله او وایي، چې د افغانستان صادرات اوس تر بل هر وخت ډېر لوړ شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو چارواکو په دې وروستیو کې خبرداری ورکړی؛ که د افغانستان بانکي سیستم ته لازمې مرستې ور نکړ شي، ښايي په راتلونکیو میاشتو کې د افغانستان بانکي سیستم له سقوط سره مخ شي.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (یو ان ډي پي) دوشنبې پر ورځ ( د تلې لومړۍ) یو درې مخیز راپور خپور کړ، چې په کې د افغانستان د بانکي سیستم له احتمالي سقوط خبر ورکوي او د افغان بانکونو د ملاتړ لپاره د بېړنیو نغدي مرستو غوښتنه کوي.

د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام د راپور له مخې؛ د افغانستان د بانکي سیستم د احتمالي سقوط پایلې به ډېرې ښې نه وي.

په راپور کې ویل شوي: اقتصادي لګښت د بانکدارۍ سیسټم کمزوری کوي او په پایله کې به یې منفي ټولنیز اغېز پراخه وي.

دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت کنګل شوې پولي زیرمه ولسي او د خلکو بولي او د ملي سوداګرو د اقتصادي هڅو لپاره یې د آزادولو غوښتنه کوي او څرګندوي، چې حکومت ترې بله ګټه پورته کولی نشي.

سوداگري

ماليزيايي پانګوال دې په افغانستان کې پانګونه وکړي – عزيزي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۳)

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي نورالدین عزیزي د مالیزیا د بهرنیو چارو، دفاع، کورنیو چارو وزارتونو او د افغانستان لپاره د دې هېواد د لومړي وزیر د دفتر له استازې ډاکټرې شازلینا بنت زین العابدین سره وکتل.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ويلي؛ په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا، د دواړو لوریو دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو کنفرانس، د افغانستان او مالیزیا تر منځ د سوداګرۍ توازن او د افغانستان د محصولاتو لکه غالۍ، پنبه او کاني ډبرو لپاره بازار موندلو خبرې شوې دي.

ویل کیږي، چې په دې لیدنه کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي په افغانستان کې د سیمې د هېوادونو د پانګونې پر زیاتوالي ټینګار کړی او د مالیزیا له پانګوالو غوښتل شوي، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

Continue Reading

سوداگري

د اوسپنې پټلۍ له لارې ترکیې ته د افغانستان صادرات پیل شول

Published

on

(Last Updated On: غویی ۳, ۱۴۰۳)

د افغانستان کورنیو چارو وزارت ويلي، چې ترکیې ته د افغانستان صادرات د هرات – خواف د اوسپنې پټلۍ له لارې پیل شوي دي.

یاد وزارت په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې ترکیې ته د افغانستان صادرات د هرات- خواف اوسپنې پټلۍ له لارې په ارامه فضا کې پیل شول.

د کورنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې د یوې میاشتې لپاره به هره ورځ یو ریلګاډی او له هغې وروسته به هره ورځ دوه هغه حرکت ولري.

د کورنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ امنیت د عامه ساتنې ملي ادارې د امنیتي ساتونکیو له‌خوا خوندي کیږي.

د خواف- هرات ریل پټلۍ پروژه نه یوازې دا، چې ایران او افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې نښلوي، بلکې د چین، ازبکستان، افغانستان، ایران، ترکیې او اروپا ترمنځ دوه زره کیلومټره دهلیز هم بشپړوي.

همدا راز افغانستان د نړۍ ازادو اوبو ته له لاس‌رسي پرته په وچه کې د پروت هېواد په توګه د ایران د اوسپنې پټلۍ او د ایران د سویلي بندرونو له لارې اروپا ته خوندي لار مومي.

ویل کیږي، چې دا د اوسپنې پټلۍ د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ لپاره ستراتیژیکه لار ده او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ۶ میلیون ټنو مالونو د لیږد وړتیا رامنځته کوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په بیجینګ کې د چین او افغانستان درېیمه اقتصادي ناسته تر سره شوه  

Published

on

(Last Updated On: وری ۳۰, ۱۴۰۳)

په بیجينګ کې د افغانستان اسلامي امارت او د چين ولسي جمهوريت د بهرنيو چارو وزارتونو د اړوند سياسي څانګو پر مشرۍ د بشري مرستو او اقتصادي بيارغونې پر ميکانيزمونو درېيمه ناسته ترسره شوه.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې په دې ناسته کې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت پر استازیو سربېره د صنعت او سوداګرۍ، کانونو او پټروليم، د کډوالو او بېرته راستنېدونکیو چارو او د طبيعي پېښو پر وړاندې د امارت وزارت استازو ګډون کړی و.

دغه راز په دې ناسته کې د چين د سوداګرۍ، طبيعي سرچينو، د چين نړيوالې پراختيايي ادارې او نړيوالې همکارۍ ادارو استازو هم برخه اخیستې وه.

د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې ناسته کې له تېرو دوه نيمو کلونو راپدیخوا د طبيعي پېښو، جبري راستانه شویو کډوالو او روغتيا په برخه کې د مرستو پر میکانیزمونو بیا کتنه وشوه.

 افغان پلاوي د چين د مرستو د ګټورتوب لپاره خپل وړانديزونه او سلا مشورې چينايي اړوند لوري ته وړاندې کړل.

چينايي لوري ژمنه کړې، چې له افغانستان سره به د چين بشري مرستې د افغان لوري د اړتياوو او لومړيتوبونو له پام کې نيولو سره تنظيم کړي. دغه راز به له افغانستان سره د جبري راستانه شویو کډوالو د مېشتېدو په برخه کې د چين د سل میلیون يوانو په مرستو کې د افغان لوري وړانديزونه هم په پام کې ونيول شي.

د چين سره صليب ټولنې ژمنه کړې، چې په چين کې به د افغان ماشومانو د زړه ناروغيو د درملنې د بيا پيل زمينه هم برابره کړي.

د عبدالقهار بلخي د څرګندونو له مخې؛ د افغانستان د اقتصادي بيارغونې ميکانيزم په چوکاټ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پر زياتوالي په ځانګړي توګه چين ته د زیاتو افغان توکو د صادرولو د زمينې برابرولو، وړتیا لوړونې او په افغانستان کې د کانونو او معاصرې سوداګرۍ په برخه کې د چين د پانګونې د فرصتونو په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې.

دواړو لوريو چين ته د افغانستان د جلغوزو له صادراتو وروسته د انارو د صادراتو زمينې د برابرولو د هرکلی ترڅنګ په افغانستان کې د نفتو د استخراج کچې لوړولو او د لوګر مس عینک کان د استخراج د پيلولو په برخه کې د وروستيو پرمختګونو په اړه خبرې وکړې او ټينګار وشو، چې د چارو د چټکتيا پر طرحو به غور وشي.

افغان لوري د چين پر ملاتړ د افغانستان د حکومت په ګڼو وزارتونو او ادارو کې د ملکي مامورينو د وړتیا لوړونې لپاره له روزنيزو پروګرامونو او افغانانو ته د سکالرشپونو د لړۍ له پراخولو هرکلی وکړ.

ویل کیږي، چې په دې ناسته کې د واخان اقتصادي دهلیز د اهميت او احتمالي ګټو او د دې کوريډور د پرانيستو پر امکاناتو هم بحثونه شوي دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!