تازه خبرونه

په ایران کې پر بند د محکوم شویو افغان بندیانو د لېږد بهیر پیل شو

پر لومړۍ ورځ ۱۴۹ کسه افغان بندیان، چې پر بند محکوم شوي وه؛ له هغې وروسته افغانستان ته راولېږدول شول، چې د دوی هویتونه په ایران کې د افغانستان اسلامي امارت د استازو د ګډې ډلې لخوا تائید شول.

Published

on

(Last Updated On: )

د روان کال د سېشنبې پر ورځ( د کب اته‌ویشتمه) په ایران کې د بند پر سزا د محکوم شویو افغان بندیانو د لیږد بهیر د افغانستان اسلامي امارت د سفارت د چارسمبالي( سرپرست) فضل محمد حقاني او د کوربه هېواد د عدلیې وزارت د چارواکو په شتون کې پیل شو.

پر لومړۍ ورځ ۱۴۹ کسه افغان بندیان، چې پر بند محکوم شوي وه؛ له هغې وروسته افغانستان ته راولېږدول شول، چې د دوی هویتونه په ایران کې د افغانستان اسلامي امارت د استازو د ګډې ډلې لخوا تائید شول.

ټاکل شوې، چې دا بندیان د افغانستان اسلامي امارت له قوانینو سره سم د خپل بند پاتې موده په افغانستان کې تېره کړي.

دغه راز د کوربه هېواد د عدلیې وزارت د مجرمینو د لېږد کمیټې ویلي، چې دا بهیر به د کوچني اختر له رخصتیو وروسته هم روان وساتل شي.

د یادونې ده، چې د چارشنبې پر ورځ یو شمېر نور افغان بندیان، چې پر بند محکوم شوي وه؛ د هویت له تائید وروسته افغانستان ته راولېږدول شول.

Trending

Exit mobile version