سیمه ییز خبرونه

په امریکا کې د  ترکیې د ولسمشر سیاسي مخالف فتح‌الله ګولن مړ شو

ترکي چارواکو فتح‌الله ګولن د ۲۰۱۶ ز. کال په ناکامه کودتا کې پر لاس لرلو تورن کړی؛ خو ګولن دا ادعاوې رد کړې دي.

Published

on

(Last Updated On: )

د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان مخالف سیاستوال فتح‌‌الله ګولن د ۸۳ کلونو پر عمر د زړه د ناروغۍ له کبله مړ شو.

ترکي رسنیو ډاګیزه کړې، چې فتح‌الله ګولن تېر ماښام ( یکشنبه د تلې نهه‌ویشتمه) د امریکا په پنسلوانیا ایالت کې مړ شوی دی.

هغه له ۱۹۹۹ ز. کال راپدېخوا د امریکا په پنسلوانیا کې استوګن و او د منځنۍ آسیا او ختیځې اروپا په هېوادونو کې یې د جاسوسۍ لویه شبکه اداره کوله.

ترکي چارواکو فتح‌الله ګولن د ۲۰۱۶ ز. کال په ناکامه کودتا کې پر لاس لرلو تورن کړی؛ خو ګولن دا ادعاوې رد کړې دي.

ګولن په ترکیه کې د ناکامې کودتا په اړه ویلي وه، چې که د ۲۰۱۶ ز. کال په کودتا کې د هغه د رول په اړه “بې طرفه، خپلواکه او نړیواله” څېړنه وشي، هغه به ترکیې ته ستون او محاکمې ته حاضر شي.

ترکي چارواکو له دغې ناکامې کودتا وروسته لسګونه زره کسان ونیول، چې په نیول شویو کسانو کې قاضیان، جنرالان او د پولیسو او اردو غړي هم ول.

له ګولن سره د تړاو پر تور څه د ډاکټرانو، د پوهنتون د کارکوونکیو او استادانو په ګډون څه باندې سل زره دولتي کارکوونکي له دندو ګوښه او یا وشړل شول.

نوموړي په وروستیو کلونو کې د امریکا د استخباراتو د ادارې (سي آی ای) تر څارنې لاندې و او د ترکیې د حکومت لخوا د هغه د سپارلو او محاکمې په اړه له څو ځلو غوښتنو سره – سره واشنګټن هېڅکله د هغه له راستنېدو ته زړه ښه نکړ.

د ګولن خدمت غورځنګ بنسټ د ترکي همدې ديني عالم ایښی؛ په زرګونه ملاتړي، پلویان او له زر ډېر ښوونيز مرکزونه لري، چې له محصلينو سره پوهنتونونو ته د داخلېدو په برخه کې مرسته کوي.

Trending

Exit mobile version