تازه خبرونه
په بُن او برلین کې د پخواني حکومت دوه ډیپلوماټان ګوښه شول
دغه راز آلمان په بن ښار کې د افغانستان جنرال قونسل سيد لطف الله سادات هم له خپلې دندې استعفا کړې ده.
Last Updated on: لړم ۲۹, ۱۴۰۳
د جرمني رسنۍ دویچ وېله خبر ورکړی، چې په برلین کې د پخواني افغان حکومت لخوا ټاکل شوي سفیر یما یاري له دندې استعفا کړې ده.
دغه راز آلمان په بن ښار کې د افغانستان جنرال قونسل سيد لطف الله سادات هم له خپلې دندې استعفا کړې ده.
سادات په یوه خبرپاڼه جې د دغې پرېکړې لامل د کوربه هېواد سیاسي ملاحظات او محدودیتونه یاد کړي دي.
له دې مخکې اسلامي امارت اعلان کړی و ، چې د دغو دوه استازولیو لخوا صادر شوي اسناد پر رسمیت نهپیژني.