سیمه ییز خبرونه
په ترکیه او سوریه کې د زلزلې له ویجاړیو ۴۱ زره کسان مړه او ۹ ژوندي پاتې دي

رویترز راپور ورکړی، چې د سې شنبې پر ورځ په ترکیه کې له دوه مرګونو زلزلو څخه یوه اوونۍ وروسته نهه ژوندي پاتې شوي کسان له ویجاړیو راوویستل شول.
له دغه رامنځته شوي طبیعي ناورین څخه په ترکیه او ګاونډ هېواد سوریه کې د مړینو شمېر له ۴۱۰۰۰ څخه ډېر دی او د دواړو هېوادونو ښارونه یې ویجاړ کړي او ډېري ژوندي پاتې شوي کسان یې د ژمي په یخنۍ کې بې کوره کړي دي.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د فبرورۍ پر شپږمه د ۷.۸ درجې زلزلې په اړه په لومړني غبرګون کې ستونزې منلې؛ خو ویلي یې دي، چې وضعیت اوس تر څارنې لاندې دی.
اردوغان په انقره کې د تلویزیوني وینا پر مهال ویلي: مونږ نه یوازې په خپل هېواد کې، بلکې د بشریت په تاریخ کې له سترو طبیعي پېښو سره مخ یوو.
یوه مرستندویه څرګنده کړې؛ په هغو کسانو کې، چې د سې شنبې پر ورځ د قهرمان مراس ولایت له یوه اپارتمان بلاک څخه را ایستل شوي دوه وروڼه دي، چې ۱۷ او ۲۱ کاله عمرونه لري.
دغه راز په انتاکیا کې یو سوریایي سړی او ځوانه ښځه له ۲۰۰ ساعتونو وروسته ژغورل شوي دي.
د ملګرو ملتونو چارواکو ویلي، چې د ژغورنې پړاو مخ پر پای ته رسیدو دی؛ هڅې اوس پر سرپناه، خواړو او ښوونځیو راڅرخي.
په اروپا کې د نړیوالې روغتیا ټولنې رییس هانس هنري پی کلوګه ویلي: اړتیاوې خورا سترې دي؛ هر ساعت ډېریږي. په دواړو هېوادونو کې شاوخوا ۲۶ میلیون خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.
رویترز راپور ورکړی، چې په ترکیه او سوریه کې کورنیو ویلي، چې دوی او د دوی ماشومان له زلزلې وروسته له رواني ناروغیو سره مخ دي.
دغه راز د ملګرو ملتونو د مرستو لومړی کاروان له ترکیې څخه د باب السلام پر نوم د نوې پرانیستل شوې لارې څخه د سوریې شمال لویدیځ د یاغیانو تر ولکې لاندې سیمې ته داخل شو.
د سوریې ولسمشر بشار الاسد د دوشنبې پر ورځ هوکړه وکړه، چې د ملګرو ملتونو مرستې له ترکیې څخه د دوه نورو سرحدي پولو له لارې داخلې شي.
ملګرو ملتونو ویلي، چې په سوریه کې د زلزلې له کبله شاوخوا نهه میلیون خلک اغېزمن شوي؛ ځکه، نو دوی د ۴۰۰ میلیون دالرو مرستې غوښتنه پیل کړې.
رویترز راپور ورکړی، چې روسیې په ترکیه او سوریه کې د لټون او ژغورنې کار پای ته رسولی او د وتلو لپاره چمتووالی نیسي.
اردوغان ویلي، د ترکیې د مړه شویو کسانو شمېر ۳ سوه ۵۳ زره ۴۱۸ کسان دي او له ۲،۲ میلیون ډېرو خلکو زیانمنې سیمې پریښي او په سلګونه زره ودانۍ د اوسېدو وړ ندي.
د رویترز ویلي، د سوریې د دولتي رسنیو او د ملګرو ملتونو د یوې ادارې د راپور له مخې په سوریه کې له ۵۸۱۴ ډېر کسان مړه شوي دي.
سیمه ییز خبرونه
مصر د غزې د اوربند د بیا پیل لپاره نوی وړاندیز وکړ
د فلسطین روغتیايي چارواکو اعلان کړی، چې له تېرو ۲۴ ساعتونو راپدېخوا د اسرائیلو په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۶۵ کسان وژل شوي دي.

مصر د غزې د اوربند د بیا پیلولو لپاره یو نوی وړاندیز وړاندې کړ، چې په کې د یرغمل شویو کسانو خوشې کول او د اسرائیلو د پوځ وتل رانغاړي؛ خو اسرائیلو تر اوسه په دې اړه څه ندي ویلي.
