Connect with us

تازه خبرونه

په امریکا کې د رالوېدلې الوتکې افغان پیلوټ د ښوونکي مشوره له پامه غورځولې وه

خپور شوی

د

(Last Updated On: )

د امریکا د ترانسپورت ملي خوندیتوب بورډ څرګنده کړې: د افغان هوايي ځواک د پخواني پیلوټ لوتکه ، چې په اوریګون ایالت کې د روزنیزې الوتنې پر مهال رالوېدلې وه؛ د ښوونکي مشوره له پامه غورځولې او د هوا د خرابوالي له کبله هوايي ډګر ته راونه‌ګرځېده.

دوه اوونۍ مخکې د دغې روزنیزې الوتکې د لوېدو په پېښه کې درې کسان، چې ټول پخوا په افغانستان کې د پوځ پیلوټان ول؛ مړه شول.

د اسوشیټیډ پرس د راپور له مخې؛ د امریکا د ترانسپورت ملي خوندیتوب بورډ د جمعې پر ورځ په خپل راپور کې څرګنده کړې، چې د الوتکې پاتې شوني او انجن ښیي، چې د الوتنې پر مهال کومه تخنیکې ستونزه رامنځته شوې نه‌ده.

په دې راپور کې راغلي؛ د الوتکې مالک پیلوټ ته اجازه ورکړې وه، چې الوتکه د خپلې ځانګړې شهادت‌نامې او د سوداګریزې الوتنې د پیلوټۍ سند د ترلاسه کولو لپاره وکاروي.

د راپور له مخې؛ الوتکه لومړی د برښنا له ستنې سره ټکر شوه او بیا ترې د ۱۸ مټرۍ په واټن کې راولوېده.

له ۲۰۲۱ ز. کال راپدیخوا له ۱۴۰۰ ډېر افغانان د امریکا په اوریګون ایالت کې د کډوالو په توګه میشت شوي دي.

تازه خبرونه

 په هرات کې د ټاپي نل‌لیکې ۱۴ کیلومټره کار بشپړ شو – عبدالله یوف

د هرات والي دفتر نن (پنجشنبه) په یوه رسنیزه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې عبدالله یوف د ټاپي پروژې د پرمختګ په اړه یو لنډ راپور له والي اسلام جار سره شریک کړ.

Published

on

(Last Updated On: )

په افغانستان کې د ټاپي پروژې مشر بګنج عبدالله یوف د هرات له والي نور احمد اسلام جار سره وکتل او په دې ولایت کې یې د نل‌لیکې د غځولو د بهیر له چټکتیا خبر ورکړ.

د هرات والي دفتر نن (پنجشنبه) په یوه رسنیزه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې عبدالله یوف د ټاپي پروژې د پرمختګ په اړه یو لنډ راپور له والي اسلام جار سره شریک کړ.

د یادې خبرپاڼې له مخې، د ټاپي پروژې مشر د اړینو آسانتیاوو په برابرولو کې د دې ادارې له همکارۍ ستاینه وکړه او اعلان یې وکړ، چې د ۱۴ کیلومټره پایپ ایښودلو کار بشپړ شوی او سربېره پردې د پروژې ۲۴ کیلومټره لار هم پخه شوې ده.

په دې غونډه کې د هرات والي هم د دې پروژې د کار د پرمختګ په برخه کې د ټاپي پروژې د چارواکو له هڅو هرکلی وکړ او په افغانستان کې یې د ټاپي پروژې مشر ته د کار د چټک پرمختګ لپاره د اړینو اسانتیاوو په برابرولو کې د سیمه‌ییزې ادارې له بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.

Continue Reading

تازه خبرونه

طارق علي بخیت د افغانستان په اړه له جاپاني چارواکو سره وکتل

د اسلامي همکاریو ټولنې په یوه رسنیزه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې ناسته کې په ټولیزه توګه د افغانستان پر اوسني وضعیت راوڅرخېدل او د دې ټولنې او جاپان ترمنځ یې د بشري همکاریو د زیاتولو لارې چارې وارزول شوې.

Published

on

(Last Updated On: )

د افغانستان د چارو لپاره د اسلامي همکاریو ټولنې ځانګړي استازي طارق علي بخیت د افغانستان په اړه د جاپان د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال کامډا ماسایوکي پر مشرۍ له جاپاني پلاوي سره خبرې اترې کړې دي.

د اسلامي همکاریو ټولنې په یوه رسنیزه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې ناسته کې په ټولیزه توګه د افغانستان پر اوسني وضعیت راوڅرخېدل او د دې ټولنې او جاپان ترمنځ یې د بشري همکاریو د زیاتولو لارې چارې وارزول شوې.

د دې خبرپاڼې له مخې؛ دواړو خواوو د افغانانو د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره د پرله‌پسې همکارۍ پر اړتیا ټینګار وکړ.

په دې رسنیزې خبرپانه کې راغلي، چې په جده کې د جاپان جنرال قونسل او د هغه مرستیال هم په پلاوي کې برخه لرله.

دا په داسې حال کې ده، چې دا ناسته د سعودي عربستان په جده ښار کې د افغانستان د چارو لپاره د اسلامي همکاریو ټولنې د ځانګړي استازي په دفتر کې شوې ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

افغان بېسیم د ننګرهار په کوزکوڼر ولسوالۍ کې یو نوی سایټ فعال کړ

د افغان بېسیم چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د دې سایټ پر جوړولو زرګونو کورنیو مخابراتي او انټرنیټي خدماتو ته لاسرسی موندلی دی.

Published

on

(Last Updated On: )

د افغان بېسیم مخابراتي شرکت چارواکو ويلي، چې د ننګرهار ولایت په کوزکوڼر ولسوالۍ کې یې یو نوی سایټ فعال کړی دی.

د افغان بېسیم چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د دې سایټ پر جوړولو زرګونو کورنیو مخابراتي او انټرنیټي خدماتو ته لاسرسی موندلی دی.

دوی زیاته کړې، چې افغان بېسیم به ډېر ژر په دې سیمو کې د ۴‌جي 4G انټرنیټي خدمتونه هم فعال کړي.

دغه راز د ننګرهار مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست چارواکو ويلي، چې د دې ولایت لرې پرتو سیمو ته د مخابراتي خدمتونو د غځولو لپاره هڅې روانې دي.

له بلې خوا په ننګرهار کې د اټرا ادارې مشر رحیم الله شینواري ویلي، چې د افغان بېسیم د نوي سایټ له فعالیدو سره به ۲۵ زره کورنیو ته مخابراتي او انټرنیټي خدمتونه وړاندې شي.

د کوزکوڼر ولسوالۍ اوسېدونکو د مخابراتي او انټرنیټي خدمتونو ته د لاسرسي له کبله خپله خوښي څرګنده کړې او په ننګرهار کې یې د مخابراتي خدمتونو د نورې پراختیا غوښتنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کلونو کې د افغان بېسیم مخابراتي شبکې خپل مخابراتي او انټرنیټي خدمتونه د هېواد ډېرو لرې پرتو سیمو ته غځولي دي.

 

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!