نړۍ
په امریکا کې یوه ښځه یو ناڅاپه میلیونره شوه

د امریکا د کالیفورنیا اوسیدونکې لاکوډرا اډوارډز په یوه شپه کې يو ناڅاپه ملیونره شوه.
نوموړې د ټارزانا په لوی پلورنځي کې د پلور یوه برښنایي ماشین ته ۴۰ ډالر ورغورځولي وه او غوښتل یې، چې خپله ټاکلې لوبه غوره او پیل کړي؛ خو ورسره د یوه لاروي پر لګېدو یې ناڅاپه د ۳۰ ډالرو تڼۍ غوره او کېکاږله.
د ګارډین د څرګندونو له مخې: هغې، چې تل یې ارزانه ټکټونه پېرودل؛ خو کله یې، چې خپل نوی ټکټ ګراوه، وپوهېده، چې ژوند یې بدل شوی او د ۱۰ میلیون ډالرو د لاټرۍ ګټونکې شوې ده.
لاکوډرا اډوارډز وایي: هغه سړی راسره ولګېده او څه یې ونه ویل. کله، چې زه بېرته خپل موټر ته راغلم، وپوهېدم، چې څه پیښ شوي. باور مې نه شو کولی، نږدې و ټکر وکړم. ما څو ځلې په ماشین کې خپل ټکټ سکین هم کړ.
هغې زیاته کړې: زه اوس هم حیرانه یم. یوازنی شی، چې یادیږی مې دا دی؛ کله، چې وپوهېدم ګټونکې یم ومې ویل: زه بډایه یم.
ویل کیږي، چې نوموړې اوس غواړي یو کور واخلي او د یوه خیریه بنسټ پر جوړولو خپلو خلکو ته خدمت وکړي.
نړۍ
اروپايي ټولنه د فلسطین له ادارې سره مالي ملاتړ زیاتوي
د مډیټرانې لپاره اروپايي کمیشنرې ډوبراوکا سوئیکا ویلي، چې دا مالي ملاتړ د فلسطیني ادارې له اصلاحاتو سره مل دی؛ ځکه، چې د نیوکه کوونکو لخوا د فساد او کمزورې حکومتدارۍ تور پرې لګول شوی دی.

د منځني ختیځ لپاره اروپايي کمیشنرې رویټرز ته د مرکې پرمهال ویلي، چې اروپايي ټولنه به د فلسطین له ادارې سره خپل مالي ملاتړ د شاوخوا ۱.۶ میلیارډ یورو (۱.۸ میلیارډ ډالرو) پر ارزښت د درې کلونو لپاره زیات کړي.
د مډیټرانې لپاره اروپايي کمیشنرې ډوبراوکا سوئیکا ویلي، چې دا مالي ملاتړ د فلسطیني ادارې له اصلاحاتو سره مل دی؛ ځکه، چې د نیوکه کوونکو لخوا د فساد او کمزورې حکومتدارۍ تور پرې لګول شوی دی.
سوئیکا ویلي: “مونږ له دوی څخه غواړو، چې ځانونه اصلاح کړي؛ ځکه له اصلاحاتو پرته به دوی دومره پیاوړي او باوري نهوي، چې نه یوازې زمونږ ته، بلکې د اسرائیلو لپاره هم خبرې اترې وکړي.”
د کمشنرې دا څرګندونې د دوشنبې پر ورځ په لوګزامبورګ کې د اروپايي ټولنې بهرنیو چارو وزیرانو او د لومړي وزیر محمد مصطفی په ګډون د لوړ پوړیو فلسطیني چارواکو ترمنځ د لومړي “لوړ پوړي سیاسي ډیالوګ” څخه مخکې وشوې.
رویټرز راپور ورکړی؛ اروپايي ټولنه د فلسطینیانو لپاره ترټولو لویه مرسته کوونکې ده او د اروپايي ټولنې چارواکي هیله لري، چې د لویدیځې غاړې فلسطیني اداره ممکن یوه ورځ د اسرائیلو او حماس وسلوالو ترمنځ د جګړې له پای ته رسېدو وروسته د غزې مسوولیت پر غاړه واخلي.
د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو حکومت تر اوسه پورې د فلسطین حکومت ته د غزې د سپارلو مفکوره رد کړې او د اروپايي ټولنې د دوه دولتونو د حل لارې پراخ هدف څخه یې ډډه کړې، چې په کې د فلسطیني دولت جوړول هم شامل دي.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ سوئیکا ویلي، چې ۶۲۰ میلیون یورو به د مالي ملاتړ او د فلسطین د حکومت د اصلاحاتو لپاره، ۵۷۶ میلیون یورو به په لویدیځه غاړه او غزه کې د “مقاومت او بیا رغونې” لپاره او ۴۰۰ میلیون یورو له اروپا پانګونې بانک څخه په پورونو کې ورکړ شي، چې د بانک د اداري بورډ لخوا تصویب ځانګړي شي.
هغې ویلي، چې په تېرو ۱۲ کلونو کې د PA لپاره د اروپايي اتحادیې منځنی ملاتړ شاوخوا ۴۰۰ میلیون یورو دی.
سوئیکا وایي: “مونږ اوس په فلسطیني اداره کې په باوري ډول پانګونه کوو.”
زه فکر کوم، چې د امریکا پولاډ، چې د نړۍ یو له لویو شرکتونو څخه دی؛ باید زمونږ په هېواد کې پاتې شي.
نړۍ
د اوکراین د شخړې د حل لپاره خبرې ښې روانې دي – ټرمپ
ټرمپ نن (یکشنبه) ویلي، چې د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا پر منځګړیتوب خبرې اترې ممکن ښې روانې وي.

