تازه خبرونه
په افغانستان کې څه نا څه ۶۵۰۰ پاکستانیان جنګیږي- د م.م امنیت شورا
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په روانه اوونۍ کې په ډاګه کړه، چې د اټکل له مخې په افغانستان کې له ۶۰۰۰ څخه تر ۶۵۰۰ پورې پاکستاني ترورستان په افغانستان کې شته، چې د دواړو حکومتونو لپاره ګواښ ګڼل کیږي.
د پنجشنبې پر ورځ د ۲۶ څارن ډلو د تحریم او تحلیلي ملاتړ او بندیزونو راپور خپور شو، چې ډېر یې د امیر نور ولي محسود په مشرۍ د تحریک طالبان پاکستان (TTP)غړي ښودل شوی دي.
د کرونا ویروس په اړه د څارنې ډلې ویلي، چې دغه پراخه ناروغي پر تروریزم اغېز لري؛ خو په یو څه توپیر.
په یو شمېر سیمو کې یو شمېر ډلو د کرونا ویروس په اړه له تبلیغاتو مرستې راټولولې او په یو شمېر نورو سیمو کې دې ډلو له دې هم ګټه پورته کړې، چې امنیتي ځواکونه نورو برخو ته پام اړولی دی.
په دې راپور کې راغلي؛ د کرونا ویروس له کبله پر پولو تګ راتګ له خنډ او ځنډ سره مخ شوی او موخې هم له پامه غورزیدلي او په یو شمېر سیمو کې بریدونه هم لږ تر سره شوي دي.
د ګزارش له مخې؛ القاعده په افغانستان کې له خپل تاریخي ځواک د ګړندي کولو هڅه کوی؛ خو که د سولې بهیر پرمختګ وکړي، نو له پوره ننګونې سره به مخ شي.
داعش او نورې ډلې په ننګرهار او کونړ کې حه نا څه بدلونونه زغملي؛ خو هیله من دي، چې د سولې له بهیره د ځان په ګټه کار واخلي.
له طالبانو سره له هوکړې وروسته داسې وړاندویېنې شوي، چې طالبان به د داعش او القاعده ګواښونه په افغانستان کې راکم کړي.
دغه راپور په ډاګه کړې، چې القاعده او داعش د ۲۰۲۰ په لومړیو کې خپل ځواک له لویدیځې آفریقا په ډاګه کړ او په سوریه او ادلب کې اوس هم له خوندي ځالو برخمن دي.
په افغانستان کې د داعش مشر اسلم فاروقي له یو شمېر کسانو سره افغان ځواکونو ونیوه او له ننګرهاره یې هڅې کونړ ته ورټولې شوې.
دغه راز په دې راپور کې دا هم راغلي، چې داعش ان په کابل کې په یولړ بریدونه تر سره کولی شي. ان دا هڅې هم کوي، چې له امریکا سره د هوکړې مخالف طالبان ځانته جذب کړي.
د ملګرو ملتونو د څارنې ډلې په افغانستان کې د داعش شمېر ۲۲۰۰ ښيي او څرګندوي، چې مشران یې په افغانستان کې مطیع الله کم احوال او ابو سعید محمد الخراساني د سوریې دی.
دغه راز په ډاګه کوي، چې د داعش دوه قومندانان ابو قتیبه او ابو هاجر العراقي له منځني ختیځ څخه افغانستان ته راغلي دي؛ خو د راتګ تاریخ یې روښانه ندی.
په دې راپور کې ویل شوي، چې یو شمېر وسلوالې ډلې د طالبانو او داعشیانو تر چتر لاندې هم هڅې کوي.
د عبدوخولیک له وژل کیدو وروسته په داعشیانو کې د ازبک جنګیالو ډله کمزورې او یو شمېر غړیو یې له جنګیدو تېر شول په خانګړې توګه د هغه د کورنۍ غړي.
دغه راز ویل کیږي، چې القاعده د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې هڅې لري، چې شمېر یې له ۴۰۰ څخه تر ۶۰۰ پورې دی.
القاعده د دغه راپور له مخې د حقاني شبکې سره اړیکې لري، چې په ۲۰۰۹ کې فعاله شوې او پاکستان د هغو ډلو خوندي ځاله ده، چې هند او افغانستان ګواښي.
تازه خبرونه
دیني علوم مو عقیده او عصری هغه مو سوکالي تضمینوي – تاجمیر جواد
نوموړي زیاته کړې، چې دا مهال یو شمېر کړۍ په افغانستان کې د شته اسلامي نظام تر چتر لاندې عدالت، سرتاسري امنیت، سوکالي او پرمختګ زغملی نشي او غواړي افغانستان ته ستونزې جوړې کړي.
