تازه خبرونه
په تېره اوونۍ کې ۶۸ ولسي وګړیو ته مرګ و ژوبله اوښتې- د افغانستان ملي امنیت شورا
د افغانستان ملي امنیت شورا ويلي، چې په تېره اوونۍ کې د وسلوالو طالبانو په بریدونو کې درویشت ولسي وګړي وژل شوي او پېنځه څلوېښت نور ټپیان دي.
د افغانستان ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل ويلي؛ وسلوالو طالبانو خپلو بریدونو او جګړو ته زور ورکړی، چې په کې ولسي وګړیو ته ځاني زیانونه اوښتي دي.
د دغې شورا د معلوماتو له مخې؛ په تېره اوونۍ کې وسلوالوطالبانو په شپاړس ولایتونو کې دوه سوه څلور اتیا بریدونه کړي، چې په کې د کابل، ننګرهار، کندهار، پکتیا، تخار، بغلان او هرات ولایتونو ولسي وګړیو ته ډېره مرګ و ژوبله اوښتې ده.
د دغې شورا د معلوماتو له مخې؛ دا مرګ و ژوبله په شپاړس ولایتونو کې ولسي وګړیو ته اوښتې ده. طالبانو تر اوسه د ملي امنیت شورا دغو څرګندونو ته غبرګون ندی ښودلی.
له بلې خوا په پلازمېنه کابل کې د مقناطیسي یا نښلیدونکیو ماینونو چاودنو ښاریان سخت اندېښمن کړي دي.
د امنیتي سرچینو د معلوماتو له مخې؛ یوازې په کابل کې له تېرې یوې اوونۍ راپدیخوا لس مقناطیسي ماینونه چاودلي دي.
کابل ښاریان له حکومت او طالبانو غواړي، چې د جګړې او بریدونو پر وخت د ولسي وګړیو ژوند ته پاملرنه وکړي.
پخواني پوځي کارپوهطاهر عظیمي ويلي، چې تیت او پرک جګړې زیاتره وخت د ولسي وګړیو مرګ و ژوبله رامنځته کوي.
د نوموړي په باور تر اوسه طالبانو او افغان دولت د ولسي وګړیو د خوندیتوب لپاره اساسي ګامونه، ندي پورته کړي.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د رسنیو مشر ذبیح الله فرهنګ هم په تیره یوه میاشت کې د ولسي وګړیو مرګ و ژوبله زړه بوږنوونکې بولي او له ښکېلو خواوو غواړي، چې د جګړې پر وخت نړیوال قوانین او بشري حقونه په پام کې ونیسي.
که څه هم په دې وروستیو کې د سولې او افغانانو د خپلمنځي خبرو لپاره طالبانو د ۱۰۰۰ حکومتي زندانیانو خوشې کول روان ساتلی؛ خو حکومت له نږدې حلورنیم زره بندیانو له خوشې کولو وروسته د ځينو زندانیانو خوشې کول درولي او له همدې کبله د دواړو خواوو ترمنځ جګړه توده روانه ده.