تازه خبرونه
په بغلان کې وسلوالو طالبانو ۸ پولیسو ته مرګ و ژوبله اړولې

د بغلان ولایت سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې تیره شپه (یکشنبه د وري ۲۹) د دغه ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ د قند فابریکې پر ښارګوټي د وسلوالو طالبانو په ډله ییز برید کې دوه پولیس وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.
د مرکزي بغلان ولسوال سید کمال وردګ د خبر د پخلي تر څنګ ویلي، چې جګړه تېره شپه دولس بجې د ولسوالۍ د پېنځمې امنیتي حوزې په اړوند سیمه کې پیل او د سهار تر ۵ بجو د بغلان امنیه قومندان او مرستندویه ځواکونو له راتګ سره روانه وه.
هغه زیاته کړې، چې د نښتې په بهیر کې د بغلان د حوزوي پولیسو یو هاموی (زغره وال ټانګ) وسوځول شو او بل طالبانو ته پر لاس ورغلو.
د بغلان امنیه قومندان سید اشرف سادات هم له ولسوالۍ څخه لیدنه کړې ده.
د بغلان پولیسو په خبر پاڼه کې راغلي، چې د مرکزي بغلان ولسوالۍ د قند فابریکې په ښارګوټي کې د طالبانو د برید په دفاع کې شپږ وسلوال وژل شوي او اته نور ټپیان دي.
د بغلان پولیسو ویاند احمد جاوید بشارت ویلي، چې د طالبانو دغه برید د دې ولایت د امنیتي او دفاعي ځواکونو له درندو ګوزارونو سره مخ شوی دی.
جاوید بشارت زیاته کړې، چې په دې نښته کې د بغلان د حوزوي پولیسو دوه سرتېري وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.
طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي.