تازه خبرونه
په افغانستان کې کرونا ویروس په میلیونونه ماشومان له زدکړې بې برخې کړي
د ماشومانو نړیوال ملاتړ دفتر (سیف د چلدرن) په خپل روستي راپور کې ښیي، چې له هرو ۱۰ ماشومانو څخه ۸ هغو ویلي، چې دوی د کرونا ویروس او ناروغۍ له خپریدو راوروسته لږ څه زدکړي او یا یې هیڅ هم زدکړي ندي.
د راپور د څرګندونو له مخې، له تېرو شپږ میاشتو راپدیخوا کرونا ناروغي له ټولو ډېر د بېوزلو ماشومانو پر روزنې ناوړه اغېزې کړي او د بډایه او بېوزلو هلکانو او نجونو ترمنځ واټن نور هم پراخه شوی دی.
د تېرو شپږ میاشتو په بهیر کې، چې د دې ویروس له خپریدو تېریږي؛ له ټولو ډېر ماشومانو په لویه کچه زدکړې، روغتیا او خواړو ته لاسرسی له لاسه ورکړی. پداسې حال کې، چې د ګواښونو پر وړاندې د دوی ساتنه ټیټې کچې ته راټیټه شوې ده.
له ۱۰ څخه درې ماشومانو ( ۳۰٪) د کرونا ویروس د بندیزونو پر مهال یو ډول تاوتریخوالی تجربه کړی؛ البته ، دا احصائیه له هغه چا سره توپیر لري، چې تر پاملرنې لاندې دي ۱/۴ یا (۲۶٪) ته رسیږي.
په لیرې پرتو سیمو کې په هرو درې کورنیو کې یوې د ښوونځي توکو ته په ستونزه لاسرسی موندلی؛ خو په ښارونو کې دا شمېر په هرو پېنځه کورنیو کې یوې ته رسیدلی.
په ننګرهار کې ۱۱ کلنه مینه وایي: کرونا ویروس مې ژوند بدل کړی دی او ښوونځي ته له تګ پرته تېریږي. د لومړي ځل لپاره ما ښوونځي ته د تګ وخت وموند؛ خو کرونا ناروغۍ هرڅه بدل کړل. زمونږ پر کورني ژوند د دې ناروغې اغېزه خورا ژوره و. مونږ په یو ستونزمن حالت کې ژوند کوو. مونږ د ژوندي پاتې کیدو لپاره سم خواړه او درمل نلرو. د دغې وبا له پیل راپدیخوا مونږ په ورځ کې درې ځله خواړه دي خوړلي؛ ځکه، چې پلار مې دومره پیسي نلري، چې پوره خواړه چمتو کړي. کله، چې ناروغه شو؛ نشو کولی د بېوسۍ له کبله داکتر ته ولاړ شو.
په راپور کې راغلي، چې په افغانستان کې جګړې پوهنه سخته جګړه ځپلې ده. که څه هم په وروستيو کلونو کې په دې اړه پرمختګ راغلی او د ماشومانو قانون تصویب هم شوی، چې ماشومانو روزنې ته د ټولو هغو لاسرسي تضمینوي؛ خو په دې اړه اوس هم ننګونې پاتې دي.
راپور زیاته کړې: له کرونا ناروغۍ مخکې لږ تر لږه ۳.۷ میلیون ماشومان له ښوونځي پاتې شول، خو کله، چې ښوونځي د ناروغۍ له کبله وتړل شول؛ نو نږدې ۱۰ میلیون نور ماشومانو هم ښوونې او روزنې ته له لاسرسی پاتې شول.
په افغانستان کې د ماشومانو نړیوال ملاتړ د دفتر مشر کریستوفر نیاماندي څرګنده کړې؛ د ماشومانو د هغه نسل د ساتلو لپاره، چې سالم او باثباته راتلونکی یې له ګواښ سره مخ دي؛ نړۍ باید سمدلاسه له افغانستان څخه ملاتړ وکړي. له تعلیم پرته له افغان ماشومانو څخه د خپل هېواد د ودانولو حق اخیستل شوی دی.
هغې زیاته کړې: د ماشومانو اړتیاوې او د دوی نظریات باید د هر پروګرام زړه راکښونکې برخه وي، موخه یې باید د هغه څه ترلاسه کول وي، چې افغانستان په وروستیو میاشتو کې له لاسه ورکړي دي.
د یاد بنسټ د سروې ښیي، چې د افغانستان په شپږ ولایتونو کې یوازې ۲۸.۶ سلنه ماشومان د تلویزیون، ۱۳.۸د رادیو له لارې او ۰.۲ سلنه د انترنیت له لارې زدکړو ته لاسرسی لري.
نجونې د هلکانو په پرتله له کرونا ویروسه ډېرې اغېزمنې شوي؛ له ۳.۷ سلنې ماشومانو څخه، چې ښوونځي پاتې دي؛۶۰ سلنه یې نجونې دي.