سوداگري

په افغانستان کې له ۲۶۰۰ ډېر د کبانو فارمونه جوړ شوي

Published

on

(Last Updated On: )

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت څرګنده کړې؛ په ټول هېواد کې د کبانو دوه زره شپږ سوه شپږ دېرش فارمونه جوړ شوي، چې په کال کې له ۱۰۰۰۰ مټریک ټن ډېره غوښه لیدوي.

د یاد وزارت د څرګندونو له مخې؛ هلمند، کندهار، ننګرهار، کندوز، روزګان، کونړ او هرات هغه ولایتونه دي، په هېواد کې د کب غوښې تولیدوونکي ګڼل کیږي.

شیرماهي، لقه ماهي، خال ماهي، طیاره ماهي، موري ماهي، قنات ماهي  او مارماهي د افغانستان نوموتي کبان دي.

د کابل او نورو ولایتونو په بازارونو کې د تازه کبانو یوکیلو غوښه له ۲۰۰ تر ۳۰۰ افغانیو خرڅېږي.

د کرنې وزارت هر کال له ۸۰ څخه تر ۱۰۰ پورې د کب روزنې مرکزونه جوړوي.

د یادونې ده، چې یاد وزارت په دې وروستیو کې کب روزنې  ته پام رااړولی او د پراختیا هڅې یې ترسره کوي.

Trending

Exit mobile version