تازه خبرونه
په ترکیه کې پولیسو شاوخوا ۱۰۰ افغان کډوال ونیول

ترکي رسنیو څرګنده کړې، چې د دې هېواد پولیسو د رزانجان ښار د ترجان په لویه لار کې له یوې لارۍ څخه ۹۹ افغان کډوال نیولي دي.
د راپورونو له مخې، د دغو عملیاتو په بهیر کې درې کسان د “انساني قاچاق” پر تور نیول شوي دي.
ترکي رسنیو لیکلي، چې دغو کسانو د ترکیې د اوسیدو رسمي اسناد نه درلودل.
د راپورونو له مخې؛ نيول شوي کسان له قانوني چلند وروسته د اړوند ښار د مهاجرينو رياست ته وسپارل شول.
د يادونې ده، چې ترکي چارواکو اعلان کړې، چې په ټول هېواد کې د کډوالو د رادننهکېدو، نيولو او شړلو لپاره عمليات روان ساتل شوي دي.
تازه خبرونه
اطاعت او احترام په اسلامي امارت کې یو ذاتي اصل دی- ملا برادر
ملا عبدالغني برادر په کابل کې د عزیزي ګروپ د ځینو پروژو د پرانېستې په مراسمو کې زیاته کړه، چې د اسلامي امارت تمرکز د شریعت پر تطبیق او د هېواد پر آبادۍ دی.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ويلي، چې اطاعت او احترام د اسلامي امارت یو ذاتي اصل دی، چې په هر حالت کې به دوام وکړي.
ملا عبدالغني برادر په کابل کې د عزیزي ګروپ د ځینو پروژو د پرانېستې په مراسمو کې زیاته کړه، چې د اسلامي امارت تمرکز د شریعت پر تطبیق او د هېواد پر آبادۍ دی.
ملا برادر له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې له افغانستان سره دې مثبت تعامل وکړي؛ ځکه د سیاسي او اقتصادي فشارونو کارول د هیڅ لوري پر ګټه ندي او کومه پایله به هم ورنکړي.
برادر زیاته کړې؛ د نړۍ تاریخ ثابته کړې، چې فشارونو هیڅکله تعامل او اریکو ته لار اواره کړې نده، بلکې ملتونه او هېوادونه یې نور هم بېل کړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ملي دفاع وزارت چارسمبالی (سرپرست ) محمد یعقوب مجاهد هم ولي؛ اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره په هغو مواردو کې تعامل ته چمتو دی، چې د ملي ګټو پر ضد نهوي.
تازه خبرونه
له طالبانو وروسته فکر یو خوب او خیال دی – فصیح الدین فطرت
فصیح الدین فطرت په کابل کې د سردار محمد داوود خان په ۴۰۰ بستریز روغتون کې د نویو روغتیايي څانګو د پرانستې په مراسمو کې د اسلامي امارت له مخالفانو وغوښتل، چې افغانستان ته راشي او خپلې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.

د اسلامي امارت د وسلوال پوځ لوی درستیز د ویانا غونډې ته په غبرګون کې ويلي؛ هغه کسان، چې له افغانستان څخه تښتيدلي او په خپلو غونډو کې له «طالبانو وروسته» افغانستان په اړه فکر کوي؛«یو خوب او محال» دی.
فصیح الدین فطرت په کابل کې د سردار محمد داوود خان په ۴۰۰ بستریز روغتون کې د نویو روغتیايي څانګو د پرانستې په مراسمو کې د اسلامي امارت له مخالفانو وغوښتل، چې افغانستان ته راشي او خپلې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.
فطرت زياته کړې: “دوى دې هم د افغانستان دننه راشي. دوی ته بلنه ورکړ شوې. الحمدلله افغانستان نن په بشپړ امنیت کې دی.”
له بلې خوا د ملي دفاع وزارت چارسمبالي (سرپرست ) هم ویلي، چې دوی هم غواړي د نړیوالې ټولنې تر څنګ ژوند وکړي او نه غواړي، چې بیا د هېواد د اشغال زمینه برابره شي.
محمد یعقوب مجاهد ویلي؛ اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره په هغو مواردو کې تعامل ته چمتو دی، چې د ملي ګټو پر ضد نهوي.
هغه زیاتوي؛ د خلکو ستونزې باید په داسې ډول حل شي، چې “نه سیخ وسوځي او نه کباب.”
مجاهد وايي: “خدای مه کړه؛ داسې ونشي، چې د یوې ستونزې پر حل څلور یا پېنځه نورې ستونزې رامنځته کړو.”
تازه خبرونه
د جرمونو په نړیواله محکمه کې د افغانستان غړیتوب بې اعتبار دی – اسلامي امارت
اسلامي امارت نن (پنجشنبه د کب دوهیمه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د جرمونو نړیوالې محکمې د عدالت او انصاف پر ځای د سیاسي غوره توبونو پر بنسټ عمل کړی دی.

