نړۍ
په الجزایر کې اورلګیدنې ۶۵ کسان مړه کړي دي

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ په دې ورځو کې له ترکیې نیولې تر تونس پورې د مدیترانې بحیرې شمالي او جنوبي هېوادونه ترټولو له لوړې درجې تودوخې سره مخ شوي او د ملګرو ملتونو د اقلیم کمېټې په دې اوونۍ کې خبرداری ورکړ، چې نړۍ بې سارې نه څارونکې تودوخې ته نږدې شوې ده.
یونان په تېرو درې لسیزو د تودوخې ترټولو بدې څپې سره مخ دی.
د دې هېواد چارواکو د پلوپونیس د سیمې له شاوخوا ۲۰ کلیو څخه د خلکو د ایستلو سپارښتنه کړې ده.
د فرانسې، انګلستان، جرمني او چک جمهوریت د اور وژنې د ډلو پر مرسته شاوخوا ۵۸۰ یوناني اور وژونکي هڅه کوي، چې اولمپیا ته نږدې په ګورټانیا کې لګېدلی اور مړ کړي.
د مدیترانې په اوږدو کې د الجزایر حکومت د اورلګېدنې د څارلو لپاره، چې د شمالي ځنګلي سیمې یې لاندې کړي؛ د ۲۸ سرتېرو په ګډون لږ تر لږه ۶۵ کسان وژلي.
د الجزایر ولسمشر د دغه ناورین په غبرګون کې درې ورځې ملي ماتم اعلان کړی دی.