ساینس او ټیکنالوژي
په بیجینګ کې د جي کلاس برقي مرسډیز بینز موټر مخکتنه وشوه

چین د خپلو برښنایي موټرو د تګلارې د ودې لپاره د بیجینګ په مارکیټ کې برښنایي مرسډیز بینز ته د مخکتنې زمینه برابره کړه.
د مرسیډیز ټکنالوجۍ لوی مسوول مارکوس شافر ویلي، چې دا شرکت له چاپېریال سره سم محصولات وړاندې کوي.
هغه د جي کلاس برښنایي موټرو د مخکتنې لپاره چینایي بازار غوره وګڼلو.
شافر ویلي: چین زمونږ ترټولو لوی او خورا مهم بازار دی او دوهیم دا، چې مرسیډیز پرېکړه کړې، چې په راتلونکیو کلونو کې به بشپړ برښنایي شي. دا یې یوه ننداریزه بڼه ده، چې پېرودونکیو ته د تیلي موټرو ترڅنګ جي برښنایي موټرو ته لاسرسی رامنځته کوي. مونږ ډېر خوښ یوو، چې دا پر برښنایي بڼه وړاندې کوو.
د مرسيډيز شرکت د ټکنالوژۍ ریيس ويلي؛ مرسيډيز بينز غواړي، چې د اړینو څېړنو او پرمختيايي هڅو د ترسره کولو لپاره په چين کې خپله پانګونه زياته کړي.
ساینس او ټیکنالوژي
پنجشیر ولایت به ډېر ژر د نوري فایبر له ملي شبکې سره ونښلول شي
په دې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا پروژه له ګلبهار څخه تر بازارک پورې ۳۶ کیلومټره لار پوښي؛ شتل، انابه او رخه ولسوالۍ به هم د نوري فایبر له خدماتو برخمنې کړي.

د پنجشیر ولایت د رسنیو دفتر نن (چارشنبه د کب لومړۍ) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې له نوري فایبر سره د دې ولایت د نښلولو د ملي پروژې عملي کار به په راتلونکې میاشت کې پیل شي.
په دې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا پروژه له ګلبهار څخه تر بازارک پورې ۳۶ کیلومټره لار پوښي؛ شتل، انابه او رخه ولسوالۍ به هم د نوري فایبر له خدماتو برخمنې کړي.
د خبرپاڼې له مخې؛ دا پروژه د پنجشېر ولایتي ادارې د هڅو او د افغانستان اسلامي امارت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د مشرتابه د ځانګړې پاملرنې له کبله د افغان بېسیم، افغان ټیلیکام او آیسيجي ICG شرکتونو لخوا پلي کیږي.
ساینس او ټیکنالوژي
د ډونالډ ټرمپ له ملاتړ وروسته ټیکټاک بېرته په امریکا کې د لاسرسي وړ شو
ټیکټاک خپلو کاروونکو ته په یوه پیغام کې ویلي: “د ټرمپ له هڅو څخه مننه، ټیکټاک په امریکا کې بېرته فعالیږي.”