د افغانستان اسلامي امارت څرګنده کړې: د جرمونو په نړیواله محکمه کې د افغانستان غړیتوب، چې په پخواني حکومت کې ترلاسه شوی و؛ هیڅ راز حقوقي اعتبار نلري.
اسلامي امارت نن (پنجشنبه د کب دوهیمه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د جرمونو نړیوالې محکمې د عدالت او انصاف پر ځای د سیاسي غوره توبونو پر بنسټ عمل کړی دی.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې: “په ډېرو هېوادونو کې د افغانستان په ګډون په میلیونونه بې ګناه خلک، چې ډېری یې ښځې، ماشومان او په ټولیزه توګه ملکي وګړي دي؛ ځپل شوي او وژل شوي، خو دا “محکمه” د دې پراخو ظلمونو په اړه چوپه خوله پاتې شوې ده.”
د خبرپاڼې له مخې: “پورته ذکر شوی جوړښت د نیواکګرو او د هغوی د ملګرو په اړه هیڅ پوښتنه یا یادونه نده کړې، چې د افغانستان د عامو خلکو پر وړاندې یې جنګي جرمونه کړي او په پایله کې یې کلي، تعلیمي مرکزونه، جوماتونه، روغتونونه او د واده مراسم په بشپړه توګه ویجاړ؛ ښځې، ماشومان، زاړه خلک او حتا په زرګونه بندیان لاستړلي شهیدان شوي، چې نه یې پوښتنه کړې او نه د دوی د ظالمانه کړنو مخه نیول شوې ده.”
اسلامي امارت څرګنده کړې، چې د نړۍ ډېري لوی هېوادونه د دې محکمې غړي ندي او د افغانستان غړیتوب، چې “تل د اشغال او استعمار لخوا ځپل شوی” نا اړین دی.
-
تازه خبرونه2 days ago
پاناما له امریکا څخه د مهاجرینو یوه ایستل شوې ډله د ډارین ځنګل ته لیږدول
-
لوبی4 days ago
محمد نبي له خپل زوی سره د لویانو په ملي لوبډله کې د لوبې کولو هیله من شو
-
تازه خبرونه3 days ago
امریکا ته د افغان کډوالو د لېږد او بیا میشتېدنې دفتر تړل کیږي
-
تازه خبرونه4 days ago
د افغانستان اقتصادي بیا رغونه کمزورې ده – نړیوال بانک
-
تازه خبرونه3 days ago
د افغانستان سفارت په اسلامآباد کې د افغانانو د جبري ایستلو له امله پر پاکستان نیوکه وکړه
-
نړۍ3 days ago
امریکا او روسیې د ډیپلوماټیکو ماموریتونو پر بیا پیلولو هوکړه وکړه
-
نړۍ2 days ago
که ډیکټاټور زیلینسکي د سولې هڅه ونکړي اوکراین به له لاسه ورکړي – ټرمپ
-
تازه خبرونه2 days ago
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت له افغان کډوالو سره ناوړه چلند رد کړ