تازه خبرونه
په افغانستان کې مذهبي ډلې د خپلو مراسمو د ترسره کولو پوره آزادي لري

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال نن په کابل کې د عاشورا نمانځغونډې ته وویل، د نامسلمانو په ګډون ټولې مذهبي ډلې کولی شي خپل مراسم په آزاده توګه ترسره کړي.
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزی وايي؛ د افغانستان ټول مذهبونه او حتا غیر مسلم اقلیتونه د خپلو مذهبي مراسمو په ترسره کولو کې آزاد دي او په دې برخه کې کومه ستونزه نشته.
شېرمحمد عباس ستانکزي، چې د محرم پر لسمه يې په کابل کې خبرې کولې له خلکو وغوښتل، چې د اوسني نظام ملاتړ وکړي
نوموړي همداراز ټینګار کړی، چې ځینې هېوادونه د افغانستان د وضعیت په ګډوډولو کې خپلې ګټې ویني؛ خو مونږ په هېواد کې د ستونزو او جګړو د پای ته رسولو لپاره اړتیا لرو او خلک باید د دغو دسیسو پر وړاندې د اوسني نظام ملاتړ وکړي.
د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال په هېواد کې تېرو کورنيو جګړو ته په نغږته کې وايي، چې د پخواني شوروي اتحاد پر وړاندې د جهاد له بريا وروسته ډېرو کسانو د واک او شخصي انګېزو له کبله هېواد بې ثباته کړ.
شېر محمد عباس ستانکزي د خپلو خبرو په بهیر کې د داخلي مخالفتونو پر ختمېدو هم ټینګار څرګند کړ.
که څه هم د عاشورا د ماتم کوونکیو پر وړاندې د امنیتي ګواښونو په اړه اندېښنې موجودې وې؛ خو د عاشورا مراسم په بشپړ خوندي چاپېریال کې ترسره شول.
د یادونې ده، چې د محرم لسمه ورځ د امام حسین (ع) د شهادت د ویر او د هغه د غوښتنو او پوښتنو یادولو ته ځانګړې شوې ده.