تازه خبرونه
په امریکا کې یو ځانګړی کمیسیون د افغانستان ۲۰ کلنه جګړه ارزوي

د امریکا ولسمشر جو بایډن په افغانستان کې د شل کلنې جګړې د څېړلو او ارزولو لپاره د یوه کمیسیون د جوړولو فرمان صادر کړی، چې په کې ۱۶ جمهوري غوښتونکي او ډیموکراټ سناتوران غړیتوب لري.
امریکا غواړي، چې له افغانستان څخه د ځواکونو له بشپړ وتلو څلور میاشتې وروسته په افغانستان کې خپله شل کلنه جګړه بیا وارزوي.
د سپینې ماڼۍ د یوې اعلامیې له مخې، نوی جوړ شوی کمیسیون اوس هم د ۲۰۰۱ کال د جګړې د پیل او د سپټمبر د یوولسمې د بریدونو څرنګوالی ارزوي؛ د دې جګړې د ښکاره او پټو ماموریتونو، رازونه او اړخونه به وڅيړي او پایلې به یې په ډاګه کړي.
سپینه ماڼۍ وايي، ولسمشر بایډن د ۲۰۲۲ زېږدیز کال د ملي دفاع د جواز ورکولو له قانون سره سم په افغانستان کې د امریکا د ناکامۍ د لاملونو د ارزونې لپاره د ۱۶ کسیز کمېسیون د جوړولو پلان هم لاسلیک کړی دی.
د دغه کمیسیون د جوړولو په پلان کې راغلي: کمیسیون په افغانستان کې د جګړې هر اړخیزه ارزونه کوي او د ځواکونو د زیاتوالي او کمیدو د اغېزو په ګډون به د ټاکلي مهالوېش له تاکتیکي او سټراټیژیکو درسونو د راتلونکیو عملیاتو د خبرتیا لپاره سپارښتنې وکړي.
د دې کمیسیون غړي د امریکا د دوه مهمو ګوندونو له خوا ټاکل کیږي.
د دې کمیسیون غړیو ته وخت ورکړ شوی، چې له لومړۍ غونډې وروسته د یو کال په موده کې لومړنی راپور او په درې کلونو کې وروستنی راپور وړاندې کړي.
دغه ۱۶ کسیز کمیسیون به د جورج ډبلیو بوش په مشرۍ په افغانستان کې د جګړې د پیل، له ۲۰۰۱ کال مخکې د افغانستان په اړه د امریکا د تګلارې او د سپټمبر د یوولسمې د بریدونو په اړه، چې پر افغانستان د امریکا د برید لامل شول، هم وڅېړي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي ویلي؛ امریکا افغانستان اشغال کړی و او زیان یې په جګړه کې لیدلی زیانمنه هم پخپله امریکا ده.
د امریکا د ولسمشر مرستیالې له افغانستان څخه د ټولو امریکايي پوځیانو د ایستلو په اړه د خپل هېواد له پرېکړې دفاع وکړه.
هغې له سي بي ایس ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي، چې د امریکايي ځواکونو د وتلو پرېکړه پخوانۍ ادارې کړې وه.
د امریکا ولسمشر مرستیاله کاملا هاریس ویلي؛ په یاد ولرئ، چې د امریکا پخوانۍ ادارې له طالبانو سره د معاملې خبرې کړې وې؛ خو افغان حکومت ته یې د خبرو بلنه نه وه ورکړې. په خبرو او هوکړې کې دا ژمنه شوې وه، چې د مې میاشتې تر پایه به له افغانستان څخه ټول ځواکونه وباسو.
له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه د امریکا له لوري د دوحې د هوکړې له عملي کېدو وروسته، په افغانستان کې د امریکا شل کلنه جګړه پای ته ورسېده او د خپلو ځواکونو له وتلو سره اسلامي امارت د کابل واک بېرته ترلاسه کړ.