تازه خبرونه
په بادغیس ولایت کې زلزلې ۳۰ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

سیمه ییزو چارواکو څرګنده کړې، چې د دوشنبې پر ورځ د افغانستان په لويدیځ بادغیس ولایت کې زلزلې ۲۶ کسان مړه کړي، ۴ ژوبل او سلګونه کورونه ویجاړ شوي دي.
رویټرز د سیمه ییزو چارواکو لخوا د خپاره شويو انځورونو له مخې څرګنده کړې، چې د ریښتر پر کچه ۵ اعشاریه ۶ درجې زلزلې له ترکمنستان سره پر ګډه پوله پروت بادغیس ولایت ولړزاوه، چې او له خښتو جوړ شوي سلګونه کورونه یې ویجاړ کړل.
د بادغیس ولایتي ادارې د اطلاعاتو او فرهنګ مشر باز محمد سروري زیاته کړې: له بده مرغه زمونږ لومړني راپورونه ښيي، چې د پېنځه ښځو او څلور ماشومانو په ګډون ۲۶ کسان مړه شوي او څلور نور ټپیان دي.
نوموړي د اسلامي امارت ځواکونو ته په نغوته کې څرګنده کړې: مجاهدین یو شمېر زیانمنو سیمو ته رسېدلي؛ خو بادغیس یو غرنی ولایت دی ښايي د تلفاتو شمېر له دې هم لوړ شي.
هغه زیاته کړې، چې اوس هم په سیمه کې سخت باران روان دی.
د رویټرز د راپور له مخې؛ د افغانستان د بېړنیو چارو وزارت د بېړنیو عملیاتو مرکز مشر ملا جانان ساقي د وژل شویو کسانو شمېر تائید کړی او ویلي یې دي، چې له ۷۰۰ ډېر کورونه زیانمن شوي دي.
د بادغیس په مرکز کې د مرکزي روغتون د نرسنګ مشر ثناء الله ثابت وایي؛ دوی ته د زلزلې پېنځه ټپیان ورلېږدول شوي، چې د ډېرو یې هډوکي مات شوي دي.
د اروپایي سرچینو د څرګندونو له مخې، یاده زلزله ۳۰ کیلومټره ( ۱۸ اعشاریه ۶۴ میله) ژوروالی لري.