نړۍ

په اوکراین کې د سولې لپاره استعفا ته چمتو یم

له نوموړي د یوې خبري ناستې په بهیر کې وپوښتل شول؛ آیا چمتو دی، چې خپله دنده پریږدي که دا د سولې د خوندي کولو پر معنا وي؟

Published

on

(Last Updated On: )

رویټرز څرګنده کړې: د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي د یکشنبې پر ورځ ویلي، چې که دا په اوکراین کې د سولې معنا ولري؛ نو هغه چمتو دی، چې ګوښه شي او دا تشه د ناټو په پوځي ائتلاف کې د خپل هېواد پر غړیتوب ډکه کړي.

له نوموړي د یوې خبري ناستې په بهیر کې وپوښتل شول؛ آیا چمتو دی، چې خپله دنده پریږدي که دا د سولې د خوندي کولو پر معنا وي؟

له غصې ډک زیلینسکي داسې ځواب ورکړ: “که دا د اوکراین لپاره د سولې معنا ولري او تاسې ورته واقعاً اړتیا ولرئ؛ زه خپله دنده پریږدم او ورته چمتو یم.”

ولسمشر زیلینسکې زیاته کړې: “زه کولی شم دا د ناټو له غړیتوب سره تبادله کړم. که دا شرط وي، سمدلاسه.”

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلو خبرو کې زیلینسکي “دیکتاتور” یاد کړ او په اوکراین کې یې د ټاکنو پر ترسره کولو هغه تر فشار لاندې نیولی دی.

د اوکراین قانون د پوځي حکومت په بهیر کې د ټاکنو ترسره کول منع کوي؛ زیلینسکي دا حکومت پر اوکراین د ۲۰۲۲ کال په فبروري کې د روسیې د یرغل پر ورځ اعلان کړ.

ټرمپ دا هم دروغ وګڼل، چې زیلینسکي څلور سلنه محبوبیت لري.

زیلینسکي د یکشنبې پر ورځ د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین ته په نغوته (اشاره) کې وویل: “زه به د څو لسیزو لپاره په واک کې نه‌یم؛ خو مونږ به پوتین ته اجازه ورنکړو، چې د اوکراین په خاوره کې واک او ځواک ولري.”

په روانه اوونۍ کې خپره شوې یوه نظرپوښتنه ښیي، چې د زیلینسکي د تائید درجه ۶۳ سلنه ده او هغه د یکشنبې پر ورځ د ټرمپ د ادعاوو په اړه د بحث پر مهال دې ته نغوته وکړه او د هغه ناسمې څرګندونې یې “خطرناکه” یادې کړې.

زیلینسکي ویلي: “زه باور لرم، چې دا تېروتنه نده، بلکې ناسم معلومات دي، چې اغېز لري.”

د ټرمپ لخوا د زیلینسکي په اړه نیوکه په داسې حال کې رامنځته شوې، چې د دواړو مشرانو ترمنځ اړیکې په وروستیو اوونیو کې خرابې شوې دي.

زیلینسکي د بشپړې جګړې په بهیر کې د ټاکنو له ترسره کولو سره مخالف دی. له دې دریځه د هغه کورني سیاسي مخالفان هم ملاتړ کوي.

د اوکراین ولسمشر دا هم ویلي، چې هغه غواړي ټرمپ د اوکراین لپاره د یوه ملګري په توګه او د کیف او مسکو ترمنځ د یوه ساده منځګړي په توګه وګوري.

ټرمپ ویلي؛ اوکراین باید د هغو مرستو په بدل کې، چې کیف د جو بایډن له پخوانۍ ادارې ترلاسه کړي؛ امریکا ته ۵۰۰ میلیارډ ډالر اړین اومه کاني توکي ورکړي.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ زیلینسکي تېره اوونۍ د امریکا د هغه هراړخیز وړاندیز له لاسلیک کولو څخه ډډه وکړه، چې له مخې به یې واشنګټن د اوکراین د اړینو منرالونو په ګډون۵۰ سلنه ګریفایټ، یورانیم، ټایټانیوم او لیتیم ترلاسه کړي.

هغه ویلي، چې غواړي یوه معامله وکړي؛ خو په بدل کې باید د اوکراین لپاره امنیتي تضمینونه چمتو کړي.

هغه د جمعې پر ورځ ویلي، چې د امریکا او اوکراین کاري ډلې پر یوه تړون کار کوي؛ ټرمپ ویلي، چې تمه ده، چې دا تړون به ډېر ژر لاسلیک شي.

د یکشنبې پر ورځ زیلینسکي په یوه خبري کنفرانس کې ویلي؛ هغه دا نظر ردوي، چې اوکراین د امریکا ۵۰۰ میلیارډ ډالر پوروړی دی.

زیاینسکي ویلي:”داسې هیڅ بڼه نشي رامنځته کېدی، چې مونږ له پخوانیو مرستو پوروړي کړي.”

زیلینسکي د روانې اوونۍ په پیل کې ویلي، چې واشنګټن له روسیې سره د خپلې نږدې درې کلنې جګړې په بهیر کې اوکراین ته ۶۷ میلیارډ ډالر وسلې او ۳۱.۵ ميلیارډ ډالر د ملاتړ لپاره له بودجې ورکړي دي.

زیلینسکي د کانونو د قرارداد په اړه څرګنده کړې: “زه به هغه څه لاسلیک نه‌کړم، چې د اوکراین ۱۰ نسلونه به یې پوروړي پاتې وي.”

د اوکراین د اقتصاد وزیرې یولیا سویرینکو د یکشنبې پر ورځ ویلي، چې د روسیې لخوا نیول شوی اوکراین ۱۸ سلنه شاوخوا ۳۵۰ میلیارډ ډالرو پر ارزښت اړین اومه توکي لري.

هغې زیاته کړې، چې اوکراین د لسیزو زړو معلوماتو تازه کولو لپاره د ځمکپوهنې د نورو څېړنو د ترسره کولو په حال کې دی.

د اوکراین د ولسمشرۍ د دفتر مشر اندري یرماک د یکشنبې پر ورځ ویلي، چې هغه د اوکراین د کانونو د پراختیا لپاره د یوې هوکړې په اړه له لوړ پوړو امریکایي چارواکو سره نوې رغنده خبرې اترې کړې دي.

یرماک په ټیلیګرام کې لیکلي: “مونږ له خپل کار سره مخ پر وړاندې ځو. دا یو رغنده بحث و”.

Trending

Exit mobile version