تازه خبرونه

په بلخ ولایت کې یو لس کلن تښتول شوی ماشوم خوشې شو

Published

on

(Last Updated On: )

د بلخ ولایت سیمه ییزو چارواکو د یوسف نومي یوه ماشوم له خوشې کېدو خبر ورکړی، چې تېره اوونۍ د ناپېژاندو وسلوالو لخوا تښتول شوی و.

د بلخ والي قدرت الله ابو حمزه وايي، چې دغه ماشوم نن سهار(دوشنبه د تلې څلورمه) د سړي تښتوونکیو له بنده خوشې او پر تړاو یې اته کسان ونیول شول.

یوسف نومی ۱۰ کلن ماشوم د بلخ د مشهور داکتر قيوم حکيمي زوی دی، چې تېره اوونۍ (يکشنبه د وږي ۲۷ ) ښوونځي ته پر لاره د درې وسلوالو لخوا تښتول شوی و.

Trending

Exit mobile version