له هغې وروسته، چې د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل، چې سپینې ماڼۍ ته له ستنېدو وروسته به ټیکټاک اپلیکیشن ته لاسرسی بېرته خوندي کوي؛ نو ټیکټاک د یکشنبې پر ورځ اعلان وکړ، چې په امریکا کې خپل خدمات بېرته د لاسرسي وړ ګرځوي.
ټیکټاک خپلو کاروونکو ته په یوه پیغام کې ویلي: “د ټرمپ له هڅو څخه مننه، ټیکټاک په امریکا کې بېرته فعالیږي.”
ټیک ټاک هم په یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ امریکایي کاروونکي توانېدلي، چې د چینایي شرکت اوبپاڼې ته لاسرسی ومومي.
د شنبې پر شپه د امریکايي کاروونکو لپاره ټیکټاک ته لاسرسی وځنډول شو.
امریکایي چارواکو خبرداری ورکړی و، چې د چینایي شرکت بایټډنس تر ملکیت لاندې د چین حکومت د امریکایانو له معلوماتو څخه د ناوړه ګټې اخیستنې احتمال شته.
د ټرمپ لخوا د ټیکټاک بیارغونه د هغه د لومړۍ دورې پر پرتله د هغه په دریځ کې یو بدلون ګڼل کیږي. په ۲۰۲۰ کال کې هغه د چین حکومت لخوا د امریکایانو شخصي معلوماتو ته د لاسرسي په اړه د اندېښنو له کبله د اپلیکیشن د بندولو هڅه وکړه.
په دې وروستیو کې، ټرمپ ویلي، چې “ټیکټاک مې په زړه کې ځانګړی ځای لري” ځکه، چې د ۲۰۲۴ کال په ټاکنو کې یې د ځوانو رای ورکوونکو د جذبولو لپاره ترې ګټه پورته کړه.
د هغه قانون له مخې، چې تېر کال تصویب او د جمعې پر ورځ د امریکا سترې محکمې لخوا تائید شو؛ نو تر یکشنبې پورې ټیکټاک وخت درلود، چې د چینایي شرکت بایټډنس سره اړیکې پرې کړي او په امریکایي پېرودونکو وپلورل شي.
امریکایی قانون جوړونکي اندېښمن دي، چې د چین حکومت کولی شي ټیکټاک اړ کړي، چې د چینایي قانون پراساس د امریکایي وګړو په اړه معلومات وروسپاري.
ساینس او ټیکنالوژي
چینایي هیکرانو د امریکا د خزانې وزارت اسناد غلا کړل
په لیک کې ویل شوي، چې هیکرانو د سایبر امنیتي خدماتو چمتوکوونکي سیسټم مات کړی او غیر محرم اسنادو ته یې لاسرسی موندلی ده.

د چین له ملاتړه برخمنو هیکرانو د امریکا د خزانې وزارت د کمپیوټر سیسټم مات کړی او هغه محرم اسناد یې غلا کړي، چې د خزانې وزارت د کانګرس غړیو ته په یوه لیک ” لویه پیښه” یاده کړې ده.
په لیک کې ویل شوي، چې هیکرانو د سایبر امنیتي خدماتو چمتوکوونکي سیسټم مات کړی او غیر محرم اسنادو ته یې لاسرسی موندلی ده.
بیاندټراسټ په خپله اوبپاڼه کې ویلي، چې په دې وروستیو کې یې یوه “امنیتي پیښه” پیېندلې، چې د شرکت سافټویر پر یوې کیلۍ له لرې څخه اغېزمن شوی دی.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ په واشنګټن کې د چین د سفارت ویاند هم د تبصرې غوښتنې ته ځواب ندی ویلی؛ ځکه، چې بیجینګ په منظم ډول د سایبر جاسوسۍ پیښو مسوولیت ردوي.
ویل کیږي، چې دا لویه پېښه د روان کال د ډسمبر په لومړیو کې رامنځته شوې ده.
-
سیمه ییز خبرونه5 days ago
په پاکستان کې له موټر بم چاودنو لږ تر لږه ۶۴ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
-
نړۍ1 day ago
مارک کارني کاناډا د راتلونکي لومړي وزیر په توګه وټاکل شو
-
سیمه ییز خبرونه2 days ago
ایران به د امریکا د ځورونې تر فشار لاندې خبرې اترې ونکړي – علي خامنهیي
-
تازه خبرونه21 hours ago
د افغان کډوالو ۶ کټګورۍ به په ایران کې د اوسېدو اجازه ولري
-
تازه خبرونه21 hours ago
په تورخم کې د افغان او پاکستانيو سرحدي ځواکونو ترمنځ لنډمهاله اوربند وشو
-
تازه خبرونه2 days ago
په پاکستان کې د افغان کمپ د چت د نړېدو له کبله ۱۰ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
-
نړۍ5 days ago
الکساندر دارچیف په واشنګټن کې د روسیې د نوي سفیر په توګه وټاکل شو
-
International Sports23 hours ago
هند د ۲۰۲۵ کال کرکټ اتلانو جام اتلولي وګټله