Connect with us

تازه خبرونه

په بغلان ولایت کې د ترافیکي پېښې له کبله ۵۱ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې

ویل کیږي، چې دغه پېښه نن سهار سې‌شنبه د بغلان ولايت د خنجان ولسوالۍ په تخته‌سنګ سيمه کې رامنځته شوې ده.

خپور شوی

د

(Last Updated On: )

باخترآژانس خبر ورکړی، چې په بغلان ولايت کې له سړکه د يوه مسافر وړونکي بس د اوښتو له کبله ١٧ کسان مړه شوي او ٣٤ نور ټپيان دی.

ویل کیږي، چې دغه پېښه نن سهار سې‌شنبه د بغلان ولايت د خنجان ولسوالۍ په تخته‌سنګ سيمه کې رامنځته شوې ده.

د بغلان د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر غیور خادم وايي، په وژل شویو کې ۱۲ نارینه، دوه ښځې او درې ماشومان شامل دي.

هغه زیاتوي چې دغه بس له کابل څخه مزارشریف ته روان و.

د دغې پېښې د علت په اړه تر دې دمه څه ویل شوي ندي.

تازه خبرونه

په ننګرهار کې ماین چاودنې ۱۰ کسانو ته مرګ او ژوبله اړولې

عبدالبصیر زابلي په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، چې د دې پېښې قربانیان د مدرسې ښوونکي او زده‌کوونکي دي.

Published

on

(Last Updated On: )

د ننګرهار امنيې قومندانۍ وياند ويلي، نن (پنجشنبه) د دې ولايت د دره نور ولسوالۍ په کنډک سيمه کې د ملکي وګړو پر موټر د سړک غاړې د یوه پخواني ماين د چاودنې له کبله شپږ کسان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

عبدالبصیر زابلي په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، چې د دې پېښې قربانیان د مدرسې ښوونکي او زده‌کوونکي دي.عبدالبصیر زابلي په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، چې د دې پېښې قربانیان د مدرسې ښوونکي او زده‌کوونکي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ وژل شوي کسان د نورستان ولايت اصلي اوسېدونکي دي، چې کنډک سيمې ته د ديني تعلیماتو او زده‌کړې لپاره راروان ول.

Continue Reading

تازه خبرونه

د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون له توشیح وروسته د تطبیق وړ شو – عدلیې وزارت

د دغه وزارت ویاند برکت الله رسولي پرون (چارشنبه د زمري یودېرشمه) د ایکس پاڼې په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکلي، چې دا قانون د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د کاري چارو د تنظیم او د دې وزارت د محتسبینو د صلاحیتونو د ټاکلو لپاره ترتیب شوي دي.

Published

on

(Last Updated On: )

د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت اعلان کړی، چې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون په ۴ فصلونو او ۳۵ مادو کې د اسلامي امارت د رهبرۍ له لوري توشیح شوی او په ټول افغانستان کې د پلي کېدا وړ دی.

د دغه وزارت ویاند برکت الله رسولي پرون (چارشنبه د زمري یودېرشمه) د ایکس پاڼې په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکلي، چې دا قانون د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د کاري چارو د تنظیم او د دې وزارت د محتسبینو د صلاحیتونو د ټاکلو لپاره ترتیب شوي دي.

هغه زياته کړه، چې د دغه قانون له مخې، که څوک د محتسب حکم له پامه غورځوي، له يو ساعت څخه تر درېيو ورځو پورې په دولتي زندانونو کې بندي کېږي او بالاخره د محتسب له خوا د ټاکل شوې سزا له مخې مجازات کېږي.

په خبرپاڼه کې راغلي: د دغه قانون له مخې، اړوند وزارت مکلف دى، چې د اسلامي شريعت او حنفي فقهې له مخې خلکو ته پر نېکۍ امر وکړي او له بدو يې منع کړي او همدارنګه مکلف دى، چې د خلکو تر منځ سوله او ورورولي رامنځته او د ژبني، سمتي او قومي تعصباتو مخه ونيسي.

دغه راز څرګنده شوې، چې د دې قانون له مخې، که څوک د محتسب حکم له پامه غورځوي؛ له يو ساعت څخه تر درې ورځو پورې په عمومي زندانونو کې بندي کېږي او د محتسب له‌خوا د ټاکل شوې سزا له مخې مجازات کېږي.

د دغه قانون په يوه برخه کې د ښځو د جامو په اړه احکام راغلي، چې پر بنسټ يې د فتنې له وېرې د ښځو د ټول بدن او صورت  پټول اړین ګڼل شوي دي.

ویل کیږي، چې د توشیح شوي قانون له مخې؛ د امر بالمعرف او نهی عن المنکر محتثب او مسوولین مکلف دي، چې نرینه‌ د ږیرې له کلولو او یا له قبضي څخه له لنډولو منع کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په قزاقستان کې د اسلامي امارت ډیپلوماټ د افغانستان سفارت د چارسمبالي په توګه ومنل شو

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویلي، چې په رسمي ډول د چارسمبالي په توګه د اسلامي امارت د استازي د منلو موخه د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګریزو، اقتصادي او بشري همکاریو پراختیا ده.

Published

on

(Last Updated On: )

د قزاقستان بهرنیو چارو وزارت د چارشنبې پر ورځ ( د زمري یودېرشمه) اعلان وکړ، چې د افغانستان سفارت د چارسمبالي په توګه یې د اسلامي امارت د ډیپلومات باورلیک تائید کړی دی.

یاد وزارت ويلي، د محمد رحمان رحماني ټاکنه د دواړو هېوادونو د اړیکو د پراختیا لپاره اړینه ده.

د دې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د چارشنبې پر ورځ په استانه ښار کې د قزاقستان بهرنیو چارو وزارت مرستیال علي‌بیک باقی‌یوف د افغانستان سفارت له مسوول سره وکتل.

باقی‌یوف ویلي: د سیمې د هېوادونو تر منځ د افغانستان فعال حضور به د دغه هېواد د اقتصاد د بیا احیا او ثبات لامل شي؛ ځکه، چې د افغانانو وضعیت ښه شوی او د دې ترڅنګ په سیمه کې له سولې او امنیت سره مرسته کوي.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویلي، چې په رسمي ډول د چارسمبالي په توګه د اسلامي امارت د استازي د منلو موخه د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګریزو، اقتصادي او بشري همکاریو پراختیا ده.

د منځنۍ آسیا یو بل مهم هېواد ترکمنستان هم تېره میاشت په عشق‌آباد کې د افغانستان سفارت د چارسمبالي په توګه د اسلامي امارت ډیپلوماټ منلی و.

روسیه او د منځنۍ آسیا هېوادونه د افغانستان له چارسمبالي حکومت سره د اړیکو په پراخولو کې د سیمې مخکښان دي.

د قزاقستان ولسمشر د جون په میاشت کې اعلان وکړ، چې له افغانستان سره د اقتصادي اړیکو د پراختیا په خاطر یې د اسلامي امارت نوم د ترهګرو ډلو له نوملړ څخه ایستلی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د متحده عربي اماراتو بهرنیو چارو وزارت هم د افغانستان اسلامي امارت د استازي بدرالدین مولانا باورلیک منلی دی.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!