Connect with us

تازه خبرونه

په بلخ کې ترکیې، ایران او پاکستان خپلې قونسلګرۍ وتړلې

خپور شوی

د

(Last Updated On: چنګاښ ۱۳, ۱۴۰۰)

سیمه ییزو چارواکو ویلي؛ د بلخ ولایت په ځینو ولسوالیو کې د جګړو له پراختیا وروسته د ترکیې، پاکستان او ایران کونسلګريو خلکو ته د ویزو ورکړه درولې او خپل دیپلوماټان یې کابل ته ور غوښتي دي.

بلخ یو مهم سرحدي ولایت دی او له همدې کبله یوشمېر هېوادونو په کې کونسلګرۍ لري؛ خو په وروستیو ورځو کې د مزار شریف ښار تر دروازو د جګړې رسېدو ایران، ترکیه او پاکستان اړ کړل، چې افغانانو ته د ویزو د ورکړې خدمتونه ودروي او په خپلو هڅو کې د پام وړ کموالی راولي.

د بلخ والي محمد فرهاد عظیمي ویلي، چې دوی د دغو هېوادونو ډیپلوماټیکو استازولیو د امنیت ساتنې ډاډ ورکړی و؛ خو هغوی له حالاتو اندېښمن ول او د ویزو د ورکړې بهیر یې درولی او ډیپلوماټان یې هم له بلخ وتلي دي.

سرچینو ویلي، چې د ازبکستان، قزاقستان او ترکمنستان کونسلګریو هم په بلخ کې افغانانو ته د ویزو د ورکړې خدمتونه محدود کړي دي.

خلک وایي له دې سره یې ستونزې ډېرې شوي دي.

د ازبکستان کونسلګري هم د ګرځندوی وېزې محدودې کړي دي.

دغه راز د حیرتان بندر هم دوه اوونۍ مخکې د مسافرو پر مخ بند و، خو د سوداګریزو توکو لېږدول ریل، بړۍ او لوړ تناژ لرونکي وسایط ترسره کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د بلخ ولایت د سیاسي ګوندونو مسوولینو او استازیو ولسي پاڅون نومې پوځي شورا جوړه کړې ده.

د جمعیت اسلامي د یوې څانګې مشرعطا محمد نور د دې شورا مشر ټاکل شوی.

نوموړی وایي، چې ولسي پاڅونوال اړ دي، چې د  دولتي ځواکونو تر څنګ د مزارشریف ښار ساتنه وکړي او د طالبانو د بریدونو پر وړاندې ودریږي.

 هغه وایي، چې پاڅونوال باید د له لاسه وتلو سیمو بېرته نیولو لپاره هم ډاډمن ګامونه پورته کړي.

په بلخ کې د وسلوالو طالبانو پرمختګونو د سیاسي  ګوندونو مشران اړ کړي چې د مزار شریف ښار دفاع لپاره یوه چاره پیدا کړي. دوي د عطا محمد نور کور کې ټول شوي، او د ملي پاڅون پوځي شورا جوړېدو خبر یې ورکړ.

د ولسي پاڅون پوځي شورا مشر عطا محمد نور ویلي، چې د بلخ او نظام  دفاع ته یې ټټر وهلی؛ خو په وینا یې په مرکز کې ځینې کسان ورته خنډونه جوړوي.

د بلخ والي فرهاد عظیمي د ناستې تالار ته نږدې د چاودنې په اړه ویلي، چې طالبانو پر ډرون کمرې دا برید کړی، چې په کې څلور ساتوونکي ټپیان شوی دي.

د بلخ والي دا هم ویلي، چې طالبانو له دې مخکې هم د شاهین قول اردو له انګر او نورو سیمو څخه پر ‌ډرون کمرو انځورونه اخیستي دي.

تازه خبرونه

د داعش خراسانی مشر د پاکستان په بلوچستان کې دی – رویټرز

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د داعش د خراسان څانګې مشر د پاکستان په بلوچستان ایالت کې ژوند کوي.

د دغه خبري آژانس د راپور له مخې: ۲۹ کلن ثناالله غفاري، چې شهاب المهاجر هم یاد شوی؛ دا ډله یې د داعش پر تر ټولو وېرونکې څانګې بدله کړې ده.

رویټرز دا هم څرګنده کړې، چې ثناالله غفاري په ۲۰۲۰ ز. کال کې د داعش خراسان څانګې مشري پر غاړه واخیسته او د ده د مشرۍ پر مهال دغې ډلې سخت بریدونه وکړل او یو شمېر کسان یې ځان ته جلب هم کړل.

رویټرز زیاته کړې، چې د غفاري په اړه د ۲۰۲۱ کال د کابل پر هوايي ډګر د داعش له وژونکي برید مخکې، چې ۱۷۰ افغان ملکي وګړي او ۱۳ امریکايي پوځیان ووژل شول؛ ډېر لږ معلومات خپاره شوي وه.

د داعش د خراسان څانګې بحث وروسته له هغې ګرم شو، چې د تېرې جمعې ورځ مسکو ته نږدې د کنسرت په یوه تالار کې خونړۍ ډزې وشوې او لږ تر لږه ۱۳۹ کسان په کې ووژل شول.

له دې مخکې پاکستانيو چارواکو اعلان کړی و، چې غفاري د تېر کال په جون میاشت کې د افغانستان په کونړ ولایت کې وژل شوی؛ خو اوس رویټرز خبر ورکوي، چې نوموړی پاکستان ته تښتېدلی او د بلوچستان په ایالت کې اوسېږي.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي، داعش له څه باندې دوه کلونو راپدیخوا په افغانستان کې ځپل شوی او خپلې عملیاتي وړتیاوې یې له لاسه ورکړي او ګواښ پېښولی نشي.

ویل کیږي، چې داعش په افغانستان کې وروستی برید د کندهار ولایت د کابل بانک پر دفتر وکړ، چې ۳ کسان یې ووژل او ۱۲ نور ټپیان دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د رښتر پر کچه ۵ اعشاریه ۲ درجې زلزلې افغانستان ولړزاوه

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

د هند د زلزلې ملي مرکز څرګنده کړې، چې نن (پنجشنبه د وري نهمه) له غرمې وروسته د رښتر پر کچه ۵.۲ درجې زلزلې افغانستان ولړزاوه.

دا زلزله د ځمکې په ۷۰ کیلومټره ژوروالي کې رامنځته شوې او مرکز یې د بدخشان ولایت د اشکاشم ولسوالۍ شمال ختیځه غرنۍ سیمه ده.

دغه زلزله پر افغانستان سربېره په تاجکستان، ازبکستان او قرغزستان کې هم احساس شوې ده.

تر اوسه د دې پېښې د ځاني او مالي زیان په اړه څه ندي ویل شوي.

تېر اکټوبر په هرات ولايت کې د رښتر پر کچه شپږ اعشاريه څلور درجې زلزلې له دوه زره زيات کسان مړه او ډېر کلي ویجاړ کړل.

Continue Reading

تازه خبرونه

د بیات بنیاد د روژې مرسته د بلخ ولایت اړمنو ته ورسېده

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

بیات بنیاد د روژې د مرستو په لړ کې د بلخ ولایت لسګونه اړمنو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل.

د بیات بنیاد د روژې د مرستو په لړ کې دا ځل د بلخ ولایت لسګونه اړمنې کورنۍ تر پوښښ لاندې راغلې. په بلخ ولایت کې د بیات بنیاد استازی یافث ثاقب وایي؛ په دې مرسته کې اوړه، غوړي او وريجې شته، چې پر اړمنو کسانو وېشل شوې دي.

نوموړي زیاته کړې؛ د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د بیات بنیاد د روژې د مرستو لړۍ روانه ده.

هغو کورنیو، چې دغه مرستې ترلاسه کړې د دې بنسټ له مرستو خوښ دي او له نورو مرستندویه بنسټونو هم غواړي، چې له اړو کسانو سره مرستې وکړي.

بیات بنیاد یو له هغو خیریه بنسټونو څخه دی، چې په تېرو ۲۰ کلونو کې یې پر اړمنو کورنیو د مرستو د وېش ترڅنګ یې د هېواد په بېلابېلو برخو کې رغنیزې پروژې هم پلې کړې دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!