امنیتي چارواکو رویټرز ته ویلي، چې مصر د غزې د اوربند د تړون د بیا پیلولو لپاره یو نوی وړاندیز وړاندې کړی دی. دا وړاندیز د مارچ پر اتهلسمه د اسرائیلو لخوا د حماس وسلوالو پر وړاندې د هوايي او ځمکنیو عملیاتو له پیل وروسته د تاوتریخوالي د زیاتوالي وروسته رامنځته کیږي، چې له ۱۵ میاشتو جګړې وروسته یې د نسبي ارامۍ دوه میاشتنۍ دوره پای ته ورسوله.
د فلسطین روغتیايي چارواکو اعلان کړی، چې له تېرو ۲۴ ساعتونو راپدېخوا د اسرائیلو په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۶۵ کسان وژل شوي دي.
د مصر په وړاندیز کې د حماس لخوا هره اوونۍ د پېنځه اسرائیلي یرغمل شویو خوشې کول رانغاړي. دا په داسې حال کې ده، چې اسرائیل به د لومړۍ اوونۍ وروسته د اوربند دوهیم پړاو پلی کړي.
حماس اوس هم ۵۹ یرغمل لري، چې احتمال لري ۲۴ یې ژوندي وي.
د امریکا او حماس لخوا پدې وړاندیز هوکړه شوې ده؛ خو اسرائیلو تر اوسه ځواب ندی ورکړی.
د مصر په پلان کې له غزې څخه د اسرائیلو د بشپړ پوځي وتلو مهالوېش هم شته، چې د پاتې یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو په اړه د امریکا له تضمینونو وروسته به وي.
حماس اسرائیل د جنورۍ د اوربند د تړون پر سرغړونه تورن کړی؛ خو اعلان یې کړی، چې د اوربند د نوي کولو لپاره خبرو اترو ته چمتو دی.
څار
له ایران سره د خبرو وړاندیز له پوځي اقدام څخه د مخنیوي یوه هڅه ده – د امریکا سفیر
ویټکوف فاکس نیوز ته ویلي: “مونږ اړتیا نلرو، چې هرڅه پر پوځي بڼه حل کړو.”

د امریکا ځانګړي استازي سټیو ویټکوف د یکشنبې پر ورځ ویلي، چې د ایران له ستر مذهبي مشر آیت الله علي خامنهیی سره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ټیلیفوني اړیکه له پوځي اقدام څخه د مخنیوي یوه هڅه وه.
ویټکوف فاکس نیوز ته ویلي: “مونږ اړتیا نلرو، چې هرڅه پر پوځي بڼه حل کړو.”
زمونږ نغوته(اشاره) ایران ته دا ده؛ راځئ سره کښینو او وګورو، چې آیا مونږ کولی شو د خبرو اترو، د ډیپلوماسۍ له لارې سم ځای ته ورسیږو.که وکولی شو؛ د دې کار ترسره کولو ته چمتو یوو.
ټرمپ د روانې میاشتې په پیل کې وویل، چې هغه خامنهيي ته یو لیک لیږلی او خبرداری یې ورکړی، چې “له ایران سره د معاملې لپاره دوه لارې شته؛ پوځي یا تاسې هوکړه وکړئ.”
خامنهیي د امریکا د مذاکراتو وړاندیز “دوکه” یاده کړه او وایي، چې د ټرمپ له حکومت سره خبرې اترې به “د بندیزونو غوټه نوره هم ټینګه او پر ایران به فشار زیات کړي.”
دغه لیک یوه اوونۍ مخکې د قطر استازي تهران ته وړاندې کړ.
د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د پنجشنبې پر ورځ وویل، چې تهران به ډېر ژر د لیک “ګواښونو او فرصتونو” ته ځواب ووایی.
هغه د یکشنبې پر ورځ خبرداری ورکړ، چې له امریکا سره خبرې اترې تر هغې ناشونې دي، چې واشنګټن د فشار پالیسي بدله نکړي.
دغه راز د سپینېماڼۍ د ملي امنیت سلاکار مایک والټز سي بي ایس نیوز ته ویلي، چې امریکا د ایران اټومي پروګرام “بشپړ له منځه وړل” غواړي.
نوموړي زیاته کړې: “ایران باید خپل اټومي پروګرام په داسې ډول ډډې ته کړي، چې ټوله نړۍ یې وویني.”
لکه څنګه، چې ولسمشر ټرمپ ویلي؛ دا پیښیږي. ټول غوراوي پر مېز دي او هغه وخت راغلی، چې ایران د اټومي وسلو د لرلو له هیلې څخه په بشپړه توګه ځان لرې کړي.
