سیمه ییز خبرونه
په امریکا کې د ترکیې د ولسمشر سیاسي مخالف فتحالله ګولن مړ شو
ترکي چارواکو فتحالله ګولن د ۲۰۱۶ ز. کال په ناکامه کودتا کې پر لاس لرلو تورن کړی؛ خو ګولن دا ادعاوې رد کړې دي.
د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان مخالف سیاستوال فتحالله ګولن د ۸۳ کلونو پر عمر د زړه د ناروغۍ له کبله مړ شو.
ترکي رسنیو ډاګیزه کړې، چې فتحالله ګولن تېر ماښام ( یکشنبه د تلې نههویشتمه) د امریکا په پنسلوانیا ایالت کې مړ شوی دی.
هغه له ۱۹۹۹ ز. کال راپدېخوا د امریکا په پنسلوانیا کې استوګن و او د منځنۍ آسیا او ختیځې اروپا په هېوادونو کې یې د جاسوسۍ لویه شبکه اداره کوله.
ترکي چارواکو فتحالله ګولن د ۲۰۱۶ ز. کال په ناکامه کودتا کې پر لاس لرلو تورن کړی؛ خو ګولن دا ادعاوې رد کړې دي.
ګولن په ترکیه کې د ناکامې کودتا په اړه ویلي وه، چې که د ۲۰۱۶ ز. کال په کودتا کې د هغه د رول په اړه "بې طرفه، خپلواکه او نړیواله" څېړنه وشي، هغه به ترکیې ته ستون او محاکمې ته حاضر شي.
ترکي چارواکو له دغې ناکامې کودتا وروسته لسګونه زره کسان ونیول، چې په نیول شویو کسانو کې قاضیان، جنرالان او د پولیسو او اردو غړي هم ول.
له ګولن سره د تړاو پر تور څه د ډاکټرانو، د پوهنتون د کارکوونکیو او استادانو په ګډون څه باندې سل زره دولتي کارکوونکي له دندو ګوښه او یا وشړل شول.
نوموړي په وروستیو کلونو کې د امریکا د استخباراتو د ادارې (سي آی ای) تر څارنې لاندې و او د ترکیې د حکومت لخوا د هغه د سپارلو او محاکمې په اړه له څو ځلو غوښتنو سره - سره واشنګټن هېڅکله د هغه له راستنېدو ته زړه ښه نکړ.
د ګولن خدمت غورځنګ بنسټ د ترکي همدې ديني عالم ایښی؛ په زرګونه ملاتړي، پلویان او له زر ډېر ښوونيز مرکزونه لري، چې له محصلينو سره پوهنتونونو ته د داخلېدو په برخه کې مرسته کوي.
سیمه ییز خبرونه
د حماس د مشر وژنه به د مقاومت محور ونهدروي ـ د ایران مذهبې رهبر
د خامنهاي د څرګندونو له مخې؛ د هغه نشتوالی له شک پرته د مقاومت د محور لپاره دردونکي دی؛ خو دا جبهه د مخکښو شخصیتونو پر وژنه له وړاندې تګه نه پاتې کیږي. حماس ژوندی دی او ژوندی به وي.
د ایران مذهبي رهبر ایت الله علي خامنهاي د شنبې پر ورځ ویلي، چې د حماس د مشر یحیی سنوار پر وژنه به د مقاومت محور ونه دریږي او حماس به ژوندی وي.
د خامنهاي د څرګندونو له مخې؛ د هغه نشتوالی له شک پرته د مقاومت د محور لپاره دردونکي دی؛ خو دا جبهه د مخکښو شخصیتونو پر وژنه له وړاندې تګه نه پاتې کیږي. حماس ژوندی دی او ژوندی به وي.
یحیی سنوار د ۲۰۲۳ کال د اوکټوبر پر اوومه پر اسرائیلو د حماس د برید بنستوال و، چې ورسره سمه د غزې جګړه هم پیل شوه.
د چارشنبې پر ورځ له اسرائیلي ځواکونو سره په ډزو کې له یوه کال اوږده جګړې وروسته ووژل شو او د پنجشنبې پر ورځ یې د وژل کېدا اعلان راپور خپور شو.
خامنهای د نوموړي په اړه ویلي: هغه د مقاومت او مبارزې ځلانده څېره وه. پر کلک هوډ د ظالم او نیواکګر دښمن پر وړاندې ودرېد؛ پر زړورتیا او هوښيارۍ يې د اوکټوبر د اوومې نېټې هغه نه جبرانېدونکې ګوزار وکړ، چې د دې سيمې په تاريخ کې ثبت شوی دی. بیا یې ارواح پر عزت او غرور د شهیدانو هسک ته پورته شوه.
دغه د "مقاومت محور" چې د ایران په ملاتړ له کلونو هڅو وروسته جوړ شوی؛ حماس، د لبنان حزب الله ، د یمن حوثي غورځنګ او په عراق او سوریه کې بېلابېل شیعه ډلې رانغاړي.
