ځانګړي رپوټونه
په تورخم کې هره ورځ ۲۰ میلیون افغانۍ فساد کیږي
ولسي استازي وايي، چې د ننګرهار ولایت په تورخم کې هره ورځ و شپه شل میلیون افغانۍ فساد کیږي.
د ننګرهار ولایتي شورا مرستیال لال محمد دُرانی وايي، چې په تورخم کې هره ورځ د حکومتي ادارو مسوولین شل میلیون افغانۍ فساد کوي او برخه یې ان تر پلازمېنې کابل رسيږي.
د ګمرک له خوا په تورخم کې ګومارل شوی مامور، چې رسمیت هم نه لري له هرموتره په زور ۱۰۰ یا ۲۰۰ افغانۍ اخلي.
له دې لږ وړاندې په د ملي امنیت د مسوولینو په نوم د نامسووله اشخاصو په لاس هم ناقانونه پیسې اخستل کیږي، چې هیڅ راز اسناد نه لري.
په یو شمېر ولاړو موترو کې زړې اوسپنې بار دي او د سرحدي پولیسو له څلور پوستو راتېرې شوي دي.
مسوولین وایي، دا له کباړ ډک موتر په داسې حال کې نیول شوي، چې غوښتل یې له پولې واوړي.
موترچلوونکي وايي، سرحدي پولیس د دې هرڅه په بدل کې څو ځایه پیسې اخلي او بیا د تګ اجازه ورکوي.
آریانا نیوز خبریال رحمت الله زیارمل د ادعاوو په اړه د ثبوت پیدا کولو هڅه وکړه؛ خو ډېر ژر د سرحدي پولیسو مسوولینو د کمیسارۍ مخې ته لار بنده او کمره ترې واخیستل شوه او څو ساغته یې له ځان سره په زور وساتل او تورخم ته د راتلو پوښتنې ترې وشوې دي.
په تورخم کې موتر چلوونکي زمونږ خبریال ته هغه ویدیو هم ورکړې، چی په کې د تورخم د دروازې په خوله کې سرحدي پولیس له موترچلوونکي پیسې اخلي.
د ولایتي شورا غړي وایي، د تورخم په فساد کې سرحدي پولیس، ګمرک، ترانسپوټ، ښاروالۍ ، د لویو موترو اتحادیه،د ترازو مسوولین، د ګمرک پولیس او ځیني زوراکي ونډه لري.
د ولایتي شورا غړی اجمل عمر وايي، ولس او خلکو ته ډاډ ورکوو، چې د دغه فساد مخه به ډېر ژر ونیول شي.
د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی تورخم کې په حکومتي ادارو کې فساد نه ردوي؛ خو وايي، ولایتي ادارې یې د مخنیوي هڅې کوي.
د تورخم د ګمرک د مامورینو د فساد په اړه د ګمرک مسوولین له ډېرو جزیاتو له ورکولو پرته وايي، اوس فساد ورک شوی دی.
د سرحدي پولیسو قومندانۍ په دې اړه له څه ویلو ډه ډه وکړه.
دلته خلک وایي، په دې ټولو مسایلو کې له دې ځایه نیولې ان تر ارګه پورې د چارواکو لاس دی؛ ځکه، نو د اصلاحاتو لپاره ګام نه پورته کیږي.
خبریال رحمت الله زیارمل
ځانګړي رپوټونه
د پوهنې وزارت له پخواني مرستیال آصف ننګ سره ځانګړې مرکه
ځانګړي رپوټونه
د تېر حکومت د ولسي جرګې له غړي کمال ناصر اصولي سره ځانګړې مرکه
ځانګړي رپوټونه
په سیاسيٍ چارو کې د اشرف غني له پخواني استازي اکرم خپلواک سره ځانګړې مرکه
-
نړۍ3 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
تازه خبرونه18 hours ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
تازه خبرونه3 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
لوبی2 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
سیمه ییز خبرونه1 day ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ
-
تازه خبرونه3 days ago
چینایي سوداګر کابل ته د پنجشېر اوبو لیږدولو په پروژه کې پانګونې ته لیوالتیا لري
-
نړۍ16 hours ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
لوبی16 hours ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