تازه خبرونه
په امریکا کې زرګونه کسانو د ترمپ پر پلوۍ لاریون وکړ
رویترز څرګنده کړې، چې د ولسمشر دونالد ترمپ په زرګونه پلویانو د شنبې پر ورځ ( د لړم ۲۴) په واشنګتن ښار کې د ټاکنیزو درغلیو پر وړاندې لاریون وکړ او رامنځته شوې درغلۍ یې وغندلې.
د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ د ولسمشریزو ټاکنو په لومړۍ اوونۍ کې ویلي وه، چې د ټاکنو پایلې ورته د منلو ندي او هغه به پدې اړه قانوني هڅې تر سره کړي.
د امریکا ټاکنیزو چارواکو ویلي، چې په ټاکنو کې د درغلیو د ثابتولو لپاره هیڅ سند نشته.
د ترمپ پلویانو، چې د امریکا بیرغ یې لېګداوه په واشنګتن کې یې د سترې محکمې مخې ته خپل اعتراضي غږ پورته کړ.
د لاریونوالو له غوښتنو او پوښتنو وروسته، ترمپ تویت وکړ، چې د هغه ملاتړي به په ټاکنو کې له رامنځته شویو درغلیو ملاتړ ونکړي.
رویترز زیاته کړې، چې د لاریونکوونکیو تر منځ برسېرنې شخړې هم رامنځته شوي؛ خو وضعیت بېرته عادي حالت ته راګرزېدلی دی.
د رویترز د څرګندونو له مخې؛ یو تن په لاریونونو کې ټپي شوی او ۱۰ نور د پولیسو لخوا نیول شوي دي.
تازه خبرونه
ایران او پاکستان د افغانستان په اړه ګډه اعلامیه خپره کړه
ایران او پاکستان په یوه ګډه اعلامیه کې د یو سولهییز، متحد، خپلواک او له ترهګرۍ او نشهیي توکو قاچاق څخه د پاک افغانستان په اړه پخپلو ژمنو ټینګار څرګند کړی دی.
دواړو لوریو د ترهګریزو ډلو شتوالي ته په افغانستان کې نغوته کړې، چې سیمې او نړۍ ته امنیتي ګواښ دی؛ نو پر وړاندې یې پر مبارزه، همکارۍ او متحدې جبهې جوړولو ټینګار کړی دی.
دوی دغه راز د سیمې د امنیت او ثبات د ډاډمنولو لپاره د سیمهییزې او نړیوالې همغږۍ د اړتیاوو پر اهمیت خبرې کړې دي.
دواړه لوري د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته د احترام کولو تر څنګ څرګندوي؛ د دې هېواد ټولې خواوې باید په بنسټیزو پرېکړو کې ونډه ولري، چې په هېواد کې د سولې او ثبات لامل شي.
تازه خبرونه
له ۱۰۰۰ ډېر افغان مهاجرین له پاکستان څخه جبري وایستل شول
د مهاجرینو چارو وزارت ویلي، چې د غویي پر څلورمه د سپین بولدک له فرضي کرښې څخه ۱۰۰۱ افغان مهاجرین پر جبري بڼه خپل هېواد ته راستانه شول.
د کندهار سپین بولدک سرحدي آمریت د راپور له مخې؛ ۱۹۱ کورنۍ، چې ۹۹۸ کسان دي او درې کسان نور، چې له بنده ازاد شوي؛ په جبري توګه له پاکستان څخه هېواد ته راستانه شول.
د مهاجرینو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ د مهاجرینو چارو له ریاست سره له نوم لیکنې وروسته د نورو مرستو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د مهاجرت او د خوړو نړیوالې ټولنې دفترونو ته ور وپېژندل شول.
دغه راز له ۱۸ کلونو کم عمره دوه کسان، چې بندیان ول د مرستې لپاره OMPO موسسې ته ور پېژندل شوي.
ویل کیږي، چې له هرې کورنۍ سره د حکومت له لوري لس – لس زره افغانۍ نغدي مرسته هم شوې ده.
تازه خبرونه
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د ازبکستان په شپږ اړخیزه غونډه کې ګډون وکړ
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي حميدالله اخوندزاده پرون (سې شنبه د غویی څلورمه) د يوه پلاوي پر مشرۍ ازبکستان ته سفر کړی او د دې هېواد پر کوبتوب یې د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ په شپږ اړخيزه غونډه کې ګډون وکړ.
د افغانستان پلاوي په دې کتنه کې د نورو هېوادونو له استازیو سره د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ د شپږ اړخيز دهليز له لارې د راکړې ورکړې د پراختيا په اړه خبرې وکړې.
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ويلي، چې د دې غونډې په څنډه کې د دغه وزارت چارسمبالي د روسیې او بلاروس د ټرانسپورټ له مرستیالانو سره هم وکتل.
دغه راز د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د روسيې او بېلاروس د ټرانسپورټ وزارتونو له مرستيالانو سره د افغانستان او روسيې، افغانستان او بېلاروس ترمنځ د ټرانزيټي لارو د پراختيا او د ټرانسپورټي اسانتياوو د برابرولو په اړه خبرې وکړې.
ویل کیږي، چې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د افغانستان په چارو کې د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي او د ټرانسپورټ له وزیر سره دوه اړخیزې ناستې کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ټرانزیټ پر پراختیا بحث او خبرې کړې دي.
-
تازه خبرونه2 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ3 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
نړۍ2 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
تازه خبرونه3 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
لوبی3 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
لوبی2 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
سیمه ییز خبرونه2 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ
-
تازه خبرونه1 day ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو