کوید۱۹
په انګلستان کې د کرونا ویروس ۳۱۳۴۸ نوې پېښې او ۱۲۲ مړینې ثبت شوي

(Last Updated On: )
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ انګلستان د شنبې پر ورځ د تلې ۳ د کرونا ویروس ۳۱۳۴۸ نوې پېښې او په ۲۸ ورځو کې ترې د ۱۲۲ مړینې ثبت کړې دي.
دغه شمېر د جمعې د ورځې ۳۵۶۲۳ له نویو پېښو او ۱۸۰ مړینو سره پرتله شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د روغتیا نړیوالې ټولنې د څرګندونو له مخې؛ په ټوله نړۍ کې له ۲۲۶.۸ میلیون ډېر خلک پر کرونا اخته شوي او د مړینې شمېر هم ۴.۶۶ میلیون کسانو ته رسېدلی دی.
د روغتیا نړیوال سازمان راپور ورکړی، چې د سې شنبې تر ورځې به په ټوله نړۍ کې ۵۶۳۴۵۳۳۰۴۰ ډوز واکسین پلي شوي دي.