سیمه ییز خبرونه
په ترکیه او سوریه کې د زلزلې د مړو شمېر له ۱۵۰۰۰ کسانو واوښت

د ترکیې له طبیعي پېښو سره د مبارزې ادارې د پنجشنبې پر ورځ څرګنده کړې، چې په ترکیه او سوریه کې له زلزلې څخه د مړو شمېر له ۱۵ زره څخه ډېر شو؛ ځکه په ځپل شویو سیمو کې د نړیدلیو کورونو له کنډوالو ډېر مړي را وویستل شول.
اسوشیتید پرس راپور ورکړی، چې د دوشنبې پر سهار د ترکیې په جنوب ختیځ کې د زلزلې له لړیو وروسته د ۱۲۳۹۱ مړیو تصدیق شوی او زرګونه ودانۍ ویجاړې شوې دي.
په سوریه کې د پولې بلې غاړې ته د نورو ۲۹۰۲ کسانو له مړه کېدو خبر ورکړ شو.
د ژغورنې کارکوونکیو له ویجاړو شویو ودانیو څخه د ژوندیو خلکو را ایستل روان ساتلي؛ خو د یخنۍ له کبله یې هیلې له منځه تللې دي.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د چارشنبې پر ورځ په ځانګړي توګه سخت ځپل شوي هاتای ولایت ته سفر وکړ، چې اوسیدونکیو یې د حکومت پر هڅو نیوکې کړې او ویلي یې دي، چې د ژغورونکیو د رسیدو چارې نیمګړې دي.
اردوغان، چې د می په میاشت کې د بیا ټاکنو لپاره له سختې مبارزې سره مخ دی؛ د دوشنبې د ۷ اعشاریه ۸ درجې زلزلې ته له بېړني غبرګون سره ستونزې مني؛ خو د زیاتېدونکيو ناهیلیو پر وړاندې یې غبرګون وښود.
هغه ویلي؛ د ژمي هوا یو عامل و.
د AP د راپور له مخې؛ زلزلې د هاتای په هوایي ډګر کې د ځغاستلاره ویجاړه کړې، چې پېښې ته لاسرسی یې ستونزمن کړی دی.
اردوغان څرګنده کړې؛ دا ممکنه نده، چې داسې یو ناورین ته چمتو اوسو. مونږ به خپل و وګړی هم بې پروا پرې نږدو.
هغه پر نیوکه کوونکیو هم ورودانګل او څرګندوي، چې بې عزته خلک د حکومت د کړنو په اړه دروغ او سپکاوی خپروي.
د ډېرو هېوادونو مرستندویې ډلې په لسګونو زره سیمه ییزو بېړنیو ډلو سره یوځای شوي او هڅه کوي، چې تر ویجاړیو لاندې انسانانو سره مرسته وکړي؛ خو د زلزلې او د هغې زورورې زلزلې د تباهۍ کچه دومره پراخه ده او په دومره پراخه سیمه کې خپره شوې، چې ډېري خلک اوس هم د مرستې په تمه دي.
همدا راز په ترکیه کې له ۵۰ زره ډېر کسان ټپیان شوي او پر زرګونه ودانۍ نړیدلې دي.
کارپوهانو ویلي؛ د هغو کسانو د ژوندي پاتې کیدو لپاره هیلې نورې پر ناهیلۍ بدلیږي، چې د ویجاړیو لاندې بند پاتې دي.
په انګلستان کې د ناتینګهام ترینت پوهنتون د طبیعي خطرونو څانګوال استیون ګادبي ویلي: لومړي ۷۲ ساعتونه اړین ګڼل کیږي.