تازه خبرونه
په بامیان کې سېلابونو ځاني او مالي زیانونه اړولي
دا سېلاب د سې شنبې پر ورځ (د چنګاښ پر پېنځمه) د بامیان ولایت د یګاولنګ نمبر ۱ولسوالۍ د ځینو سیمو په ګډون د دزدان چشمې، هزار چشمې او پودینېتو کلیو کې راوتلي دي.
په بامیان ولایت کې د سېلابونو له کبله ۷ ځايي اوسېدونکي مړه شوي، لس ورک دي او ډېرو خلکو ته یې مالي زیانونه اړولي دي.
دا سېلاب د سې شنبې پر ورځ (د چنګاښ پر پېنځمه) د بامیان ولایت د یګاولنګ نمبر ۱ولسوالۍ د ځینو سیمو په ګډون د دزدان چشمې، هزار چشمې او پودینېتو کلیو کې راوتلي دي.
د باميان ولايت د مطبوعاتي دفتر وياند عبدالصبور سيغاني وايي، د دې ولايت په يکاولنګ په نمبر ۱ ولسوالۍ کې د سېلابونو له کبله اووه کسان مړه شوي او لس نور ورک دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د پېښې قربانیان ټول د دوه کورنیو غړي دي.
سیغاني ویلي، د ورکو شویو کسانو لټون روان دی.
د راپورونو له مخې، د وروستیو ورځو سیلابونو په ورس، پنجاب او کهمرد ولسوالیو کې هم مالي زیانونه اړولي دي.
اړوند خبرونه:
په افغانستان کې د وروستیو سیلابونو له کبله ۵۴۰ کسان مړه شوي – م.م
په افغانستان کې د روانو سیلابونو له کبله لسګونه زره ماشومان اغېزمن شوي