تازه خبرونه

په افغانستان کې کرونا ویروس مخ پر ځوړ روان شو

Published

on

(Last Updated On: )

د عامې روغتیا وزارت سرپرست جواد عثماني ویلي؛ د تېرو لس ورځو ارزونې ښيي، چې کروناویروس خپلې لوړې څوکې ته رسیدلی او اوس مخ پر ځوړ روان دی.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست د کرونا ویروس د خوځښت او خوریدا په  اړه ضد او نقیض څرګندونې کوي. هغه د غبرګولي پر نهه ویشتمه په هرات ولایت کې ویلي وه، چې په افغانستان کې کرونا ویروس څوکې ته نږدې شوی او په راتلونکیو دوه میاشتو کې به یې مثبتې پېښې ډېرې شي؛ خو د یکشنبې پر ورځ یې په کابل کې څرګنده کړه، چې کرونا ویروس له اوجه د را پریوتو په حال کې دی او مخ پر ځوړ روان دی.

هغه په ډاګه کړې، چې په هېواد کې پر کرونا ویروس د اخته کیدو په شمېر کې ل،والی راغلی دی؛ دا یو ښه خبر دی او له ټولو اړینه روغتیایي سپارښتنو ته پاملرنه ده.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په یوه شپه او ورځ کې پر کرونا ویروس څلور سوه نهه کسان اخته شوي دي. دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې مخکې په هره یوه ورځ او شپه کې د رسمي معلوماتو له مخې له اووه سوه ډېر کسان پر کرونا اخته کیدل؛ خو اوس تر پېنځه سوه پورې راکښته شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت وايي، چې په ټول افغانستان کې د کرونا ویروس د ناروغانو لپاره درې زره اووه سوه بسترونه چمتو دي؛ خو بیا هم له خلکو غواړي، چې د کمزورو نښو په صورت کې په خپلو کورونو کې ځانونه قرنطین کړي.

د عامې روغتیا وزارت لخوا د اعلان شویو رسمي معلوماتو له مخې په یوه شپه او ورځ کې پر کرونا ویروس څلور سوه نهه کسان اخته شوي، دولس مړه شوي او پېنځه سوه ترې روغ شوي دي.

د یاد وزارت د څرګندونو له مخې؛ په ټول هېواد کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۲۸۸۳۳ ته پورته شوی دی.

په افغانستان کې د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان سفیر حسین اوني بتسالي ډاډ ورکوي، چې افغانستان د نړیوالو مرستو لپاره یوازنی هېواد دی او دا ټولنه هر راز مرستو ته چمتووالی لري.  

د روغتیا نړیوال سازمان استازی دیویدلي ویلي: د ملګرو ملتونو ټولې ادارې او څانګې د افغانستان له عامې روغتیا وزارت سره په همغږۍ کې کار کوي، چې له کرونا ویروس سره مبارزه منسجمه شي.

دا په داسې حال کې ده، چې له آلمان څخه د مصنوعي تنفس کمپیوټري دستګاوې هم افغانستان ته د را رسیدو په حال کې دي.

Trending

Exit mobile version