ټرمپ ويلي، چې د اوکراین خبرې ممکن ښې روانې وي؛ خو د چوپ پاتې کیدو وخت شته دی.
ټرمپ نن (یکشنبه) ویلي، چې د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا پر منځګړیتوب خبرې اترې ممکن ښې روانې وي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د واشنګټن پر منځګړیتوب د روسیې او اوکراین ترمنځ د خبرو اترو په اړه دا هم وویل: ” کله ناکله باید پرېکړه وشي، چې آیا مونږ عمل وکړو او اقدام ترسره کړو یا دا، چې خبرې بندې او چوپ پاتې شو.”
د جمعې پر ورځ د ټرمپ ځانګړي استازي سټیو ویټکوف د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د سولې د ترلاسه کولو پر لارو چارو خبرې وکړې.
دا خبرې اترې په داسې وخت کې وشوې، چې د دواړو خواوو ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره د سولې له احتمالي تړون څخه مخکې د اوربند د هوکړې لپاره خبرې اترې د بشپړ اوربند د شرایطو په اړه د اختلافاتو له کبله پر ټپه درېدلې وې.
د روسیې او امریکایي پلاوي ترمنځ په وروستۍ ناسته کې ویل شوي، چې په اوکراین کې د اوربند د ټینګولو لپاره تر ټولو چټکه لار به د یوې داسې سټراټیژۍ ملاتړ وي، چې د اوکراین د څلورو ختیځو سیمو کنټرول ورکړ شي.
نړۍ
ټرمپ د تعرفو په اړه خپل دریځ بدل کړ
د ټرمپ په دریځ کې د چارشنبې پر ورځ د نویو تعرفو له نافذېدو څخه څه ناڅه څلیریشت ساعته وروسته بدلون رامنځته شو.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه درندې تعرفې وځنډولې، چې په دې وروستیو کې یې پر لسګونو هېوادونو نه یوازې لګولې وې، بلکې دې کار یې د ونډو بازارونه یو ځل بیا لوړ کړل؛ خو هغه د نړۍ له دوهیم لوی اقتصاد چین سره سوداګریزه جګړه خوندي کړه.
د ټرمپ په دریځ کې د چارشنبې پر ورځ د نویو تعرفو له نافذېدو څخه څه ناڅه څلیریشت ساعته وروسته بدلون رامنځته شو.
د تعرفو لګولو له کبله د ونډو له بازارونو څخه په ټریلیونونو ډالر لرې شول.
ټرمپ له دې اعلان وروسته خبریالانو ته وویل: “ما فکر کاوه، چې خلک به یو څه له کرښې ووځي، پوهیږئ، چې عصباني کیږي.”
د ۹۰ ورځو لپاره د تعرفو له ځنډولو سره حتا د چین ونډې د حکومت د ملاتړ په هیله لوړې شوې. که څه هم د یوان اسعارو د نړیوال مالي بحران راپدېخوا تر ټولو ټیټې کچې ته راټیټ شوی دی.
د جنوري په میاشت کې سپینې ماڼۍ ته له راستنېدو راپدېخوا ټرمپ پرلهپسې خپلو سوداګریزو شریکانو ته پر یو لړ جزایی اقداماتو ګواښونه کړي دي؛ خو وروسته یې ځینې لغوه کړي دي. د هغه متزلزله دریځ د نړۍ مشران او سوداګر مغشوش کړي دي.
-
تازه خبرونه5 days ago
د امریکا د استازو جرګې د نوې لایحې له مخې اسلامي امارت نړیوالو مرستو ته لاسرسی نشي موندلی
-
نړۍ5 days ago
ټرمپ د تعرفو په اړه خپل دریځ بدل کړ
-
تازه خبرونه4 days ago
یوناما په افغانستان کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د پایلو په اړه خپل راپورخپور کړ
-
نړۍ2 days ago
د اوکراین د شخړې د حل لپاره خبرې ښې روانې دي – ټرمپ
-
سیمه ییز خبرونه5 days ago
په منځني ختیځ کې د بي -۲ الوتکو ځای پرځای کول به د ایران لپاره پیغام وي که نه – پنټاګون
-
تازه خبرونه4 days ago
اسلامي امارت د مسکو په اړه مثبت نظر لري – روسيه
-
نړۍ15 hours ago
اروپايي ټولنه د فلسطین له ادارې سره مالي ملاتړ زیاتوي
-
تازه خبرونه4 days ago
د افغانستان د همغږۍ ډلې غونډه د ترکیې پر کوربتوب جوړه شوه