د افغانستان د اسخباراتو ریاست مرستیال تاجمیر جواد د شنبې پر ورځ( د لیندۍ دوهویشتمه ) د جامعة مصباح العلوم فراغت غونډې ته په یوه ثبت شوي پیغام کې ویلي؛ اسلامي امارت په دې باور دی، چې د دیني علومو وده او پرمختګ اسلامي عقیده تضمینوي او د عصري علومو له ودې او پرمختګ سره هېواد د سوکالۍ او پرمختګ څخه برخمن کېږي.
نوموړي زیاته کړې، چې دا مهال یو شمېر کړۍ په افغانستان کې د شته اسلامي نظام تر چتر لاندې عدالت، سرتاسري امنیت، سوکالي او پرمختګ زغملی نشي او غواړي افغانستان ته ستونزې جوړې کړي.
نوموړي ویلي؛ دوی په کابل کې د دیني عالمانو له لوري هغې پرېکړې ته ژمن دي، چې د هېواد او شرعي نظام پر فرضیت یې ټینګار کړی دی .
هغه وایي: مونږ جګړه نه غواړو؛ خو که جګړه پر مونږ وتپل شي، نو د خپل نظام او اسلامي خاورې د دفاع په لار کې به داسې وړتیاوې وښیو، چې د دښمن ټولې اوسنۍ محاسبې ناسمې وښيي او جنګ غوښتونکي به د خپل ژوند تر ټولو سخته پښېماني تجربه کړي.
هغه په خپلو څرګندونو کې دا هم ویلي، چې مونږ سیمهییز امنیت او ثبات ته د شریعت د لارښوونو او د خپل هېواد د مصالحو په رڼا کې ژمن یوو.
دا څرګندونې په داسې حال کې راپورته کیږي، چې دیني عالمان د یوې سترې غونډې پرمهال د اسلامي امارت پر لارښوونو عمل او د خپل نظام او خاورې دفاع ته ژمن شوي دي.
تازه خبرونه
څار: د افغانستان په اړه د ایران سیمهییزه ناسته
تازه خبرونه
له ۲۰۰ ډېر له بنده خوشې شوي کډوال هېواد ته راستانه شول
د کندهار او نیمروز ولایتونو د کډوالو چارو ریاستونو د بیا میشتېدنې ریاستونو د څرګندونو له مخې؛ ۲۲۴ کسان په پاکستان کې له دوه میاشتو بند تېرولو وروسته د سپین بولدک له لارې او ۴ نور هېوادوال په عراق کې د درې میاشتو بند له تېرولو وروسته د نیمروز له لارې خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي؛ په روانه اوونۍ کې ۲۲۸ افغان کډوال، چې په عراق او پاکستان کې بندیان ول؛ خوشې شوي او افغانستان ته راستانه شوي دي.
د کندهار او نیمروز ولایتونو د کډوالو چارو ریاستونو د بیا میشتېدنې ریاستونو د څرګندونو له مخې؛ ۲۲۴ کسان په پاکستان کې له دوه میاشتو بند تېرولو وروسته د سپین بولدک له لارې او ۴ نور هېوادوال په عراق کې د درې میاشتو بند له تېرولو وروسته د نیمروز له لارې خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
یاد کسان د سپین بولډک او نیمروز د بیا میشتیدنې ریاستونو له نوملیکنې او د وزارت همکارو ادارو څخه د مرستې ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي ځایونو ته ولېږدول شول.
-
نړۍ3 days agoټرمپ د بېړنۍ ویزې ته د ۱ میلیون ډالرو طلايي کارت پروګرام پیل کړ
-
سوداگري5 days agoد پاکستان او افغانستان سوداګر میلیارډونه ډالر زیانمن شول
-
تازه خبرونه5 days agoد پاکستان د درملو صادرات له ۲۰۰ میلیون ډالرو زیان سره مخ شول
-
تازه خبرونه4 days agoافغانستان د بې نظمه او جرم ځپلو هېوادونو په نوملړ کې راغی- ټرمپ
-
تازه خبرونه4 days agoیوناما د افغانانو د حقونو د ساتنې غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه3 days agoپه افغانستان کې ټولګډونه حکومت جوړول د جګړې د مخنیوي لپاره اړین دي – ایران
-
څار5 days agoڅار: د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د ناستې ارزونه
-
تازه خبرونه3 days agoد افغانستان علماوو له هېواد او شرعي نظام څخه د دفاع فرضیت اعلان کړ
