سیمه ییز خبرونه
په ایران کې د لیتیم پراخې زیرمې وموندل شوې

(Last Updated On: )
د ایران د صنایعو، کانونو او سوداګرۍ وزارت یوه چارواکی ويلي، د لومړي ځل لپاره د دغه هېواد په همدان ښار کې د لیتیم پراخې زېرمې موندل شوې دي.
ایرانيو چارواکو ویلي، چې دغه زیرمې اته نیم میلیون ټنه لیتیم لري.
لیتیم، چې ډېري یې د ۲۱ پېړۍ تېل بولي؛ د ګرځند په ګډون د برښنایي وسایطو او برښنایي وسایلو په بطریو کې بنسټیزه برخه ده.
په ۲۰۲۲ ز. کال کې د امریکا د ځمکپوهانو د سروې له مخې، په ټوله نړۍ کې د ۸۹ میلیون ټنو لیتیم زیرمې موندل شوي؛ آسترالیا، چیلي، ارجنتاین او چین د دې سپینو فلز اصلي تولیدونکي دي.
تېر کال په ورته وخت کې د پاکو موټرو د غوښتنو له ډېرېدو سره د پرزو د بيې د لوړېدو او د عمومي انفلاسيون له کبله د ليتيم بيه هم لوړه شوه.
ایران د طبیعي زیرمو لکه ګاز، تېلو، مسو او اوسپنې له پلوه د نړۍ یو له بډایه هېوادونو څخه دی.