Connect with us

ساینس او ​​ټیکنالوژي

په تویتر کې د سیاسي خبرتیاوو بندیز لرې شو

خپور شوی

د

تویتر د خپلې پخوانۍ پالیسۍ پر بدلولو څرګنده کړې، چې له دې وروسته تویتر سیاسي اعلاناتو ته اجازه ورکوي.

د راپورونو له مخې تویتر ویلي، چې دوی به په امریکا کې د هیله بښونکیو خبرتیاوو لپاره خپله خبرتیایي پالیسي نرمه او دغه راز به له تلویزیوني او نورو رسنیزو خبرتیاوو سره د سیالۍ ډګر ته راودانګي.

تویتر په ۲۰۱۹ کال کې پر سیاسي اعلاناتو بندیز ولګاوه او له هغه وروسته یې د ټولنیزو شبکو اړوند اعلانونه محدود کړل او د فیسبوک په څېر نورې ټولنیزې رسنۍ هم د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو په اړه په خپلو پالیسیو کې د ناسمو معلوماتو د خپرولو له کبله تر نیوکې لاندې راغلې.

د تویترد هغه وخت اجرائیوي مدیر جیک دورسي د دې پرېکړې د اعلان په وخت کې ویلي وه: مونږ باور لرو، چې سیاسي پیغام باید پخپله د اوریدونکیو د نظرونو د جذبولو وړتیا ولري، نه دا، چې هغه واخیستل شي.

له هغه وخته، چې ایلان ماسک تویتر اخیستی؛ یو لړ ډېر محدودیتونه یې لرې کړي او اړوند هڅې ورسره پراخه شوې دي.

ساینس او ​​ټیکنالوژي

ټیک‌ټاک د یو څه وخت لپاره په امریکا کې د پاتې کېدو ارزښت لري – ډونالډ ټرمپ

رویټرز لیکلي، چې د ډونالډ ټرمپ دا څرګندونې یو له قوي پیغامونو څخه دی، چې هغه د امریکا له بازار څخه د چینایي ټولنیز پلیټ فارم د احتمالي وتلو مخالف دی.

Published

on

د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې پر ورځ ( د لیندۍ دوه‌یمه) ویلي، چې په ​​​​امریکا کې ټیکټاک ته تر یو وخته لېواله دی.

رویټرز لیکلي، چې د ډونالډ ټرمپ دا څرګندونې یو له قوي پیغامونو څخه دی، چې هغه د امریکا له بازار څخه د چینایي ټولنیز پلیټ فارم د احتمالي وتلو مخالف دی.

د امریکا سنا د روان کال په اپریل کې یو قانون تصویب کړ، چې بایټډانس ته د ټیک ټاک د مور خطاب کېږي؛ د ملي امنیت د اندېښنو له کبله به د دغه ټولنیز پلیټ فارم مالکیت امریکایانو ته وسپاري.

د ټیک ټاک مالکین د دې قانون د لغو کولو غوښتونکي دي او د امریکا سترې محکمې د دې قضیې په اړه موافقه کړې ده؛ خو که محکمه د بایټډانس په ګټه رای ورنکړي، دا اپلیکیشن به د راتلونکي کال د جنوري پر نولسمه د ټرمپ له راتګه یوه ورځ  بند شي.

اوس دا څرګنده نده، چې ډونالډ ټرمپ به څنګه د ټیک ټاک د بندېدو امر بېرته واخلي، چې په سنا کې په پراخه کچه تصویب شوی دی.

د دوشنبې پر ورځ ټرمپ د ټیک ټاک له اجرائیوي رییس سره هم وکتل. له دې غونډې وروسته او په همدې ورځ یې په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې په دې اپلیکیشن کې د هغه د ټاکنیز کمپاین د بریالیتوب لپاره ټیک ټاک غوره رول ولوباوه.

د امریکا عدلیې وزارت استدلال کړی، چې ټیک ټاک د چین ملکیت او د امریکا ملي امنیت ته ګواښ دی؛ دا یو داسې دریځ دی، چې د امریکا قانون جوړوونکي ترې ملاتړ کوي.

Continue Reading

ساینس او ​​ټیکنالوژي

ایران خپلې دوه سپوږمکۍ د ځمکې مدار ته واستولې

د کاظم جلالي د څرګندونو له مخې؛ دا سپوږمکۍ د ځمکې په مدار کې ځای پر ځای شوي دي.

Published

on

په روسیه کې د ایران سفیر کاظم جلالي ویلي، چې نن سهار ( د لړم پېنځلسمه) ایران هدهد او کوثر نومې دوه سپوږمکۍ د روسیې د ختیځ له وستوچني پوځي مرکز څخه د سیوز سپوږمکۍ‌لېږدوونکي توغندي پواسطه فضا ته واستولې.

د کاظم جلالي د څرګندونو له مخې؛ دا سپوږمکۍ د ځمکې په مدار کې ځای پر ځای شوي دي.

د راپورونو له‌مخې؛ ایران له دغو سپوږمکیو څخه د توغندیو د ویشتلو پر مهال د اهدافو په نښه کولو کې کار اخلي، چې لویدیځ په ځلونو د ایران له دغه ډول ازمایښتونو اندېښنه په ډاګه کړې ده.

ویل کیږي، چې تېره ورځ د ایران مذهبي مشر پر اسرائیلو د بې سارو، ویجاړوونکيو او خونړیو بریدونو  ګواښ کړی و.

Continue Reading

ساینس او ​​ټیکنالوژي

روسیې ګوګل د نړۍ له ټولو پیسو څخه ډېر جریمه کړ

د بهرنیو رسنیو د څرګندونو له مخې؛ دا جریمه په ۲۰۲۰ ز، کال کې له یوې محکمې سره تړاو لري، چې د یوټیوب په ټولنیز شبکه کې د روسیې Tsargrad چینل د بندولو له کبله جوړه شوې وه.

Published

on

د دې جریمې د کچې ښکاره کولو لپاره باید وویل شي، چې د نړیوال بانک د اټکل له مخې د نړۍ ناخالص کورني تولید (GDP) څه باندې سل زره میلیارډ ډالر دی، چې د دې جریمې پر پرتله ډېر کم شمېر دی؛ ځکه، نو ګوګل باید روسیې ته د ځمکې له ټولو پیسو څخه ډېره جریمه ورکړي.

د بهرنیو رسنیو د څرګندونو له مخې؛ دا جریمه په ۲۰۲۰ ز، کال کې له یوې محکمې سره تړاو لري، چې د یوټیوب په ټولنیز شبکه کې د روسیې Tsargrad چینل د بندولو له کبله جوړه شوې وه.

دا محکمې څلور کاله روانه وه او د دې دوسیې په بهیر کې د یادې شوې جریمې کچه محاسبه شوې ده.  sargrad  چینل په یوټیوب کې د هغه د بنسټوال پر وړاندې د امریکا د بندیزونو له مخې بند شوی و.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!