تهران له اوږدې مودې راپدېخوا ویلي، چې پروګرام یې یوازې د سولهییزو موخو لپاره دی.
د ملګرو ملتونو د اټومي څارنې مشر رافایل ګروسي تېره میاشت وویل، چې د ایران د اټومي پروګرام د مخنیوي لپاره یوې هوکړې ته د رسېدو لپاره وخت پر ختمیدو دی؛ ځکه، چې تهران د یورانیمو غني کول نږدې د وسلو تر کچې روان ساتلی دی.
که څه هم ټرمپ له تهران سره د اټومي تړون لپاره دروازه پرانیستې پرېښوده، هغه “د بشپړ فشار” کمپاین بیا پیل کړ، چې د خپلې لومړۍ دورې په بهیر کې یې ټپلی و، چې د هېواد د تېلو صادرات ورسره صفر ته راټیټ شي.
له هغه وخته، چې ټرمپ د جنورۍ پر شلمه سپینې ماڼۍ ته راستون شو؛ امریکا د ایران د تېلو د خرڅلاو پر وړاندې یې څلور پړاوه بندیزونه لګولي دي.
سیمه ییز خبرونه
مکرون له محمد بن سلمان سره د غزې او اوکراین د سولې په اړه خبرې وکړې
رویټرز راپور ورکړی، چې مکرون ویلي؛ دوی به د دوه دولتونو د حل لارې په اړه د یوه کنفرانس مشري هم وکړي، چې هدف یې “د اسرائیلیانو او فلسطینیانو دواړو لپاره د سیاسي لید په بیا راژوندي کولو کې مرسته کول دي”.

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د چارشنبې پر ورځ ویلي، چې د سعودي له ولیعهد محمد بن سلمان سره یې خبرې کړې او دواړو پر غزه د اسرائیلو نوي بریدونه وغندل.
رویټرز راپور ورکړی، چې مکرون ویلي؛ دوی به د دوه دولتونو د حل لارې په اړه د یوه کنفرانس مشري هم وکړي، چې هدف یې “د اسرائیلیانو او فلسطینیانو دواړو لپاره د سیاسي لید په بیا راژوندي کولو کې مرسته کول دي”.
مکرون د ایکس پاڼې په یوه پوسټ کې څرګنده کړې: ” د ټولو یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو او د ملکي وګړو د خوندي کولو لپاره اوربند ته راستنېدل اړینه ده.”
د غزې په تړانګه کې د طبي کارکوونکو ړ څرګندونو له مخې؛ د اسرائیلو پوځ د چارشنبې پر ورځ پر غزه د مرګونو بریدونو د نوې څپې پر دوهیمه ورځ ۴۸ فلسطینیان ووژل.
د دغو بریدونو پر لومړۍ ورځ ۴۰۰ کسان وژل شوي دي.
مکرون ل محمد سلمان سره په خپله لیدنه کې د سعودي ولیعهد له نوښت هرکلی هم وکړ، چې د اوکراین د سولې خبرو پیل یې شونی کړ.
د دواړو هېوادونو مشرانو د سوریې او لبنان په اړه هم خبرې وکړې.
مکرون ویلي: “فرانسه او سعودي عربستان ورته اهداف لري؛ یو بشپړ خپلواک لبنان او یو متحد او باثباته سوریه، چې په یوه ټولګډونه لېږد کې ښکېل دي.”
-
تازه خبرونه2 days ago
په افغانستان کې امنیت او حاکمیت ټینګ دی – عراقچي
-
تازه خبرونه2 days ago
د ترهګرۍ وده د پاکستان د تېروتنو پایله ده – مولانا فضل الرحمن
-
سوداگري2 days ago
د افغانستان بانک ۱۵ ميليون امريکايي ډالر داوطلبۍ ته وړاندې کوي
-
سیمه ییز خبرونه20 hours ago
مصر د غزې د اوربند د بیا پیل لپاره نوی وړاندیز وکړ
-
International Sports3 days ago
آر سي بي د ۲۰۲۵ آی پي ایل سیالیو د پرانیستې لپاره اورلوبه وکړه
-
International Sports2 days ago
سنرایزرز لوبډله پر زړهراکښونکې توپوهنې د راجستان رویالز پر وړاندې بریالۍ شوه
-
تازه خبرونه3 days ago
په کابل کې لسګونو اړمنو کورنیو د بیات بنیاد د روژې مناسبتې مرستې ترلاسه کړې
-
نړۍ21 hours ago
پر اوکراین د روسیې د راکټي برید له کبله ۸۸ ملکي وګړي ټپیان شول