رویټرز راپور ورکړی، چې دا ډلې ځانونه په منځني ختیځ کې د اسرائیلو او د امریکا د نفوذ پر وړاندې د مقاومت سرلاري بولي.
خامنهاي ویلي، د تل په شان مونږ به د خدای پر فضل او مرسته د مخلصو میړنیو او جنګیالیو تر څنګ پاتې وو.
دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت د اسرائيلي پوځ لخوا د حماس د سياسي مشر یحیی سنوار د وژلو په غبرګون کې نوموړی يو اتل بللی او څرګندوي، چې پر وړاندې به یې جهاد پر زيات قوت روان وي.
سیمه ییز خبرونه
په بنګله دېش کې د شیخ حسینه د نیولو امر وشو
دا لاریونونه، چې د دولتي دندو د ونډې پر ضد د زدهکوونکیو پر مشرۍ د غورځنګ په توګه پیل شول؛ د ۱۹۷۱ کال د بنګله دیش له خپلواکۍ راپدېخوا په ترټولو خونړۍ ناکراریو بدل شو. د دغو لاریونونو پر مهال له ۷۰۰ ډېر کسان ووژل شول او ګڼشمېر نور ټپیان شوي دي.
د بنګله دیش د جرمونو نړیوالې محکمې د پنجشنبې پر ورځ د دې هېواد د پخوانۍ لومړۍ وزیرې شیخ حسینه د نیولو امر صادر کړی، چې د تېر کال په پیل کې د تاوتریخجنو لاریونونو د ډلهییزو وژنو له کبله تورنه پېژندل شوې ده.
دا لاریونونه، چې د دولتي دندو د ونډې پر ضد د زدهکوونکیو پر مشرۍ د غورځنګ په توګه پیل شول؛ د ۱۹۷۱ کال د بنګله دیش له خپلواکۍ راپدېخوا په ترټولو خونړۍ ناکراریو بدل شو. د دغو لاریونونو پر مهال له ۷۰۰ ډېر کسان ووژل شول او ګڼشمېر نور ټپیان شوي دي.
شیخ حسینه له دې تاوتریخوالي وروسته هند ته وتښتېده.
سیمه ییز خبرونه
د بنو د پوليسو په مرکزي دفتر کې ۳ پاکستاني پوليس ووژل شول
هغه وایي، برید کوونکیو درې پولیس افسران او یو ملکي وګړی، چې په کمپلکس کې یې کار کاوه ووژل.
رویټرز راپور ورکړی، چې اسلامپالو جنګیالیو د دوشنبې پر ورځ د پاکستان په شمال لویدیځ کې د پولیسو پر یوه مرکزي دفتر برید وکړ؛ درې پولیس او یو ملکي وګړی وژل شوي دي.
د ولايت امنيه قومندان اختر حيات رويټرز خبري سرچینې ته ويلي؛ وسلوالو د بنو د امنيه قومندانۍ او د استوګنې پر يوه کمپلکس برید د پېنځه ځانمرګو بريد کوونکي پر وژلو پای ته رسېدلی دی.
هغه وایي، برید کوونکیو درې پولیس افسران او یو ملکي وګړی، چې په کمپلکس کې یې کار کاوه ووژل.
د راپور له مخې؛ پېښه د بنو په ولسوالۍ کې رامنځته شوې، چې د شمالي وزیرستان له ناکراره قبایلي سیمې سره د پاکستان او افغانستان پر پوله پرته ده، ګې د پاکستان له پلازمېنې اسلام آباد څخه شاوخوا ۳۵۰ کیلومټره لرې ده.
د تحریک طالبان پاکستان (TTP) یوه ویاند د دغه برید مسوولیت منلی دی.
-
تازه خبرونه4 days ago
د ایران سرحدي ځواکونو قومندان د افغانانو ډلهییزې وژنه رد کړه
-
تازه خبرونه4 days ago
د خوړو نړیوال پروګرام له څه باندې ۲۵۰ زره افغانانو سره مرسته کړې
-
تازه خبرونه4 days ago
په روان کال کې له ۱۵۶ زره ډېر افغان کډوال له پاکستان څخه هېواد ته ستانه شول – ملګري ملتونه
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
په بنګله دېش کې د شیخ حسینه د نیولو امر وشو
-
تازه خبرونه4 days ago
افغانستان د بسونو تولیدول پیل کړل
-
تازه خبرونه1 day ago
د چین پر مرسته د بامیان ولایت لپاره د ۲۰ میګاواټه برښنا چمتو کولو چارې پیل شوې
-
تازه خبرونه1 day ago
د جرمني لومړی وزیر د مجرمو افغانانو پر شړلو ټینګار څرګند کړ
-
تازه خبرونه4 days ago
قطر او بریټانیا د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړې