تازه خبرونه

په افغانستان کې ۹۵۴ ملکي وګړي په هدفي بریدونو کې وژل شوي

Published

on

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون ویلي، چې هدفي وژنې د ۲۰۲۰ کال د ملکي ځاني زیانونو ۳۱ سلنه جوړوي، چې جنګي جنایت دي.

له یوې مودې راپدیخوا په کابل کې د نښلیدونکیو ماینونو چاودنې پیل شوي، چې د معمول له مخې دولتي کارکوونکي او ولسي وګړي قربانيږي.

د ولسمشر مرستیال د چارشنبې په سهارنې ناسته ویلي؛ د نښلیدونکیو ماینونو اصلي طراحانو خپلې هڅې محدودې کړي؛ خو څارنه یې روانه ده.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ویاند ذبیح الله فرهنگ د ملکي تلفاتو او هدفي وژنو په اړه زړه بوږنوونکي معلومات ورکړي او څرګندوي، چې د روان کال په ۶ لومړیو میاشتو کې څه باندې نهه سوه ملکیان په هدفي وژنو کې وژل شوي دي.

امنیتي مسوولینو ویلي، چې د نښلیدونکیو ماینونو د ځای پر ځای کولو یوه ډله نیول شوې ده؛ خو نیوکې کیږي چې د دا راز چاودنو ډېروالی د امنیتي ادارو پاتې راتلل ښیي.

کابل ښاري حشمت الله ویلي؛ د سې شنبې له غرمې وروسته نامعلومو وسلوالو د ۱۵ حوزې اړوند په خواجه بغرا سیمه کې یو مدافع وکیل پر ډزو وژل شوی دی.

د چارشنبې پر سهار د یوولسمې حوزې په اړوند سیمه کې یو هایلکس موټر د نښلیدونکي ماین موخه وګرزېد، چې په کې دوه تنه ټپیان شول.

کابل ښاریان د نښلیدونکیو ماینونو چاودنې او پېښې د اندېښنې وړ بولي او وایي؛ په پلازمېنه کې د ناامنیو پر ډېروالي نور ستړي شوي او له رواني ناروغیو کړیږي

Trending

Exit mobile version