تازه خبرونه

په تخار ولایت کې د نس ناستي پېښې مخ پر ډېرېدو دي

Published

on

(Last Updated On: )

د تخار د عامې روغتیا ریاست چارواکو ويلي، په تېرو دوه میاشتو کې له ۲۰ زره ډېر ناروغان دولتي روغتیايي مرکزونو ته رالېږدول شوي دي.

په تخار ولایت کې د نس ناستي او کولرا ناروغۍ کچه په ماشومانو او لویانو کې لوړه شوې او د روغتیایي چارواکو جدي اندېښنې یې راپورته کړې دي.

د تخار ولايت د عامې روغتيا مشر عبدالقهار احدي وايي: سره له دې، چې ډېري ناروغان شخصي روغتونونو ته ځي؛ خو په تېرو دوه مياشتو کې له ٢٠ زره ډېر ناروغان دولتي روغتيايي مرکزونو ته رالېږدول شوي، چې د تېرو کلونو په پرتله زياتوالى ښيي.

د تخار د دولتي روغتون د چارواکو د معلوماتو له مخې؛ دغه روغتون ته هره ورځ څه باندې دوه زره کسان مراجعه کوي، چې ۳۰ سلنه یې پر نس ناستي اخته ناروغان دي.

په تخار کې د یونیسف د دفتر ټولنیز مسوول قدرت الله پاچا ویلي؛ د دې ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي یوازنۍ لار حفظ الصحه ده.

یو شمېر ډاکټرانو ويلي؛ ټولو افغانانو ته د دولتي خدمتونو وړاندې کولو کچه ټیټه ده، نو د دغه ډول ناروغیو د مخنیوي لپاره باید خلک هم لاس په کار شي او د عامه پوهاوي کمپاینونه پر لار واچول شي.

Trending

Exit mobile version