تازه خبرونه

په امریکا کې تیک تاک لنډمهاله فعال پاتې کیږي

Published

on

(Last Updated On: )

که څه هم د امریکا ولسمشر پر تیک تاک پروګرام بندیز لګولی و؛ خو سره له دې هم په دې هېواد کې د لاسرسي وړ دی.

که د سپینې ماڼۍ غوښتنه منل شوې وای؛ په امریکا کې به نویو کاروونکیو ته د دغه زړه راکښونکي پروګرام  دانلود بند شوی و.

تیک تاک د امریکا او چین تر منځ هغه وخت د لانجې یو بل ټکی شو، چې کیدی شي چین د امریکایي کاروونکيو معلومات وکاروي.

د امریکا حکومت د څو اوونیو لپاره د تیک تاک د امریکایي برخې د پلورلو هڅه وکړه او مایکروسافت هم چمتو شو، چې ویې پېري.

په هرحال داسې ښکاري، چې اوراکل او والمارت یې اوس د خپلولو لیواله شوی دی.

د یکشنبې پر ورځ، د امریکا قاضي د دې هېواد آنلاین پلورنځیو څخه د تیک تاک پروګرامونو په ترلاسه کولو کې د بندیز د لنډمهاله لرې کولو امر کړی.

نوموړي قاضي پرې پراخ بندیز ونه لګاوه؛ ځکه، چې هغه به د نومبر پر ۱۲ نېټه پلي شي او دا پروګرام په امریکا کې بې ګټې دی.

تیک تاک په ډاګه کړې: مونږ خوښ یو، چې محکمې زمونږ له قانوني دلیلونو سره هوکړه وکړه او امر یې وکړ، چې د تیک تاک پر پروګرام لګیدلی بندیز دې لرې شي.

دغه راز ویل شويو چې مونږ به د خپلې ټولنې او خپلو کارمندانو په ګټه د خپلو حقونو دفاع روانه ساتو.

Trending

Exit mobile version